ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - یوویشتم فصل

د حضرت اسحاق زېږېدنه

۱لکه څنګه چې څښتن فرمایلي وو، هغه په ساره باندې مهربانه شو. څښتن هغه وعده سرته ورسوله چې د ساره سره یې کړې وه. ۲ساره امیدواره شوه او زوی یې پیدا شو. په هغه وخت کې حضرت ابراهیم زوړ ؤ. دا هلک په هماغه وخت کې پیدا شو چې خدای پاک یې وعده کړې وه. ۳حضرت ابراهیم د خپل زوی نوم اسحاق کېښود ۴او لکه څنګه چې خدای پاک هغه ته حکم کړی ؤ، حضرت اسحاق د اتو ورځو ؤ چې حضرت ابراهیم هغه سنت کړ. ۵حضرت ابراهیم د سلو کالو ؤ چې د هغه زوی حضرت اسحاق پیدا شو. ۶ساره وویل: <خدای پاک ماته خوشالي او خندا راکړې ده او هرڅوک چې دا خبره واوري نو زما سره به وخاندي.> ۷هغې وویل: <هیچا فکر نه کاوه چې زه به د دې لایقه شم چې حضرت ابراهیم ته اولاد وزېږوم. خو سره له دې چې حضرت ابراهیم زوړ دی ما هغه ته زوی وزېږاوه.>

هاجره او حضرت اسماعیل د کور څخه شړل کیږي

۸هلک لوی شو او هغه یې د تي څخه بېل کړ. په هماغه ورځ چې حضرت اسحاق یې د تي څخه بېل کړ، حضرت ابراهیم ډېره لویه مېلمستیا جوړه کړه. ۹مګر ساره ولیدل چې د مصرۍ هاجرې زوی په حضرت اسحاق باندې ملنډې وهي ۱۰نو هغې حضرت ابراهیم ته وویل: <دغه وینځه او د هغې زوی وشړه، دا ځکه چې د دې وینځې زوی دې زما د زوی اسحاق سره هیڅکله په میراث کې شریک نه شي.> ۱۱حضرت ابراهیم په دې خبرې باندې ډېر خفه شو ځکه چې حضرت اسماعیل هم د هغه زوی ؤ. ۱۲مګر خدای پاک حضرت ابراهیم ته وفرمایل: <د دې هلک او د خپلې وینځې په باره کې مه خفه کېږه، هرڅه چې ساره درته وایي هغه واوره ځکه چې ستا نسل به د اسحاق څخه حساب شي. ۱۳زه به د وینځې د زوی څخه هم یو قوم جوړ کړم، ځکه چې هغه هم ستا اولاد دی.>

۱۴حضرت ابراهیم سهار وختي یو څه ډوډۍ او د اوبو ژی واخیستل او هاجرې ته یې ورکړل او د هغې په اوږو یې کېښودل او هغه یې د خپل زوی سره رخصت کړه. هغه لاړله او د بئرشبع په دښته کې سرګردانه ګرځېدله. ۱۵کله چې د ژي اوبه خلاصې شوې، هغې خپل زوی د یو بوټي لاندې پرېښود ۱۶او تقریباً د سلو مترو په فاصله د هغه څخه لېرې کښېناستله او د ځان سره یې وویل: <زه دا نه شم زغملی چې د خپل زوی مرګ ووینم.> هغه هلته ناسته وه او سلګۍ یې وهلې.

۱۷خدای پاک د هلک ژړا واورېده او د خدای پاک فرښتې د اسمان څخه په هاجرې باندې غږ وکړ: <ای هاجرې، ولې خفه یې؟ مه وېرېږه، خدای پاک د هلک ژړا اورېدلې ده. ۱۸پاڅه او هلک پورته کړه او هغه ته تسلي ورکړه. زه به د هغه د نسل څخه ډېر لوی قوم جوړ کړم.> ۱۹بیا خدای پاک د هغې سترګې پرانیستلې او هغې کوهی ولید. هغه لاړله او د اوبو ژی یې ډک کړ او په خپل زوی یې وڅښلې. ۲۰خدای پاک د هلک سره مل ؤ او هغه غټېده. هغه د فاران په دښته کې اوسېده او یو غشي ویشتونکی شو. ۲۱څه وخت چې هغه هلته اوسېده، مور یې ورته یوه مصرۍ ښځه وکړه.

د حضرت ابراهیم او ابي ملک ترمنځ تړون

۲۲په هغه وخت کې ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول حضرت ابراهیم ته وویل: <په هر کار کې چې ته یې کوې خدای پاک درسره مل دی! ۲۳اوس د خدای پاک په حضور کې زما سره قسم وخوره چې زما سره، زما د اولادونو او زما د نسل سره به ټګي نه کوې. لکه څنګه چې زه تاته وفادار وم نو وعده وکړه چې ته به هم زما سره او د دې هېواد سره چې په کې اوسېږې وفادار اوسې.>

۲۴حضرت ابراهیم وفرمایل: <زه وعده کوم.>

۲۵حضرت ابراهیم ابي ملک ته د هغه کوهي په باره کې چې د هغه نوکرانو د ده څخه په زور اخیستی ؤ ګیله وکړه. ۲۶ابي ملک وویل: <زه نه پوهېږم چې دا کار چا کړی دی. تا ماته په دې هکله څه نه دي ویلي او دا اول ځل دی چې زه دا خبره اورم.> ۲۷نو حضرت ابراهیم څو پسونه او غوایان ابي ملک ته ورکړل او دواړو یو د بله سره یو تړون وکړ. ۲۸حضرت ابراهیم د خپلې رمې څخه اووه مېږې بېلې کړې. ۲۹ابي ملک د حضرت ابراهیم څخه پوښتنه وکړه: <د څه دپاره دې دا اووه مېږې بېلې کړې؟>

۳۰حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <دا اووه مېږې قبولې کړه. په دې کار سره به ته شاهد یې چې دا کوهی ما کیندلی دی.> ۳۱په دې سبب هغه ځای د بئرشبع په نوم یاد شو، چې هغو دواړو هلته یو د بل سره یو تړون کړی ؤ.

۳۲په بئرشبع کې د تړون جوړولو څخه وروسته ابي ملک او د هغه د لښکر مشر فیکول بېرته د فلسطینیانو هېواد ته راستانه شول. ۳۳حضرت ابراهیم په بئرشبع کې د غز ونه وکرله او هلته یې څښتن یعنې ابدي خدای ته عبادت وکړ. ۳۴حضرت ابراهیم د فلسطینیانو په هېواد کې د اوږدې مودې دپاره پاتې شو.