ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - اووم فصل

د تاوان نذرانه

۱د تاوان د نذرانې دپاره چې ډېره مقدسه ده دغه مقررات دي: ۲د تاوان د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې حلال شي چېرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي او د هغه وینه دې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندل شي. ۳د هغه ټوله وازګه دې وړاندې شي: لکه لم او هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته ده، ۴پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه. ۵کاهن به هغه ټول په قربانګاه باندې د داسې نذرانې په توګه وسوزوي چې څښتن ته تیاریږي. دا د تاوان نذرانه ده. ۶د کاهن د کورنۍ هر نارینه کولی شي چې هغه وخوري، مګر هغه باید په یو مقدس ځای کې وخوړل شي، ځکه چې ډېره مقدسه ده.

۷د ګناه د نذرانې او د تاوان د نذرانې دواړو دپاره یوشان قانون عملي کیږي: غوښه د کاهن ده یعنې د هغه چا دپاره ده چې د دې نذرانو په وسیله کفاره ادا کوي. ۸د سوزېدونکې نذرانې د حیوان پوستکی د هغه کاهن دی چې قرباني وړاندې کوي. ۹د غلې دانې هره نذرانه چې په تنور کې یا په ارکاره یا په تبۍ باندې پخیږي، هغه د کاهن یعنې د هغه چا ده چې هغه نذرانه خدای ته وړاندې کوي. ۱۰مګر د خامې غلې دانې ټولې نذرانې که د تېلو سره ګډې وي یا وچې وي، هغه د هارون د زامنو یعنې د ټولو کاهنانو دي او باید د هغوی ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي.

د سلامتۍ نذرانه

۱۱د سلامتۍ د هغو نذرانو دپاره چې یو نفر یې څښتن ته وړاندې کوي، دغه مقررات دي: ۱۲که چېرې هغه نفر دا نذرانه خدای ته د شکرانې د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه به د هغه حیوان سره چې قرباني کیږي، د یوې فطیرې ډوډۍ نذرانه وړاندې کوي: هغه دې د ښو اوړو څخه درې قسمه ډوډۍ پخې کړي چې دوه یې د زیتونو په تېلو کې پخې شوې وي او یوه دې نرۍ ډوډۍ وي چې تېل ورباندې موښل شوي وي. ۱۳هغه نفر دې څو خمیره ډوډۍ هم وړاندې کړي. ۱۴د هر ډول ډوډۍ څخه دې یوه یوه ډوډۍ د یوې خاصې اعانې په توګه څښتن ته وړاندې کړي. دا د هغه کاهن دپاره دي چې د حیوان وینه اخلي او په قربانګاه باندې یې شیندي. ۱۵د دغې سلامتۍ د نذرانې د حیوان غوښه باید په هماغه ورځ چې هغه قرباني کیږي وخوړل شي. له هغې څخه دې تر بل سهاره پورې هیڅ شی پاتې نه شي.

۱۶نو که چېرې یو نفر خپله رضاکارانه نذرانه یا د نذر ورکولو په توګه د سلامتۍ نذرانه راوړي، نو قرباني دې په هماغه ورځ چې وړاندې کیږي وخوړل شي. خو څه چې پاتې شي هغه دې په راتلونکې ورځ وخوړل شي. ۱۷کومه غوښه چې له قربانۍ څخه د دریمې ورځې پورې پاتې کیږي، باید وسوزول شي. ۱۸که چېرې د سلامتۍ د نذرانې کومه غوښه په دریمه ورځ وخوړل شي، خدای به د هغه نفر نذرانه قبوله نه کړي. دا به د هغه په نذرانه کې حساب نه شي او هغه به ناپاکه وګڼل شي. که څوک له هغې څخه لږه وخوري، نو د خپلو بدو سزا به وویني. ۱۹که چېرې دا غوښه په یو ناپاکه شي باندې ولګیږي هغه باید ونه خوړل شي، بلکه باید وسوزول شي.

که څوک پاک وي، هغه کولی شي چې دا غوښه وخوري ۲۰مګر که چېرې څوک ناپاک وي او د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه چې څښتن ته وړاندې کیږي وخوري، نو هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي. ۲۱که چېرې یو نفر یو ناپاکه شي ته لاس وروړي، که هغه انساني ناپاکي وي یا یو ناپاکه حیوان وي او بیا د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه وخوري، نو هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.>

د وازګې او وینې خوړل حرام دي

۲۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۳<د اسراییلو قوم ته ووایه چې د غوایانو، پسونو او وزو وازګه مه خورئ. ۲۴د یو حیوان وازګه چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا یو وحشي حیوان وژلی وي باید په هیڅ صورت ونه خوړل شي، مګر هغه د کوم بل مقصد دپاره استعمالېدی شي. ۲۵هرڅوک چې د یو داسې حیوان وازګه وخوري چې کېدای شي د یوې نذرانې په توګه څښتن ته په اور باندې تیاره شي، هغه باید د خدای له قوم څخه وشړل شي. ۲۶هرچېرې چې اوسېږئ باید د مارغه یا د حیوان وینه ونه خورئ. ۲۷هرڅوک چې دا قانون مات کړي باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.>

د کاهنانو برخه

۲۸څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۹<اسراییلیانو ته ووایه چې هرڅوک چې د سلامتۍ نذرانه وړاندې کوي هغه دې څښتن ته د هغې یوه برخه د خاص سوغات په توګه راوړي. ۳۰هغه دې په خپل لاس هغه نذرانه راوړي چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. هغه دې د حیوان سینه د وازګې سره پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي. ۳۱کاهن به وازګه په قربانګاه باندې وسوزوي، مګر سینه به د کاهنانو شي. ۳۲همدارنګه تاسو باید د خپلې سلامتۍ د نذرانې د حیوان شاتنۍ ښي پښه کاهن ته د خاصې اعانې په توګه ورکړئ. ۳۳کاهن چې د سلامتۍ د نذرانې وینه او وازګه وړاندې کوي، هغه به شاتنۍ ښي پښه د خپلې برخې په توګه واخلي. ۳۴د حیوان سینه یو خاص سوغات دی او شاتنۍ ښي پښه یوه خاصه اعانه ده چې څښتن د اسراییلو د خلکو څخه اخیستې او کاهنانو ته یې ورکړې ده. په دې خاطر د اسراییلو خلک باید هغه د تل دپاره کاهنانو ته ورکړي.>

۳۵دا د هغې نذرانې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي چې حضرت هارون او د هغه زامنو ته په هغه ورځ ورکړل شوه په کومه ورځ چې هغوی د کاهنانو په توګه د څښتن د خدمت دپاره وټاکل شول. ۳۶په هغه ورځ څښتن د اسراییلو په قوم باندې امر وکړ چې هغوی ته د نذرانې دا برخه ورکړي. دا یو داسې قانون دی چې د اسراییلو قوم باید د تل دپاره ورته غاړه کېږدي.

۳۷دا مقررات د دغو نذرانو دپاره دي لکه سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې، د تاوان نذرانې، د ټاکنې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې. ۳۸په دښته کې د سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته دا حکمونه ورکړل او په هماغه ورځ حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته وفرمایل چې خپلې نذرانې راوړي.