ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم دېرشم زبور

په توفان کې د څښتن اواز

(د داود زبور)

۱د څښتن ستاینه وکړئ د اسمان مخلوقه

ووایئ چې څومره ډک دی د جلال نه د څښتن نوم

۲د څښتن عبادت وکړئ د هغه په سپېڅلتوب

او شان شوکت کې

کړئ څښتن ته عبادت په سپېڅلې توګه

۳په دریابونو اورېدلی شي اواز د څښتن

جلالي خدای کړي خبرې لکه تندر

په ټولو دریابونو اورېدی شي اواز د هغه

۴زورور دی د څښتن اواز

ډک دی له جلاله د څښتن اواز

۵چې څښتن کاندي خبرې

نو اواز یې ماتوي د سبر ونې

حتی دا چې ماتوي هم د لبنان د سبر ونې

۶لړزوي هغه ټول غرونه د لبنان

وهي څرنګه ټوپونه چې خوسکی

د حرمون غر په دا ډول خوځېدل کړي

لکه د ځوان وحشي غویي د ټوپونو په شان

۷ځلېدونکې برېښنا جوړه

له اوازه د څښتن شي

۸د څښتن اواز دښته په لړزان راولي

ده په لړزان د قادش دښته

۹د څښتن په اواز کږوي د څېړۍ ونې

او د ونو څخه پاڼې رژوي

نو د خدای په کور کې هر یو چیغې وهي:

«وي دې جلال څښتن ته»

۱۰حکم چلوي څښتن سېلاب باندې

وي هغه پاچا به تر ابده

۱۱ورکوي څښتن ولس خپل ته قوت

ورکوي ورته د سولې برکت