ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - اته ویشتم فصل

پولوس د مالتا په جزیره کې

۱کله چې مونږ روغ رمټ د بحیرې غاړې ته ورسېدلو، نو پوه شولو چې دا د مالتا په نوم جزیره ده. ۲د هغه ځای خلکو په مونږ ډېره مهرباني وکړه او څرنګه چې هوا سړه وه او باران ورېده، نو اور یې راته بل کړ او مونږ ټولو ته یې تود هرکلی ووایه. ۳پولوس یو څه لرګي راټول کړل او هغه یې اور ته واچول او د اور د ګرموالي له امله یو زهرجن مار راووت او د هغه د لاس پورې ونښته. ۴کله چې د هغه ځای خلکو ولیدل چې د پولوس په لاس پورې مار ځوړند دی، نو یو بل ته یې سره وویل: «دا سړی به خامخا قاتل وي. که څه هم هغه له بحیرې څخه وژغورل شو، خو الهي عدالت به هغه ژوندی پرېنږدي.» ۵خو پولوس هغه مار اور ته ورګوزار کړ او کوم زیان ورته ونه رسېده. ۶هغوی په دې تمه وو چې پولوس به زر وپړسیږي او یا به ناڅاپه راولویږي او مړ به شي. خو کله چې هغوی ډېر انتظار وویست او ویې لیدل چې په هغه باندې هېڅ هم ونه شول، نو فکرونه یې بدل شول او ویې ویل: «دا هم یو خدای دی.»

۷هغه ځای ته نژدې د هغې جزیرې د حاکم پوبلیوس ځمکې وې. هغه په مهربانۍ سره مونږ ته هرکلی ووایه او درې ورځې یې په خپل کور کې مېلمانه کړو. ۸هغه وخت د پوبلیوس پلار ناروغه پروت ؤ. هغه تبه لرله او د پېچ په ناروغۍ اخته ؤ. پولوس د هغه کوټې ته ننوت، د هغه دپاره یې دعا وکړه، خپل لاس یې ورباندې کېښود او هغه ته یې شفا ورکړه. ۹کله چې دا کار وشو، نو د جزیرې نور ناروغان هم راغلل او روغ شول. ۱۰هغوی مونږ ته ډېر سوغاتونه راکړل او کله چې مونږ غوښتل لاړ شو، نو کومو شیانو ته چې په سفر کې مو ورته اړتیا لرله، هغه یې مونږ ته کشتۍ ته راوړل.

روم ته د پولوس رسېدل

۱۱درې میاشتې وروسته د سکندریې په یوه کشتۍ کې چې د دوه غبرګوني خدایانو کیستر او پولوکس توږل شوې مجسمې ورباندې لګېدلې وې او ژمی یې په هغې جزیرې کې تېر کړی ؤ، لاړو. ۱۲مونږ د سراکیوس ښار ته ورسېدلو او درې ورځې هلته پاتې شولو. ۱۳بیا د هغه ځای څخه په کشتۍ کې روان شولو او د ریغیون ښار ته ورسېدلو. بیا یوه ورځ وروسته جنوبي بادونه پیل شول او په دوو ورځو کې د پوتیولي بندر ته ورسېدلو. ۱۴په هغه ځای کې مونږ ځینې ایمانداران ولیدل او هغوی زمونږ څخه وغوښتل چې د یوې هفتې دپاره ورسره پاتې شو. په دې ډول مونږ روم ته ورسېدلو. ۱۵کله چې د روم ایمانداران زمونږ د راتللو څخه خبر شول، نو هغوی د اپیاس تر بازاره او هغه ځای پورې چې د درې مېلمستونونو په نوم یادېده، زمونږ لیدلو ته راغلل. کله چې پولوس هغوی ولیدل، نو د خدای شکر یې وویست او زړور شو. ۱۶کله چې مونږ روم ته ورسېدلو، نو پولوس ته اجازه ورکړل شوه چې د یو رومي عسکر سره چې د هغه ساتنه یې کوله، په یو شخصي کور کې واوسیږي.

پولوس په روم کې وعظ کوي

۱۷درې ورځې وروسته پولوس د هغه ځای د یهودیانو مشران غونډې ته راوغوښتل. کله چې هغوی سره راټول شول، نو ورته ویې ویل: «ای زما ورونو، که څه هم ما د خپلو خلکو او د خپلو نیکونو د دودونو او دستورونو په خلاف کوم کار نه دی کړی، خو بیاهم زه په اورشلیم کې بندي شوم او رومیانو ته وسپارل شوم. ۱۸کله چې رومیانو زما څخه څېړنې وکړې نو غوښتل یې چې ما ازاد کړي، ځکه هغوی پوه شول چې ما داسې کوم کار نه دی کړی چې د مرګ سزا دې راته راکړل شي. ۱۹خو کله چې د یهودیانو مشرانو مخالفت وکړ، نو زه دې ته مجبور شوم چې امپراتور ته عرض وکړم. بې له شکه ما سره هېڅ داسې څه نشته چې د خپل قوم په خلاف یې ووایم. ۲۰نو له دې امله مې راوغوښتلئ چې تاسو ووینم او خبرې درسره وکړم چې زه د هغه چا په خاطر په زولنو تړل شوی یم چې د اسراییلو خلک ورته هیله مند دي.» ۲۱یهودي مشرانو ځواب ورکړ: «مونږ ته ستا په هکله له یهودیې څخه کوم لیک نه دی رارسېدلی او نه زمونږ د یهودي ورونو څخه کوم څوک دلته راغلی دی چې ستا په هکله یې مونږ ته خبر راوړی وي او یا یې ستا په هکله کومه بده خبره کړې وي. ۲۲خو مونږ غواړو چې ستا نظر واورو، ځکه مونږ پوهېږو چې خلک په هرځای کې د دې ډلې په خلاف خبرې کوي.»

۲۳نو هغوی د پولوس سره یوه ورځ وټاکله او ډېر خلک د هغه کور ته راغلل. د سهار نه تر ماښامه پورې پولوس د هغوی سره د خدای د پاچاهۍ په هکله خپل پیغام بیان کړ او شاهدي یې ورکړه او کوښښ یې وکړ چې د موسی د شریعت او د پیغمبرانو له کتابونو څخه په کار اخیستلو سره هغوی د عیسی په هکله قانع کړي. ۲۴ځینې د هغه په خبرو قانع شول، خو نورو ورباندې باور ونه کړ. ۲۵هغوی په خپل منځ کې سره بې اتفاقه شول او روان شول. خو له تګ څخه مخکې پولوس دا خبره وکړه: «روح القدس د اشعیا نبي په وسیله ستاسو نیکونو ته څنګه ښه ویلي دي:

۲۶دې قوم ته ورشه او ورته ووایه:

تاسو به بیا بیا اورئ، خو پوه به نه شئ. تاسو به ګورئ، خو څه به نه وینئ، ۲۷ځکه چې د دې خلکو زړونه سخت شوي دي او په غوږونو درانه شوي او سترګې یې پټې شوې دي. که نه، نو سترګو به یې لیدل، غوږونو به یې اورېدل، په زړونو کې به پوهېدل او ماته به بېرته راګرځېدلي وای او ما به شفا ورکړې وای.

۲۸نو بیا پوه شئ چې دغه د خلاصون پیغام د خدای له خوا غیریهودیانو ته لېږل شوی دی او هغوی به یې مني.» [ ۲۹کله چې پولوس خپلې خبرې پای ته ورسولې، نو یهودیان لاړل او په خپل منځ کې یې سره بحث وکړ.]

۳۰پولوس دوه کاله په یو کرایي کور کې اوسېده او هرڅوک چې به د هغه د لیدلو دپاره راتللو، نو هرکلی به یې ورته ویل. ۳۱هغه د خدای د پاچاهۍ په هکله وعظ کاوه او د څښتن عیسی مسیح په هکله یې په زړورتیا او په ازادانه توګه تعلیم ورکاوه.