يوسفزئ
خط

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط - شپاړسم باب

د پولوس رسول شخصى سلام

۱زۀ تاسو ته د فيبے چې زمونږ خور او د کِنخريه د جماعت خِدمتګاره ده، سفارش کوم، ۲تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما سره سره د نورو ډېرو خلقو هم مدد کړے دے. ۳پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو. ۴هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېر‌يهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى. ۵هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے. ۶مريم ته مې سلام کوئ، چا چې ستاسو دپاره ډېر محنت کړے دے. ۷اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو. ۸امپلياطوس ته مې سلام وايئ چې د مالِک د خاطره په ما ګران دے. ۹اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ. ۱۰اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ. ۱۱زما عزيز هيروديون ته سلام ووايئ او د نرکس د کور هغه خلقو ته هم سلام ووايئ چې د مالِک سره يووالے لرى. ۱۲ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده. ۱۳روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ. ۱۴اَسنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس او هغو وروڼو او خوېندو ته چې د هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ. ۱۵فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ. ۱۶په خپلو کښې په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ، د مسيح ټول جماعتونه درته سلام وائى.

آخرى هدايات

۱۷نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بې‌اتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ. ۱۸ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى. ۱۹ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بې‌ګناه شئ. ۲۰خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى. ۲۱زما د خِدمت ملګرے تيموتيوس او هم دغسې زما عزيزان لوکيوس، ياسون او سوسيپطرس تاسو ته سلام وائى. ۲۲زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم. ۲۳ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى. ۲۴زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى. آمين.

آخرى دُعا

۲۵اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو، ۲۶خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېر‌يهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى. ۲۷د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.