ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

جامعه - لسم فصل

۱لکه څنګه چې مړه مچان د خوشبویه عطرو بوی خرابوي

همدا شان لږ حماقت هم حکمت او شوکت ته زیان رسوي

۲د هوښیار سړي زړه هغه د سمې لارې په لور بیایي

خو د کم عقل سړي زړه هغه د ګمراهۍ په لور بیایي

۳یو احمق انسان حتی که په لاره هم روان وي، خو ناپوهه وي

او هغه خپل حماقت هرچا ته ښکاره کوي

۴که حاکم درباندې په قهر شي نو خپل مقام مه پرېږده

ځکه چې د لویې خطا په وخت کې نرمه ژبه قهر سړوي

۵ما د اسمان لاندې بله بدبختي هم ولیدله. په حقیقت کې، د واکدار له خوا دا غلطي کیږي چې

۶احمق سړي لوړو مقامونو ته پورته کیږي

خو شتمن سړي په ټیټو مقامونو کې پاتې کیږي

۷ما لیدلي چې

غلامان په اسونو باندې ناست دي

خو شهزادګان د غلامانو په شان

په پښو باندې روان دي

۸څوک چې کنده کیندي نو ښایي په خپله په کې ولویږي

او څوک چې دېوال ورانوي نو ښایي مار هغه وچیچي

۹څوک چې له کان نه تیږې راوباسي نو ښایي خپل ځان ټپي کړي

او څوک چې لرګي ماتوي نو ښایي خپل ځان ژوبل کړي

۱۰که تبر پڅ وي او مزدور هغه تېره نه کړي

نو د هغه کارول ډېر زور غواړي

خو په حکمت کې ګټه دا وي

چې بریالیتوب منځ ته راوړي

۱۱که مار مخکې له منتر ویلو څخه سړی وچیچي

نو د مارګیر په منتر ویلو کې ګټه څه وي؟

۱۲هوښیار سړي ته د خپلې خولې په خبرو عزت ورکول کیږي

خو د کم عقل د خولې خبرې د هغه د تباهۍ سبب کیږي

۱۳د هغه خوله په حماقت سره خلاصیږي

او د خولې خبرې یې په شرارت او جهالت سره ختمیږي

۱۴احمق سړی ډېر غږیږي

خو انسان نه پوهیږي چې راتلونکی به څه ډول وي

او څوک هغه ته ویلی شي چې څه به پېښیږي؟

۱۵په زیار او زحمت سره کم عقل سړی ستړی ستومانه کیږي

او هغه نه پوهیږي چې په کومه لاره ښار ته رسیږي

۱۶افسوس دې وي په تا ای وطنه

کله چې ستا پاچا یو بې تجربه او کم عقل ځوان وي

او ستا شهزادګان په سهار کې

په ډېر خوراک او نشو کې ډوب وي!

۱۷بختور یې ای وطنه

کله چې ستا پاچا د یو باعزته کورنۍ زوی وي

او ستا شهزادګان د خپل طاقت په خاطر

په مناسب وخت کې وخوري

او له نشو او مستیو نه

خپل ځانونه لېرې وساتي

۱۸د لټۍ له امله د کور چت سوری کیږي

او د بېکاره لاسونو له امله بام څڅیږي

۱۹خواړه د خندا او خوند دپاره وي

او شراب ژوند ته خوشحالي راولي

خو پیسې د دواړو دپاره وي

۲۰په خپل زړه کې هم پاچا ته ښکنځلې مه کوه

حتی په خپله کوټه کې هم یو شتمن پسې لعنت مه وایه

کېدای شي د هوا مرغۍ ستا خبرې هغوی ته ورسوي

یا وزر لرونکی مرغه دا الفاظ تکرار کړي