ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - نهم فصل

شائول د سموئیل سره ملاقات کوي

۱د بنیامین د قبیلې څخه یو شتمن او با نفوذه سړی ؤ چې قیس نومېده. هغه د ابي ئیل زوی او د صرور لمسی ؤ. د بکورت په کورنۍ پورې یې اړه درلوده چې د افیح د خېل یوه برخه وه. ۲قیس یو زوی درلود چې شائول نومېده، هغه یو ښکلی ځوان ؤ چې په اسراییلو کې له هغه څخه څوک زیات ښکلی نه ؤ او قد یې د یو سر په اندازه د نورو څخه لوړ ؤ.

۳د قیس خرې ورکې شوې وې، نو هغه شائول ته وویل: <یو نوکر د ځان سره واخله، لاړ شه او خرې ولټوه.> ۴هغوی د افرایم په غرنۍ سیمې او د شلیشې په سیمه کې وګرځېدل مګر هغه یې پیدا نه کړې. نو د شعلیم د سیمې څخه تېر شول، مګر خرې هلته نه وې. وروسته بیا د بنیامین په ځمکه کې وګرځېدل خو ویې نه موندلې. ۵کله چې هغوی د صوف سیمې ته ورسېدل شائول خپل نوکر ته چې ورسره ؤ وویل: <راځه چې بېرته کور ته لاړ شو، که نه، نو پلار به مې خرې هېرې کړي او زمونږ په باره کې به اندېښمن شي.>

۶مګر نوکر په ځواب کې وویل: <ګوره! په دې ښار کې یو نبي دی چې د هغه ډېر درناوی کیږي، هغه چې هرڅه وایي رښتیا کیږي. راځه چې هغه ته ورشو، کېدای شي هغه مونږ ته ووایي چې هغه خرې چېرته موندلی شو.>

۷شائول ورته وویل: <که چېرې هغه ته ورشو نو هغه سړي ته به څه ورکړو؟ ځکه چې زمونږ په بوجیو کې خواړه خلاص شوي دي او زمونږ سره سوغات هم نشته چې هغه نبي ته یې ورکړو. نو څه یوسو؟>

۸نوکر هغه ته په ځواب کې وویل: <ګوره! ما سره نیم مثقال سپین زر شته، هغه به نبي ته ورکړم ترڅو هغه مونږ ته لاره وښایي.>

۹(په پخوا زمانه کې چې کله به په اسراییلو کې چا غوښتل چې د خدای څخه سوال وکړي نو داسې به یې ویل: <راځئ چې غیب ویونکي ته ورشو.> ځکه چې اوسنی نبي به پخوا د غیب ویونکي په نوم یادېده.) ۱۰شائول خپل نوکر ته وویل: <ښه خبره ده، راځه چې ځو.> نو دوی هغه ښار ته لاړل چې نبي په کې ؤ. ۱۱هغه وخت چې هغوی ښار ته په غونډۍ باندې پورته کېدل ویې لیدل چې یو څو نجونې د اوبو وړلو دپاره راروانې دي. د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه: <آیا غیب ویونکی دلته دی؟>

۱۲هغوی ځواب ورکړ: <هو، هغه ستاسو څخه مخکې روان دی، ژر کوئ هغه نن زمونږ ښار ته راغلی دی، ځکه چې نن ورځ خلک د عبادت په ځای کې چې په غونډۍ باندې ده قرباني کوي. ۱۳څنګه چې تاسو ښار ته ننوزئ نو مخکې له دې چې هغه د عبادت ځای ته د خوړلو دپاره پورته وخېژي، تاسو به یې پیدا کړئ. ترڅو پورې چې هغه راغلی نه وي خلک به ډوډۍ ونه خوري، ځکه چې هغه باید اول قربانۍ ته برکت ورکړي. وروسته به رابلل شوي خلک ډوډۍ وخوري. اوس پورته وخېژئ نو په همدې وخت کې به یې پیدا کړئ.> ۱۴نو شائول او د هغه نوکر ښار ته روان شول او څنګه چې هغوی ښار ته ورننوتل، سموئیل د دوی خواته راروان ؤ چې د عبادت ځای ته وخېژي.

۱۵د شائول د راتګ څخه یوه ورځ مخکې څښتن سموئیل ته ویلي وو: ۱۶<سبا شاوخوا په دغه وخت کې به یو سړی د بنیامین د قبیلې څخه تاته درولېږم. ته به زما د قوم د مشر په توګه د هغه سر په تېلو غوړ کړې، هغه به زما قوم د فلسطینیانو څخه وژغوري. ما د خپل قوم تکلیف لیدلی دی او د مرستې په خاطر مې د هغوی فریاد اورېدلی دی.>

۱۷کله چې سموئیل شائول ولید، څښتن هغه ته وویل: <دا هماغه سړی دی چې تاته مې د هغه په اړه ویلي وو. هغه به زما په قوم باندې حکومت کوي.> ۱۸شائول د دروازې په خوله کې سموئیل ته ورنژدې شو او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <مهرباني وکړئ ماته ووایئ چې د غیب ویونکي کور چېرې دی؟>

۱۹سموئیل ځواب ورکړ: <زه غیب ویونکی یم، زما څخه مخکې عبادت ځای ته لاړ شئ، تاسو دواړه به نن زما سره ډوډۍ وخورئ. هغه څه چې ته غواړې پوه به شې، سبا سهار به یې درته ووایم او تا به رخصت کړم. ۲۰د هغو خرو په باره کې چې درې ورځې مخکې ورکې شوې دي اندېښنه مه کوه هغه پیدا شوې دي. هغه څوک چې د اسراییلو قوم یې زیات غواړي، هغه ته او ستا د پلار کورنۍ ده.>

۲۱شائول په ځواب کې وویل: <زه د بنیامین د قبیلې پورې تړلی یم، چې په اسراییلو کې یوه ډېره کوچنۍ قبیله ده او زما کورنۍ د بنیامین د قبیلې یوه ډېره عادي کورنۍ ده. نو ولې ماته داسې خبرې کوې؟>

۲۲سموئیل شائول او د هغه نوکر لویې کوټې ته دننه راوستل او هغوی ته یې د دسترخوان په سر کې ځای ورکړ چې هلته نژدې دېرش تنه مېلمانه ناست وو. ۲۳سموئیل اشپز ته وویل: <هغه د غوښې ټوټه چې تاته مې درکړې وه او درته ویلي مې وو چې جلا یې کېږده، هغه اوس راوړه.> ۲۴نو اشپز ورون راوړ او د شائول په مخکې یې کېښود. سموئیل وویل: <ګوره، دا هغه غوښه ده چې ستا دپاره ساتل شوې ده. ویې خوره! دا مې ستا دپاره ساتلې وه چې اوس یې د رابلل شویو خلکو سره وخورې.> نو شائول په هغه ورځ د سموئیل سره ډوډۍ وخوړله.

۲۵وروسته له دې چې هغوی د عبادت ځای څخه ښار ته راکوز شول، سموئیل په خپل بام باندې د شائول سره خبرې وکړې. ۲۶هغوی سهار وختي پاڅېدل او سموئیل شائول ته چې په بام باندې ؤ غږ وکړ: <پاڅه! زه به تا رخصت کړم.> کله چې شائول تیار شو، هغه او سموئیل سره یوځای ووتل.

سموئیل شائول د پادشاه په توګه ټاکي

۲۷کله چې دوی د ښار پولې ته راښکته شول، سموئیل شائول ته وویل: <خپل نوکر ته ووایه چې زمونږ څخه مخکې لاړ شي.> نوکر مخکې شو او سموئیل زیاته کړه: <دلته یوه شیبه ودرېږه ترڅو د خدای پیغام درته ووایم.>