ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - دیارلسم فصل

وروستنۍ خبردارۍ او سلامونه

۱دا درېم ځل دی چې زه ستاسو د لیدلو دپاره درځم. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «هره دعوه باید د دوه یا درې شاهدانو له خوا تایید شي.» ۲کله چې ما د دوهم ځل دپاره تاسو سره وکتل، ما هغو کسانو ته چې پخوا یې ګناه کړې وه او نورو ټولو ته خبرداری ورکړ او اوس چې ستاسو نه لېرې یم یوځل بیا خبرداری درکوم. کله چې بل ځل راشم، نو هېڅوک به د سزا نه خلاص نه شي. ۳ځکه چې تاسو هغه ثبوت غواړئ چې مسیح زما په وسیله خبرې کوي. کله چې هغه تاسو اصلاح کوي نو هغه کمزوری نه دی، بلکې هغه په تاسو کې قدرتمند دی. ۴که څه هم کله چې هغه په صلیب باندې د ځوړندېدلو په وخت کې کمزوری ؤ، خو اوس د خدای په قدرت سره ژوند کوي. مونږ هم کمزوري یو لکه څنګه چې مسیح ؤ، خو مونږ به هم د خدای په قدرت سره ژوند کوو، ترڅو ستاسو خدمت وکړو.

۵خپل ځانونه وازمایئ، ترڅو ووینئ چې ستاسو ایمان رښتینی دی که نه. خپل ځانونه وازمایئ. ایا تاسو په خپل ځان پوه شوي نه یئ چې عیسی مسیح په تاسو کې دی؟ که په تاسو کې نه وي، نو تاسو په ازمېښت کې ناکام شوي یئ. ۶زه په دې هیله یم چې تاسو په دې پوه شئ چې مونږ په دې ازمېښت کې ناکام شوي نه یو. ۷خدای ته زما دا دعا ده چې تاسو کوم غلط کار ونه کړئ. مونږ دا دعا د دې دپاره نه کوو چې دا وښایو چې مونږ په حقه یو، بلکې د دې دپاره چې تاسو سم کارونه وکړئ، حتی که مونږ د خلکو په نظر کې ناکام ښکاره شو. ۸ځکه چې مونږ د حقیقت په وړاندې هېڅ نه شو کولای، بلکې باید د حقیقت په خاطر ودرېږو. ۹ځکه مونږ خوشحاله یو کله چې مونږ کمزوري یو او تاسو قوي یئ. زمونږ دعا دا ده چې تاسو په مکمله توګه اصلاح شئ. ۱۰زه دا شیان په داسې حال کې تاسو ته لیکم چې ستاسو نه لېرې یم. دا د دې دپاره چې کله زه تاسو ته درشم، دې ته مجبوره نه شم د هغه واک او اختیار نه چې څښتن راته راکړی دی، کار واخلم او سخت چلند درسره وکړم، بلکې وکولای شم چې تاسو قوي کړم، نه دا چې تاسو له منځه یوسم.

۱۱په پای کې، ای خویندو او ورونو! خوشحاله اوسئ. هڅه وکړئ چې په ایمان کې پاخه اوسئ، یو بل ته تسلي ورکوئ، یو د بل سره په همغږۍ کې اوسئ، په سوله او سلامتۍ کې ژوند وکړئ، نو بیا به د مینې او سلامتۍ خدای درسره مل وي. ۱۲په ښکلولو سره یو بل ته سلام وایئ. ۱۳د خدای ټول خلک تاسو ته سلامونه وایي. ۱۴د څښتن عیسی مسیح فضل، د خدای مینه او روح القدس دې تاسو ټولو سره ملګری وي.