ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - لسم فصل

فرښته او کوچنی طومار

۱بیا ما یوه بله قوي فرښته ولیدله چې د اسمان څخه راښکته کېدله، هغه په ورېځو باندې پوښل شوې وه او په سر باندې یې د بوډۍ ټال ؤ. څېره یې د لمر په شان ځلېدله او پښې یې د اور د پایو په شان وې. ۲د هغې په لاس کې یو کوچنی طومار ؤ چې پرانیستل شوی ؤ. هغې خپله ښي پښه په بحر کې او چپه پښه په ځمکه کېښودله. ۳هغې د زمري د غړمبار په شان په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغې چیغې کړې نو اووه تندرونه وغرېدل. ۴کله چې هغه اووه تندرونه وغرېدل، نو ما غوښتل چې یو څه ولیکم، خو د اسمان نه یو اواز راغی چې ویل یې: «څه چې هغو اووه تندرونو ویلي دي هغه پټ وساته او هغه مه لیکه.»

۵بیا ما هغه فرښته چې په بحر او وچه ځمکه باندې ولاړه وه ولیدله، هغې خپل ښي لاس اسمان ته پورته کړ ۶او د هغه چا په نوم یې قسم وخوړ چې تل ترتله ژوندی دی او اسمان، ځمکه، بحر او هرڅه چې په هغو کې دي پیدا کړي دي. هغې وویل: «نور به ځنډ رامنځته نه شي! ۷خو په هغه وخت کې کله چې اوومه فرښته خپل سرنی ووهي، نو د خدای پټ راز به پوره شي، لکه څنګه چې هغه خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو ته ویلي وو.»

۸بیا ما یوځل بیا هغه اواز واورېد چې د اسمان نه یې زما سره خبرې کولې او ویل یې: «لاړ شه او د هماغې فرښتې د لاس نه چې په بحر او وچه باندې ولاړه ده، هغه پرانیستل شوی طومار واخله.» ۹نو زه هغې فرښتې ته ورغلم او ورته مې وویل: «هغه کوچنی طومار ماته راکړه.» هغې وویل: «واخله او ویې خوره، دا به ستا خېټه ترخه کړي، خو خوله به دې لکه د شاتو په شان خوږه وي.» ۱۰نو ما هغه کوچنی طومار د فرښتې د لاس نه واخیست او ومې خوړ، هغه زما په خوله کې د شاتو په شان خوږ ولګېده، خو کله چې مې تېر کړ نو زما خېټه یې ترخه کړه. ۱۱بیا راته وویل شول: «ته باید یوځل بیا د خدای پیغام ډېرو خلکو، قومونو، ژبو او پاچاهانو ته ورسوې.»