ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - نولسم فصل

اخلاقي او مذهبي قوانین

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلو د ټول قوم سره خبرې وکړه او ورته ووایه: مقدس اوسئ ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای مقدس یم. ۳تاسو هر یو باید د خپل مور او پلار احترام وکړئ او باید د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۴ما مه پرېږدئ او د بتانو عبادت مه کوئ. د فلزاتو څخه خدایان مه جوړوئ او عبادت یې مه کوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۵کله چې تاسو د سلامتۍ د نذرانې دپاره څښتن ته یو حیوان قرباني کوئ، هغه په یوې داسې طریقې سره قرباني کړئ چې ستاسو په خاطر قبول شي. ۶غوښه باید په هماغه ورځ چې قرباني کوئ وخورئ یا په راتلونکې ورځ. هرڅه چې د دریمې ورځې پورې پاتې شي باید وسوزول شي. ۷که چېرې له هغې څخه لږه په دریمه ورځ وخوړل شي، هغه ناپاکه ده او دا نذرانه به قبوله نه شي. ۸هرڅوک چې هغه وخوري، هغه به ګناهکار وي ځکه چې هغه څه چې څښتن ته مقدس دي، هغه یې عادي ګڼلي دي. هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.

۹کله چې تاسو د خپلې ځمکې حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټي تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي هغه مه راټولوئ. ۱۰خپل د انګورو باغ ته دوهم ځل مه ورځئ او هغه انګور مه راټولوئ چې رالوېدلي وي. هغه غریبانو او بېګانه خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۱۱غلا مه کوئ. یو بل ته درواغ مه وایئ او یو بل مه غولوئ. ۱۲زما په نوم په درواغو قسم مه خورئ او په دې ډول د خپل خدای نوم مه سپکوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۱۳څوک مه لوټوئ او د چا څخه ګټه مه اخلئ. د یو مزدور اجوره حتیٰ د یوې شپې دپاره هم مه ځنډوئ. ۱۴کڼو خلکو ته ښکنځلې مه کوئ او د ړندو په مخ کې داسې شی مه ږدئ چې هغوی ورباندې تیندک وخوري، مګر زما څخه ووېرېږئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۱۵عدالت تر پښو لاندې کوئ مه. د غریب پلوي مه کوئ او د لویانو خاطر مه کوئ، مګر د نورو سره په انصاف قضاوت وکړئ. ۱۶د هیچا په باره کې درواغ مه خپروئ او کله چې یو نفر په محکمه کې په مرګ باندې محکوم وي نو ښکاره خبرې وکړئ، کېدای شي چې ستاسو شاهدي د هغه سره مرسته وکړي. زه څښتن یم.

۱۷د خپل ورور سره په خپل زړه کې کینه مه ساتئ. هغه په ښکاره د خپلې ګناه په خاطر ورټئ ترڅو د هغه په ګناه کې شریک نه شئ. ۱۸د خپلو خلکو څخه د بدل اخیستلو پسې مه ګرځئ. د هغوی څخه کرکه مه کوئ، خو د نورو سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. زه څښتن یم.

۱۹زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. غیر همجنس کورني حیوانات د نسل دپاره سره مه یوځای کوئ. په خپل پټي کې دوه قسمه تخمونه مه کرئ. داسې کالي مه اغوندئ چې له دوو مختلفو جنسونو څخه جوړ شوي وي.

۲۰که چېرې یو نفر د یوې داسې غلامې سره چې هغه د بل نفر سره کوژدن شوې وي زنا وکړي، که څه هم هغه بل نفر د هغې د ازادېدلو په خاطر پیسې نه وي ورکړې، نو باید هغې غلامې او هغه نفر ته چې د هغې سره یې زنا کړې وه سزا ورکړل شي. خو هغوی دې ونه وژل شي ځکه چې هغه ازاده شوې نه ده. ۲۱هغه سړی به د تاوان د نذرانې په توګه یو پسه د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې څښتن ته راوړي. ۲۲په هغه باندې به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه د ګناه په خاطر کفاره ادا کړي او د هغه ګناه به وبخښل شي.

۲۳کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوزئ او د مېوې یوه ونه وکرئ، هغه مېوه د اولنیو دریو کلونو دپاره حرامه وګڼئ. په دې موده کې تاسو باید هغه مېوه ونه خورئ. ۲۴په څلورم کال به هغه ټوله مېوه ما یعنې څښتن ته د شکرګزارۍ په خاطر وقف شي. ۲۵خو په پنځم کال به هغه مېوه تاسو ته حلاله وي. که چېرې تاسو دا ټول کارونه وکړئ، ستاسو ونې به زیاته مېوه ونیسي. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۲۶داسې غوښه مه خورئ چې وینه په کې وي. فال مه ګورئ او کوډې مه کوئ. ۲۷د خپلو شقیقو ویښتان مه خرایئ او ږیره مه لنډوئ. ۲۸د مړي په غم کې خپل بدنونه مه غوڅوئ او خالونه ورباندې مه جوړوئ. زه څښتن یم.

۲۹د خپلو لورګانو څخه فاحشې مه جوړوئ او هغوی مه شرموئ. که داسې وکړئ، نو دا خاوره به په فاحشۍ بدله شي او له بدکارۍ څخه به ډکه شي. ۳۰د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای احترام وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.

۳۱هغو خلکو ته مه ورځئ چې هغوی دعوه کوي چې دوی کولی شي چې د مړو سره خبرې وکړي. همدارنګه د فال کتونکو پسې مه ګرځئ، ځکه چې د هغوی په وسیله به تاسو ناپاک شئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۳۲د سپین ږیرو په مخ کې پاڅېږئ، د مشرانو احترام کوئ او زما څخه وېرېږئ. زه څښتن یم.

۳۳د هغو بېګانه خلکو سره بده رویه مه کوئ چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي. ۳۴د هغوی سره د یو اسراییلي په شان رویه وکړئ او د خپلو ځانونو په شان ورسره مینه وکړئ. دا یاد ساتئ چې تاسو هم یو وخت د مصر په خاوره کې بېګانه وئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.

۳۵کله چې تاسو یو شی اندازه کوئ یا هغه وزن کوئ نو غلطي په کې مه کوئ او هیڅوک مه غولوئ. ۳۶د صحیح تلو، صحیح وزنونو او صحیح اندازو څخه کار اخلئ. زه ستاسو څښتن خدای یم او ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ.

۳۷زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي کوئ. زه څښتن یم.>