ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - څوارلسم فصل

د تعمید غسل ورکوونکي یحیی مرګ

(مرقوس ۶: ۱۴ - ۲۹ او لوقا ۹: ۷‏ - ۹)

۱په دې وخت کې د جلیل والي هیرودیس د عیسی د کارونو څخه خبر شو. ۲نو خپلو کسانو ته یې وویل: «دا سړی هماغه تعمید ورکوونکی یحیی دی. هغه بېرته د مرګ نه راژوندی شوی دی، نو له دې امله هغه دا قدرت لري چې معجزې وښایي.» ۳هیرودیس د خپل ورور فیلیپوس د ښځې هیرودیا په خاطر یحیی نیولی ؤ، په زنځیرونو یې تړلی ؤ او په زندان کې یې اچولی ؤ. ۴ځکه چې تعمید ورکوونکي یحیی هیرودیس ته ویلي وو: «تاته روا نه ده چې د خپل ورور د ښځې هیرودیا سره واده وکړې.» ۵هیرودیس غوښتل چې هغه مړ کړي، خو د خلکو څخه وېرېده، ځکه چې خلکو هغه پیغمبر ګڼلو. ۶خو د هیرودیس د زېږېدنې په مېلمستیا کې د هیرودیا لور د مېلمنو په مخکې داسې نڅا وکړه چې هیرودیس دومره خوشحاله شو، ۷چې قسم یې وخوړ چې هغه ترې هرڅه وغواړي نو ورته به یې ورکړي. ۸هغې د خپلې مور په لمسون وویل: «د تعمید غسل ورکوونکي یحیی سر راته په پتنوس کې راکړه.» ۹پاچا د خپلې خبرې څخه پښېمانه شو، خو هغه د خپل قسم په خاطر چې د مېلمنو په مخکې یې خوړلی ؤ، خپلو کسانو ته حکم وکړ چې د هغې غوښتنه دې پوره کړای شي. ۱۰هغه خپل کسان ولېږل او په زندان کې یې د یحیی سر پرې کړ. ۱۱نو د هغه سر یې په یو پتنوس کې راوړ او هغې انجلۍ ته یې ورکړ او هغې خپلې مور ته یووړ. ۱۲بیا د یحیی شاګردان راغلل او د هغه مړی یې یووړ او ښخ یې کړ. هغوی لاړل او عیسی یې خبر کړ.

عیسی پنځه زره کسانو ته ډوډۍ ورکوي

(مرقوس ۶: ۳۰‏ - ۴۴ او لوقا ۹: ۱۰‏ - ۱۷ او یوحنا ۶: ۱‏ - ۱۴)

۱۳کله چې عیسی د یحیی په هکله دا خبر واورېد، نو د هغه ځای څخه په کشتۍ کې یو ګوښه ځای ته یوازې لاړ. خو کله چې خلک خبر شول، نو د خپلو ښارونو څخه د وچې لارې نه په هغه پسې لاړل. ۱۴کله چې عیسی د کشتۍ څخه راښکته شو د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه یې ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېد او د هغوی ناروغان یې روغ کړل.

۱۵کله چې ماښام شو، شاګردان یې ورته راغلل او ویې ویل: «دا ځای خوشې دښته ده او ډېره ناوخته شوې ده، خلک کلیو ته ولېږه چې خپلو ځانونو ته د خوړلو دپاره کوم څه واخلي.» ۱۶عیسی وویل: «د دوی تګ ته اړتیا نشته، تاسو خپله هغوی ته کوم څه ورکړئ چې ویې خوري.» ۱۷هغوی ځواب ورکړ: «زمونږ سره یوازې پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان دي.» ۱۸عیسی وویل: «هغه ماته راوړئ.» ۱۹بیا هغه خلکو ته حکم وکړ چې په واښو باندې کښېني. بیا یې هغه پنځه ډوډۍ او دوه ماهیان راواخیستل، اسمان ته یې وکتل، د خدای شکر یې وویست او ډوډۍ یې ماتې کړې، هغه یې شاګردانو ته ورکړې او شاګردانو هغه په خلکو باندې ووېشلې. ۲۰هغوی ټولو وخوړل او ماړه شول او څه چې ترې پاتې شوي وو، شاګردانو هغه راټول کړل او دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې. ۲۱د هغو خلکو شمېر چې ډوډۍ یې وخوړله پنځه زرو تنو ته رسېده چې په هغو کې ښځې او ماشومان شمېرل شوي نه وو.

عیسی د اوبو دپاسه ګرځي

(مرقوس ۶‏: ۴۵‏ - ۵۲ او یوحنا ۶: ۱۵ - ۲۱)

۲۲بیا عیسی خپل شاګردان مجبور کړل چې کشتۍ ته وخېژي او د ده څخه مخکې د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شي او له هغې وروسته یې خلک رخصت کړل. ۲۳چې کله یې خلک رخصت کړل، نو خپله یو غره ته لاړ چې یوازې دعا وکړي او تر ماښامه پورې هلته یوازې پاتې ؤ. ۲۴په دې وخت کې کشتۍ د وچې څخه لېرې وه او د څپو له امله یې ټکانونه خوړل، ځکه چې باد ورته مخامخ لګېده.

۲۵سهار وختي چې لا تیاره وه، عیسی په داسې حال کې چې د اوبو دپاسه ګرځېده، شاګردانو ته ورغی. ۲۶خو کله چې شاګردانو ولیدل چې هغه د اوبو دپاسه روان دی، نو ووېرېدل او ویې ویل: «دا د مړي ارواح ده.» نو د وېرې له لاسه یې چیغې ووهلې. ۲۷خو عیسی سمدلاسه د هغوی سره خبرې وکړې او ویې ویل: «زړور اوسئ. زه یم، مه وېرېږئ.» ۲۸پطروس وویل: «ای استاذه! که چېرې دا ته یې، نو ماته امر وکړه چې زه هم د اوبو دپاسه درشم.» ۲۹عیسی وویل: «راشه.» نو پطروس د کشتۍ څخه ښکته شو او د اوبو دپاسه د عیسی خواته روان شو. ۳۰خو کله چې هغه ولیدل چې څومره زورور باد لګیږي، نو ووېرېده او کله چې په اوبو کې ډوبېده، نو چیغې یې ووهلې: «استاذه! ما وژغوره.» ۳۱عیسی سمدلاسه خپل لاس ور اوږد کړ او هغه یې راونیوه او ورته ویې ویل: «ستا ایمان څومره کمزوری دی. ولې دې شک وکړ؟» ۳۲کله چې هغوی په کشتۍ کې سپاره شول، باد ودرېده. ۳۳نو په کشتۍ کې ناست کسان هغه ته په سجده شول او ویې ویل: «ته په رښتیا د خدای زوی یې.»

په جنیسارت کې د ناروغانو جوړول

(مرقوس ۶: ۵۳‏ - ۵۶)

۳۴هغوی د بحیرې څخه پورې وتل او د جنیسارت سیمې ته ورسېدل. ۳۵کله چې د هغه ځای خلکو عیسی وپېژانده، نو هغوی شاوخوا ټولو سیمو ته خبر ورکړ او خلکو خپل ټول ناروغان عیسی ته راوستل. ۳۶هغه ته یې سوال وکړ چې د دوی ناروغانو ته دومره اجازه ورکړي چې یوازې د هغه لمنې ته لاس وروړي او هر چا چې ورته لاس وروړ، نو هغوی به بیخي روغېدل.