ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - اوولسم فصل

هوشع، د اسراییلو آخرنی پاچا

۱په یهودا کې د آحاز د پاچاهۍ په دولسم کال، د ایله زوی هوشع د اسراییلو پاچا شو او هغه نهه کاله په سامره کې پاچاهي وکړه. ۲هوشع د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، مګر د هغه ګناه د اسراییلو د تېرو شویو پاچاهانو په پرتله کمه وه. ۳د آشور پاچا شلمناسر په هوشع باندې برید وکړ. هوشع هغه ته تسلیم شو او هر کال به یې هغه ته باج ورکاوه. ۴مګر وروسته هوشع د باج ورکولو څخه انکار وکړ او د مصر پاچا <سو> ته یې استازي ورولېږل چې د هغه سره مرسته وکړي. کله چې شلمناسر له دې خیانت څخه خبر شو، نو هوشع یې ونیوه او په زندان کې یې واچاوه.

د سامرې سقوط

۵بیا شلمناسر د اسراییلو په ټوله خاوره باندې برید وکړ او سامره یې درې کاله محاصره کړه. ۶د هوشع د پاچاهۍ په نهم کال، د آشور پاچا سامره ونیوله او اسراییلیان یې د اسیرانو په توګه آشور ته بوتلل. ځینې یې د حلح په ښار کې، ځینې یې د خابور سیند ته نژدې د جوزان په سیمه کې او پاتې یې د ماد په ښارونو کې ځای په ځای کړل.

د اسراییلیانو د ماتې دلیل

۷دا هرڅه په دې خاطر وشول چې د اسراییلو قوم د خپل څښتن خدای په مقابل کې چې هغوی یې د مصر د پاچا څخه ژغورلي وو او د هغه هېواد څخه یې راویستلي وو، ګناه کړې وه. هغوی د نورو خدایانو عبادت کاوه ۸او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن هغوی د اسراییلیانو د وړاندې تګ سره سم شړلي وو. همدارنګه هغه رواجونه یې خپل کړل چې د اسراییلو پاچاهانو پیل کړي وو. ۹اسراییلیانو په پټه د خپل څښتن خدای په ضد داسې کارونه وکړل کوم چې هغه منع کړي وو. دوی د اوسېدو په خپلو ټولو ځایونو کې یعنې د کوچني کلي څخه نیولې تر لوی ښاره پورې غېر مجاز د عبادت ځایونه جوړ کړل. ۱۰هغوی په هرې غونډۍ باندې او د هرې سیوري لرونکې ونې لاندې د تیږو ستنې او د اشیره بتان جوړ کړل. ۱۱هغوی د عبادت په ټولو غېر مجاز ځایونو کې خوشبویي وسوځولې او د هغو قومونو د رواجونو څخه یې پیروي کوله چې څښتن د اسراییلو د وړاندې تګ سره سم د هغوی د خاورې څخه شړلي وو. هغوی په خپلو بدو عملونو سره د څښتن قهر راوپاراوه. ۱۲هغوی د څښتن د هغه حکم څخه سرغړونه کوله چې ورته ویلي وو: <د بتانو عبادت مه کوئ.>

۱۳څښتن خپل وړاندویونکي او نبیان ولېږل چې اسراییلو او یهودا ته خبرداری ورکړي: <خپلې بدې لارې پرېږدئ. زما د هغو حکمونو اطاعت وکړئ چې په شریعت کې دي او ستاسو نیکونو ته مې ورکړي وو او د خپلو خدمتګارانو نبیانو په وسیله مې تاسو ته رسولي وو.> ۱۴مګر اسراییلیانو اطاعت ونه کړ، د هغوی زړونه د خپلو هغو نیکونو په شان چې په خپل څښتن خدای یې باور نه درلود سخت وو. ۱۵هغوی د څښتن خبرداری او حکمونه له پامه وغورځول او هغه لوظ یې مات کړ چې د هغو د نیکونو سره یې کړی ؤ. هغوی د بې ارزښته بتانو عبادت کاوه او په خپله هم بې ارزښته شول. څښتن اسراییلیانو ته وویل چې <هغه کارونه مه کوئ کوم چې ستاسو شاوخوا پردي قومونه یې کوي>، مګر اسراییل د هماغو په شان شول. ۱۶هغوی د خپل څښتن خدای ټول قوانین مات کړل او د عبادت دپاره یې دوه فلزي سخوندران جوړ کړل. همدارنګه هغوی د اشیره بت جوړ کړ، د ستورو عبادت او د بعل د بت خدمت یې کاوه. ۱۷هغوی خپل زامن او لورګانې د سوځېدونکو نذرانو په توګه قرباني کول، د کوډګرانو او فال کتونکو څخه به یې کار اخیست او خپل ځانونه یې په بشپړه توګه هغو کارونو ته وقف کړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. ځکه یې د څښتن قهر راوپاراوه. ۱۸نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې له خپل حضور څخه وشړل. یواځې د یهودا قبیله پاتې شوه.

۱۹مګر حتی د یهودا خلکو هم د خپل څښتن خدای د قوانینو اطاعت ونه کړ، هغوی د هغو رواجونو چې د اسراییلو خلکو خپل کړي وو، پیروي وکړه. ۲۰څښتن ټول اسراییلیان ترک کړل، هغوی ته یې سزا ورکړه او لوټ مارانو ته یې په لاس ورکړل تر هغې چې آخر څښتن اسراییلیان د خپل حضور څخه وشړل.

۲۱کله چې څښتن اسراییل د یهودا څخه څیري او جلا کړل، اسراییلیانو د نباط زوی یروبعام خپل پاچا وټاکه. یروبعام هغوی د څښتن د پیروۍ څخه واړول او د هغوی د سختې ګناه سبب وګرځېد. ۲۲اسراییلیانو د یروبعام پیروي وکړه او د هغې ګناه څخه چې یروبعام کړې وه لاس وانخیست. ۲۳لکه څنګه چې څښتن د خپلو نبیانو په وسیله خبرداری ورکړی ؤ، نو آخر یې هغوی له خپل حضور څخه وشړل. نو د اسراییلو خلک آشور ته جلاوطني شول او تر اوسه پورې هلته اوسیږي.

په اسراییلو کې د آشوریانو ځای په ځای کېدل

۲۴د آشور پاچا د بابل، کوت، عوا، حمات او سفروایم د ښارونو خلک بوتلل او هغوی یې د سامرې په ښارونو کې د جلاوطنو اسراییلیانو په ځای مېشت کړل. هغوی دا ښارونه ونیول او هلته استوګن شول. ۲۵څرنګه چې دغو خلکو په سر کې د څښتن عبادت نه کاوه، نو څښتن زمریان ورولېږل چې په هغوی باندې برید وکړي. زمریانو له هغو څخه ځینې ووژل. ۲۶د آشور پاچا خبر شو چې هغه خلک چې هغه د سامرې ښارونو ته بیولي دي د هغه وطن د خدای په قانون باندې نه پوهیږي، نو خدای هلته زمریان ورولېږل چې هغوی ووژني. ۲۷نو د آشور پاچا داسې امر وکړ: <د هغو کاهنانو څخه چې مونږ د اسیرانو په توګه راوستي دي یو نفر بېرته ولېږئ. هغه دې لاړ شي او هلته دې واوسیږي، د دې دپاره چې خلکو ته د هغه وطن د خدای قانون وروښایي.> ۲۸نو د اسراییلي کاهنانو څخه یو تن چې له سامرې څخه جلاوطنه شوی ؤ، لاړ چې په بیت ییل کې واوسیږي. بیا یې خلکو ته وښودل چې څنګه د څښتن عبادت وکړي.

۲۹مګر هغو خلکو چې په سامره کې ځای په ځای شوي وو، هر یو قوم د خپلو بتانو جوړولو ته دوام ورکړ او هغه یې د عبادت په هغو ځایونو کې کېښودل چې اسراییلیانو جوړ کړي وو. ۳۰د بابل خلکو د سکوت بنوت بتان، د کوت خلکو د نرجل بتان، د حمات خلکو د اشیما بتان، ۳۱د عوا خلکو د نبحز او ترتاک بتان جوړ کړل او د سفروایم خلکو خپل ماشومان د سوځېدونکو نذرانو په توګه خپلو بتانو یعنې ادرملک او عنملک ته قرباني کړل. ۳۲دغو خلکو د څښتن عبادت هم کاوه او له خپل منځ څخه یې هر قسم خلک غوره کړل چې د عبادت د هغو ځایونو لپاره د کاهنانو په توګه خدمت وکړي او په هغه ځایونو کې د هغوی دپاره قربانۍ وړاندې کړي. ۳۳په دې توګه هغوی هم د څښتن عبادت کاوه او هم یې د هغه هېوادونو د رواجونو له مخې چې هغوی ورڅخه راغلي وو، د خپلو بتانو عبادت کاوه.

۳۴هغوی تر نن ورځې پورې په خپلو زړو رواجونو باندې ټینګ ولاړ دي. هغوی د څښتن عبادت نه کوي او نه د هغو قوانینو او حکمونو څخه پیروي کوي چې څښتن د یعقوب اولادې ته ورکړي وو. (وروسته څښتن د یعقوب نوم په اسراییل بدل کړ.) ۳۵څښتن د اسراییلیانو سره لوظ کړی ؤ او هغوی ته یې حکم کړی ؤ: <د نورو خدایانو عبادت مه کوئ. هغوی ته سجده مه کوئ، د هغوی خدمت مه کوئ او هغوی ته قربانۍ مه وړاندې کوئ. ۳۶یواځې زما عبادت کوئ! زه هغه څوک یم چې تاسو یې په خپل لوی قوت سره د مصر څخه راوویستلئ. تاسو باید ماته سجده وکړئ او ماته قربانۍ وړاندې کړئ. ۳۷تاسو باید تل زما د هغو قوانینو او حکمونو اطاعت وکړئ چې ستاسو دپاره مې لیکلي دي. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ ۳۸او هغه لوظ چې تاسو سره مې کړی ؤ هغه باید هېر نه کړئ. د نورو خدایانو عبادت ونه کړئ. ۳۹تاسو باید زما یعنې د خپل څښتن خدای عبادت وکړئ او زه به تاسو د ټولو دښمنانو څخه وژغورم.> ۴۰مګر هغو خلکو چې په اسراییلو کې اوسېدل دا حکم یې قبول نه کړ او د خپلو زړو رواجونو پیروۍ ته یې دوام ورکړ.

۴۱هغوی د څښتن عبادت کاوه، مګر د خپلو بتانو عبادت یې هم کاوه. د هغوی اولادونه تر نن ورځې پورې هماغه کار کوي.