ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - شپږم فصل

د خیرات په هکله تعلیم

۱پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني. که داسې وکړئ، نو د اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي. ۲کله چې چاته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی. ۳خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي. ۴نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي.

د دعا په هکله تعلیم

(لوقا ۱۱: ۲‏ - ۴)

۵کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی. ۶خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نه لیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته به اجر درکړي.

۷تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بې معنی کلیمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي. ۸د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی. ۹نو بیا داسې دعا وکړئ:

ای زمونږ اسماني پلاره،

ستا نوم دې پاک وي،

۱۰ستا پاچاهي دې راشي.

ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شي

لکه څنګه چې په اسمان کې پوره کیږي.

۱۱مونږ ته خپل ورځنی رزق همدا نن راکړه.

۱۲زمونږ ګناهونه وبخښه،

لکه څنګه چې مونږ هم هغه خلک بخښو

چې زمونږ په وړاندې ګناه کوي.

۱۳مونږ په ازمېښت کې مه اچوه، خو مونږ د شیطان د بدۍ نه وساته،

[ځکه چې پاچاهي، قدرت او لویي به تل ترتله ستا وي. امین.]

۱۴که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي. ۱۵خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.

د روژې په هکله تعلیم

۱۶کله چې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څېرې داسې بدلوي چې نور خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر تر لاسه کړی دی. ۱۷خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ دې وینځه، ۱۸ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي، درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی تاته اجر درکړي.

د اسمان خزانې

(لوقا ۱۲: ۳۳ - ۳۴)

۱۹د خپلو ځانونو دپاره د ځمکې په مخ خزانې مه ذخیره کوئ، یعنې په کوم ځای کې چې چینجي او زنګ یې له منځه وړي او غله ورپسې دېوالونه سوري کوي او هغه غلا کوي. ۲۰د هغې په ځای د خپلو ځانونو دپاره په اسمان کې خزانې ذخیره کړئ چې چینجي او زنګ یې له منځه نه شي وړلی او نه غله ورپسې دېوالونه سوري کولای شي چې هغه غلا کړي. ۲۱ځکه په هرځای کې چې ستا خزانه وي نو هلته به ستا زړه هم وي.

د بدن څراغ

(لوقا ۱۱: ۳۴ - ۳۶)

۲۲سترګې د بدن څراغ دی. که سترګې دې روغې وي، نو ټول بدن به دې روښانه وي، ۲۳خو که سترګې دې روغې نه وي، نو ټول بدن به دې په تیاره کې وي. که چېرې هغه رڼا چې په تا کې ده هغه تیاره شي، نو دا به څومره لویه تیاره وي!

خدای او شتمني

(لوقا ۱۶: ۱۳‏، ۱۲: ۲۲‏ - ۳۱)

۲۴هېڅوک نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا خو به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره مینه او یا به یو ته وفادار وي او بل ته به په بده سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو.

اندېښنه مه کوئ

۲۵نو له دې امله تاسو ته وایم چې د خپل ژوند دپاره اندېښنه مه کوئ چې څه به خورئ او څه به څښئ او نه د خپل بدن په هکله چې څه شی به اغوندئ. ایا ژوند د خوراک څخه او بدن د کالیو څخه مهم نه دی؟ ۲۶د هوا مرغانو ته وګورئ. هغوی نه څه کري او نه څه رېبي او نه څه په ګودامونو کې ذخیره کوي، خو بیاهم ستاسو اسماني پلار هغوی ته روزي رسوي. ایا تاسو د هغو څخه ډېر ارزښت نه لرئ؟ ۲۷ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟ ۲۸نو بیا ولې د خپلو کالیو دپاره اندېښنه کوئ؟ ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځان دپاره کالي جوړوي. ۲۹بیاهم زه تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلي کالي نه وو اغوستي. ۳۰خو که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا په تنور کې اچول کیږي داسې کالي ورکولای شي، ایا هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ۳۱نو اندېښنه مه کوئ او مه وایئ: ‹مونږ به څه خورو؟ څه به څښو؟ او څه به اغوندو؟› ۳۲ځکه چې بې ایمانه خلک د دې ټولو شیانو په هکله اندېښنه کوي، خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې ټولو شیانو ته اړتیا لرئ. ۳۳خو د هرڅه نه لومړی د خدای پاچاهي او د هغه عدالت وغواړئ، نو بیا به دا ټول شیان هم تاسو ته درکړل شي.

۳۴نو د سبا دپاره اندېښنه مه کوئ، ځکه چې د سبا اندېښنې د سبا دپاره دي. د نن ورځې ستونزې د نن دپاره بس دي.