ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو نوييم زبور

خدای زمونږ ساتونکی

۱څوک چې اوسیږي په پناه د خدای تعالی کې

هغه به ژوند تېر کړي

د خدای مطلق قادر د سیوري لاندې

۲زه به څښتن ته داسې ووایمه چې

ته پناه ځای او هم کلا یې زما

او زما خدای چې توکل پرې کوم

۳په رښتیا به څښتن خلاص کړي تاسو

د ښکاریانو د دامونو څخه

او د وژونکو ناروغیو څخه

۴خپلو وزرونو باندې تاسو به کړي پټ هغه

تاسو به ومومئ پناه هلته

د خدای وفا به لکه سپر او دېوال ستاسو ساتنه وکړي

۵د شپې به نه وېرېږئ تاسې له هېڅ خطره

یا د هغه غشي چې ویشتل کیږي به د ورځې له خوا

۶یا هغې وبا نه چې خپریږي به تیاره کې

نه هغې بلا نه چې وژل کوي غرمه کې

۷که دې په خوا کې زر کسان مړه شي

او د ښي لاس سره دې لس زره

نو بیا به هم تاته ونه رسي زیان

۸ته به یې په سترګو صرف ووینې

چې بدکارانو ته سزا ورکول کیږي څنګه

۹دا چې څښتن دې پناه ځای کړ خپل

او خدای تعالی دې کړلو خپله کلا

۱۰نو هېڅ بدي به په تا رانه شي

ستا کور ته درنژدې به هېڅ کومه بلا رانه شي

۱۱ځکه چې خدای به فرښتو خپلو ته حکم وکړي

چې چېرته ځې ته نو هغوی به ستا ساتنه کوي

۱۲خپلو لاسونو کې به پورته کړي تا

چې پښه دې ونه لګي تیږه باندې

۱۳ته به زمریان او چمچه ماران تر پښو لاندې کړې

هم داړونکي زمریان او زهرجن ماران به تر پښو لاندې کړې

۱۴خدای وایي: «خلاصون به ورکړم هغه چاته

چې زما سره کړي مینه

وبه ساتم هغه څوک چې باور ولري په ما باندې

۱۵کله چې ماته د زارۍ لاسونه پورته کړي نو قبلوم یې دعا

زه به ملګری یم هغه سره په سخته کې

هم به یې ژغورم او هم ورکوم به عزت

۱۶هغه به موړ کړمه په اوږد ژوند باندې

او خلاصون به ورکړمه زه»