يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - يو کم پنځوسم باب

د عمونيانو سره د مالِک خُدائ عدالت

۱د عمونيانو په حقله مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا د بنى اِسرائيلو څوک اولاد نشته؟ او د هغوئ څوک وارث نشته؟ نو بيا ولې د مولک بُت تابعدارى کوونکو د جاد په مال حال قبضه کړې ده او د هغوئ په ښارونو کښې اوسيږى؟“ ۲مالِک خُدائ فرمائى، ”خو هغه ورځې راروانې دى کله چې زۀ به د عمونيانو د ربه د ښار خلاف د جنګ آواز وکړم. دا ښار به د تباهۍ نه د خاورو يو ډېرے جوړ شى، او د خوا او شا کلى به يې وسوزولے شى. نو بيا به بنى اِسرائيل هغه کسان وشړى چا چې دوئ شړلى وُو. ۳اے د حسبون ښځو، وژاړئ، ځکه چې د عى ښار تباه شو. اے د ربه ښځو، وير وکړئ. د ټاټ جامې واغوندئ او ماتم وکړئ. اخوا ديخوا سرګردانه وزغلئ، ځکه چې د مولک بُت به سره د خپلو اِمامانو او خادِمانو جلاوطن کړے شى. ۴تاسو ولې په خپل لوئ طاقت باندې فخر او لافې کوئ؟ ستاسو مال دولت به کم کړے شى، اے عمونه. چې د سرکشه جينۍ په شان په خپل مال دولت باندې يقين کوئ او داسې وايئ، په چا کښې جرأت شته چې په مونږ باندې حمله وکړى؟“ ۵مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”ګورئ، زۀ به ستاسو د هرې خوا نه په تاسو باندې يره او وحشت راولم. او ستاسو هر يو کس به د مُلک نه وشړلے شى، او هيڅ څوک به هم دا مفروران يو ځائ ته راجمع نۀ کړى. ۶خو وروستو به زۀ عمونيان يو ځل بيا بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“

د ادوميانو په حقله پېغام

۷د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟ ۸اے د ددان خلقو، واپس شئ او وتښتئ، او په غارونو کښې خپل ځان پټ کړئ، ځکه چې زۀ په عِيسو افت نازلوم نو په دغه وخت کښې به زۀ هغۀ ته هم سزا ورکړم. ۹هغوئ څوک چې انګور راټولوى لږ څۀ غريبانانو ته پرېږدى. کۀ چرې په شپه کښې ورباندې غلۀ راشى، نو هغوئ به ورنه هر څۀ نۀ جارُو کوى. ۱۰خو زۀ به د عِيسو نه هر څۀ جارُو کړم او د هغۀ پټ ځايونه به ښکاره کړم، نو هغه به يو ځائ هم خپل ځان پټولے نۀ شى. د هغۀ ماشومان، خپلوان، او ګاونډيان به تباه کړے شى، او هغه به نور په دُنيا کښې ژوندى پاتې نۀ شى. ۱۱خو زۀ به ستاسو د يتيمانو خيال ساتم او ستاسو کونډې دې هم په ما د مدد دپاره باور وکړى.“ ۱۲مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کۀ چرې بې‌ګناه خلقو ته سزا ملاويږى، نو بيا به تاسو د څومره سزا لائق يئ. تاسو به بې‌سزا پاتې نۀ شئ. نو تاسو به ضرور د غضب د دې پيالۍ نه خوند واخلئ.“ ۱۳مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ په خپل ذات قسم خورم چې، د بُصره ښار به تباه شى او د خاورو ډېرے به جوړ شى او د ټولو خلقو دپاره به د وحشت، سپکوالى او د لعنت مثال وګرځى، او د هغۀ ټول ښارونه به د تل دپاره تباه او برباد شى.“ ۱۴ما د مالِک خُدائ له طرفه پېغام واورېدو، يو قاصد قومونو ته ولېږلے شو چې هغوئ ته ووائى چې، ”د ادوم په خلاف لښکر راجمع کړئ او د جنګ دپاره تيارى وکړئ. ۱۵مالِک خُدائ ادوميانو ته فرمائى چې، اوس به زۀ تا د نورو قومونو په مينځ کښې کمزورے کړم. او ټول به تا ته په سپکه سترګه ګورى. ۱۶ستا خپل دهشت او کوم کبر چې ستا په زړۀ کښې وو تۀ دوکه کړې، تاسو څوک چې د ګټانو په درزونو کښې اوسېږئ، او د غرونو اوچتې څوکې ستا په قبضه کښې دى. کۀ څۀ هم چې تۀ د باز په شان په اوچتو ځايونو کښې خپلې جالې جوړې کړې نو د هلته نه به زۀ تا لاندې راکوز کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. ۱۷ادوم به د خلقو دپاره د يرې مثال وګرځى، او څوک هم چې په دې لار تېريږى د هغوئ د ټولو افتونو پورې به حق حېران شى. ۱۸لکه څنګه چې سدوم او عموره، او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو باندې تباهى راغلې وه، نو ادوم به هم هغه شان تباه شى، هلته به هيڅ څوک نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى. مالِک خُدائ داسې فرمائى. ۱۹لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى. ۲۰نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى. ۲۱د ادوم د راغورزېدو په آواز به زمکه ټوله په لړزان شى، او د هغوئ د چغو او سورو آواز به د بحرِقُلزمه پورې اورېدلے شى. ۲۲ګورئ، دشمن لکه د باز په شان راغوټه شوے دے، او خپل وزرونه يې په بُصره باندې خوارۀ کړى دى، تر دې چې په هغه ورځ به د ادوم د تکړه فوجيانو زړۀ داسې په تکليف او يره کښې وى لکه چې د يوې ښځې زړۀ په لنګون کښې وى.“

د دمشق په حقله پېغام

۲۳مالِک خُدائ د دمشق په حقله دا پېغام ورکړو چې، ”د حمات او ارفاد ښارونه د يرې نه اوبۀ شول، ځکه چې هغوئ د خپل ځان د تباهۍ پېغام واورېدو. د هغوئ زړونه داسې بې‌سکونه شول لکه څنګه چې د سمندر چپې نا آرامه او بې‌سکونه وى او هيڅ سکون ورته نۀ ملاويږى. ۲۴د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بې‌همته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى. ۲۵دا مشهور ښار به څومره وران ويجاړ وى، کوم ښار چې په يو وخت کښې د خوشحالۍ ډک وو. ۲۶مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، د هغۀ ځوانان به په کوڅو کښې راپرېوځى او قتل به شى، او د هغوئ فوجيان به په هغه ورځ ټول ختم کړے شى. ۲۷زۀ به د دمشق په دېوالونو باندې اور ولګوم، او تر دې چې دا به د بِن‌حدد محلونه وسوزوى.“

د مالِک خُدائ د قيدار او حاضور قبيلې ته پېغام

۲۸د قيدار او د حاضور د علاقې په حقله کوم چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ورباندې حمله وکړه، مالِک خُدائ فرمائى چې، ”راپاڅئ او په قيدار باندې حمله وکړئ او د مشرق اوسېدونکى تباه کړئ. ۲۹د هغوئ خېمې او رمې به قبضه کړے شى، د هغوئ د سر سورے به ترې نه سره د سامانه او اوښانو واخستلے شى. او خلق به د هرې خوا نه چغې سورې وهى. او هر چرته به يره خوره شوې وى. ۳۰مالِک خُدائ فرمائى چې، اے د حاضور خلقو په منډه وتښتئ. او خپل ځانونه په ژورو غارونو کښې پټ کړئ. ځکه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر ستا خلاف منصوبه تياره کړې ده. او ستاسو د تباهۍ تيارے کوى. ۳۱مالِک خُدائ فرمائى، راپاڅه او په هغه ښارونو باندې حمله وکړه څوک چې په آرام او سکون کښې ژوند کوى. د چا چې نۀ دروازې شته او نۀ دېوالونه او يواځې اوسيږى. ۳۲د هغوئ اوښان تالا کړه او د هغوئ رَمې لوټ کړه. او زۀ به هغوئ څوک چې په دشتو او ميرو کښې اوسيږى د هوا په مخکښې خوارۀ کړم او د هرې خوا نه به پرې افت نازل کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. ۳۳حاضور به د ګيدړانو د اوسېدو ځائ شى او د همېشه دپاره به وران او شاړ پروت وى. هيڅ څوک به هلته نۀ ژوند کوى او نۀ به اوسيږى.“

د عيلام په حقله د مالِک خُدائ پېغام

۳۴دا د مالِک خُدائ هغه پېغام دے چې په يرمياه نبى باندې د عيلام په حقله د يهوداه د بادشاه صدقياه د بادشاهۍ په وړومبو ورځو کښې نازل شو. ۳۵مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، ”زۀ به د عيلام ليندې چلوونکى ووژنم، کوم چې د هغوئ د زور او طاقت اُميد دے. ۳۶زۀ به د آسمانونو د څلورو خوا نه په هغوئ باندې څلور بادونه راولم او هغوئ به ورته تس نس کړم، او داسې يو قوم او مُلک به نۀ وى چې د عيلام خلق ورته په جلاوطنۍ لاړ نۀ شى. ۳۷زۀ به د عيلام د خلقو په زړۀ کښې د هغوئ د دشمنانو يره واچوم. څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى، زۀ به په هغوئ افت نازل کړم او تر دې چې خپل خطرناک قهر او غضب به پرې راولم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. زۀ به هغوئ ته فوجيان ورولېږم چې دوئ راټينګ کړى تر دې چې ټول تباه کړم. ۳۸زۀ به خپل تخت په عيلام کښې قائم کړم، او د هغې بادشاه او آفسران به هلاک کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے. ۳۹خو زۀ به په آئنده کښې د عيلام خلق بحال کړم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“