ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - پنځلسم فصل

۱نرم ځواب د غوسې اور سړوي

خو سخته خبره سمدلاسه د قهر لمبې پورته کوي.

۲د هوښیارانو ژبه علم ته ښایست ورکوي

خو د کم عقلانو له خولې نه جهالت توییږي.

۳هرځای د څښتن تر نظر لاندې دی

او په ښو او بدو باندې ټینګ پام ساتي.

۴نرمه ژبه د ژوندانه د ونې په څېر ده

خو سخته ژبه زړه ماتوي.

د نصیحت خزانې

۵جاهل انسان د خپل پلار نصیحت سپک ګڼي

خو ځیرک سړی تل ملامتیا مني.

۶د نېک سړي په کور کې لویه خزانه وي

خو د بدکاره شتمني د تکلیف سبب ګرځي.

۷علم د هوښیارانو په خوله خپریږي

خو د کم عقلانو په زړونو کې رښتینولي نه وي.

۸څښتن د بدکارانو له قربانۍ نه کرکه کوي

خو د صادقانو په دعا خوشحالیږي.

۹څښتن د بدکارانو له چلند نه کرکه کوي

خو څوک چې په صداقت پسې روان وي ورسره مینه کوي.

۱۰د سمې لار نه مخ اړوونکی به له سختې سزا سره مخامخ شي

او څوک چې له ملامتیا او رټنې نه کرکه کوي نو هغه به مړ شي.

۱۱څښتن ته قبر او د تباهۍ کنده دواړه ښکاري

نو د انسانانو زړونه به ورته څومره ښکاره وي؟

۱۲ملنډې وهونکی اصلاح نه خوښوي

او د هوښیارانو له مشورې نه ځان لېرې ساتي.

۱۳خوشحاله زړه مخ نوراني کوي

خو پرېشانه زړه روح ماتوي.

۱۴عقلمن انسان د علم تږی وي

خو کم عقل د جهالت وږی وي.

۱۵د مظلومانو د ژوند ټولې ورځې سختې وي

خو خوشحاله زړه هر وخت له ژوند نه خوند اخلي.

۱۶د څښتن له وېرې سره لږه شتمني ښه ده

له هغو ډېرو خزانو نه چې ورسره وېره او اندېښنه وي.

۱۷له مینې سره سابه او سوکړک خوړل ښه دي

د هغې غوړې غوښې نه چې ورسره کرکه وي.

۱۸غوسه ناک سړی جنجال جوړوي

خو څوک چې زر نه په قهریږي شخړې سړوي.

۱۹د لټ سړي په لار کې د اغزو ډک انګړ وي

خو د صادقانو لاره د پوخ سرک په شان هواره وي.

د نېکۍ او بدۍ نتیجې

۲۰هوښیار زوی خپل پلار خوشحالوي

خو کم عقل سړی د خپلې مور سپکاوی کوي.

۲۱ناپوهه انسان له جهالت نه خوند اخلي

خو د پوهې خاوند په سمه لار روان وي.

۲۲له مشورې پرته ټولې نقشې شنډیږي

خو له ډېرو مشوره ورکوونکو سره بریالې کیږي.

۲۳انسان په مناسب ځواب ورکولو خوشحالیږي

نو په مناسب وخت کې سمه خبره کول څومره ښه وي.

۲۴د هوښیارانو لار انسان تلپاتې ژوند ته بیایي

او هغه د قبر په لور د لاندې تګ نه ساتي.

۲۵څښتن د کبرجنو کور ورانوي

خو د کونډې د جایداد پوله ټینګه ساتي.

۲۶څښتن د بدکارانو له فکرونو نه کرکه کوي

خو مهربانې خبرې پاکې ګڼي.

۲۷څوک چې په ناروا ګټې پسې ګرځي

خپلې کورنۍ ته مصیبت رسوي

خو څوک چې له رشوت نه کرکه کوي

هغوی به ژوندي پاتې شي.

۲۸نېک سړی له ځواب ورکولو نه مخکې فکر کوي

خو د بدکارانو له خولې نه بدې خبرې راوځي.

۲۹څښتن له بدکارانو نه لېرې دی

خو د نېکانو دعاګانې تل اوري.

انساني کارونه او د څښتن مقصد

۳۰په ورین تندي کتل زړه ته خوشحالي ورکوي

او د ښې خبرې اورېدل بدن تازه کوي.

۳۱څوک چې جوړوونکې نیوکې ته غوږ نیسي

نو د هوښیارانو په ډله کې شمېرل کیږي.

۳۲څوک چې له نصیحت نه ډډه کوي خپل ځان سپکوي

خو څوک چې ملامتیا مني نو عقل او پوهه حاصلوي.

۳۳له څښتن څخه وېره انسان ته د حکمت ډک نصیحت دی

او عاجزي د سرلوړۍ سبب ده.