ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول تواریخ - اووم فصل

د یساکار اولاده

۱یساکار څلور زامن درلودل: تولاع، فوه، یاشوب او شمرون.

۲تولاع شپږ زامن درلودل: عزي، رفایا، یریییل، یحمای، یبسام او سموییل. هغوی د تولاع د طایفې د کورنیو مشران او زړور عسکر وو. د داود پاچا په وخت کې د هغوی د اولادې شمېر ۲۲۶۰۰ تنه وو.

۳عزي د یزرحیا پلار او د میکاییل، عوبدیا، یوییل او د یشیه نیکه ؤ او دا د کورنیو مشران هم وو. ۴هغوی دومره ډېرې ښځې او اولادونه درلودل چې د خپلې اولادې د شمېر سره سم هغوی کولای شول چې ۳۶۰۰۰ کسان د عسکرۍ دپاره تیار کړي. ۵د یساکار د قبیلې د ټولو کورنیو په نسب نامې کې ۸۷۰۰۰ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.

د بنیامین اولاده

۶بنیامین درې زامن درلودل: بالع، باکر او یدییئیل.

۷بالع پنځه زامن درلودل: اصبون، عزي، عزییل، یریموت او عیري. هغوی ټول قوي عسکر او د خپل پلار په طایفه کې د کورنیو مشران وو. د بالع د طایفې په نسب نامې کې ۲۲۰۳۴ تنه جنګیالي ثبت شوي وو.

۸باکر نهه زامن درلودل: زمیره، یوآش، الیعازر، الیوعینای، عمري، یریموت، ابیا، عناتوت او علمت. ۹د هغوی په نسب نامه کې د ۲۰۲۰۰ تنو قوي عسکرو او د قبیلو د مشرانو نومونه ثبت شوي وو.

۱۰یدیعییل د بلهان پلار او د یعوش، بنیامین، ایهود، کنعنه، زیتان، ترشیش او د اخیشاحر نیکه ؤ. ۱۱هغوی په خپله طایفه کې د کورنیو مشران وو او په دې طایفه کې ۱۷۲۰۰ تنه قوي عسکر د جګړې دپاره تیار وو. ۱۲عیر دوه زامن درلودل چې شفیم او حفیم نومېدل او احیر د حوشیم په نامه یو زوی درلود.

د نفتالي اولاده

۱۳بلهه د نفتالي مور وه. نفتالي څلور زامن درلودل: یحصیییل، جوني، یصر او شلوم.

د منسي اولاده

۱۴منسي دوه زامن درلودل: اسریییل او ماخیر، چې د هغه سوریایۍ وینځې زېږولي وو. ماخیر د جلعاد پلار ؤ. ۱۵ماخیر یوه ښځه حفیم ته او یوه یې هم شفیم ته وکړه. ماخیر یوه خور درلودله چې معکه نومېدله.

د ماخیر دوهم زوی صلفخاد ؤ او هغه یوازې لورګانې درلودلې.

۱۶د ماخیر ښځې معکې فارش او شارش وزېږول. فارش دوه زامن درلودل: اولام او راقم. ۱۷اولام د بدان پلار ؤ. دا ټول د جلعاد په اولاده کې شامل وو. جلعاد د ماخیر زوی او د منسي لمسی ؤ.

۱۸د جلعاد خور، همولکه درې زامن درلودل: ایشهود، ابیعزر او محله.

۱۹شمیداع څلور زامن درلودل: اخیان، شکیم، لقحي او انیعام.

د افرایم اولاده

۲۰افرایم د شوتالح پلار، د بارد نیکه او د تحت غور نیکه ؤ. د هغه د کورنۍ نوره شجره په لاندې ډول وه: العادا، تحت، ۲۱زاباد، او شوتالح. افرایم دوه نور زامن هم درلودل، ایصر او العاد. خو هغوی په هغه وخت کې ووژل شول کله چې هغوی د جت سیمې له اوسېدونکو څخه د څارویو د غلا کولو هڅه وکړه. ۲۲افرایم په خپلو زامنو ډېره موده ویر وکړ او د هغه خپلوان به راتلل او هغه ته به یې ډاډګېرنه ورکوله. ۲۳هغه بیا د خپلې ښځې سره یو ځای شو او هغه امیدواره شوه او یو زوی یې وزېږاوه. افرایم په هغه باندې د بریعه نوم کېښود، ځکه چې هغه د مصیبت په وخت کې وزېږېده.

۲۴شیره د افرایم لور وه. هغې د ښکتني او پورتني بیت حورون او د ازین شیره ښارګوټي ودان کړل.

۲۵افرایم یو بل زوی هم درلود چې رافح نومېده او د هغه د اولادې ترتیب په لاندې ډول ؤ: راشف یې زوی، تالح یې لمسی، تاحن یې کړوسی ؤ ۲۶او نوره اولاده یې لعدان، عمیهود، الیشمع، ۲۷نون او یوشع وو.

۲۸د افرایم اولادې په جنوب کې تر بیت ییل پورې، په ختیځ کې تر نعران پورې او په لوېدیځ کې تر جازر پورې سیمې او ښارګوټي ونیول. د هغوی په خاوره کې د دغو ښارګوټو د شاوخوا کلي او هم شکیم، ایه او د هغو شاوخوا کلي شامل وو.

۲۹د منسي د قبیلې د سرحد په اوږدو کې بیت شان، تعنک، مجدو، دور او د هغو د شاوخوا کلي شامل وو.

د یعقوب د زوی یوسف اولاده په دغو ښارګوټو او کلیو کې اوسېدله.

د اشیر اولاده

۳۰اشیر څلور زامن درلودل چې یمنه، یشوه، یشوی او بریعه نومېدل او یوه لور یې درلودله چې سارح نومېدله.

۳۱بریعه دوه زامن درلودل: حابر او ملکیییل. ملکیییل د برزاوت پلار ؤ. ۳۲حابر درې زامن درلودل چې یفلیط، شومیر او حوتام نومېدل او یوه لور یې درلودله چې شوعا نومېدله. ۳۳یفلیط درې زامن درلودل: فاسک، بمهال او عشوت. ۳۴شومیر څلور زامن درلودل: اخي، رهجه، یحبه او آرام. ۳۵د یفلیط ورور هیلام څلور زامن درلودل: صوفح، یمناع، شالش او عامال. ۳۶د صوفح زامن دا وو: سوح، حرنفر، شوعال، بیري، یمره، ۳۷باصر، هود، شما، شلشه، یتران او بیرا. ۳۸یتر درې زامن درلودل: یفنه، فسفا او ارا.

۳۹علا درې زامن درلودل: آرح، حنیییل او رصیا.

۴۰دا د اشیر اولاده وه او هغوی ټول د کورنیو ډېر عزتمن مشران او زړور خلک وو چې د عسکرۍ دپاره تیار وو. د اشیر په قبیله کې ټول چې په نسب نامه کې ثبت شوي وو، ۲۶۰۰۰ تنه وو.