ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - یوویشتم فصل

عیسی اووه شاګردانو ته ځان ښکاره کوي

۱څه موده وروسته عیسی یوځل بیا د تبریې د بحیرې په غاړه شاګردانو ته خپل ځان ښکاره کړ. هغه خپل ځان په دې ډول ښکاره کړ: ۲شمعون پطروس او توما چې د غبرګوني په نوم یادېده، نتناییل چې د جلیل د قانا څخه ؤ، د زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردان هم هلته وو. ۳شمعون پطروس هغوی ته وویل: «زه ځم چې ماهیان ونیسم.» هغوی وویل: «مونږ هم درسره ځو.» هغوی روان شول او په کشتۍ کې سپاره شول، خو په هغه شپه یې هېڅ ونه نیول.

۴کله چې سهار شو نو عیسی د بحیرې په غاړه ولاړ ؤ، خو شاګردانو ونه پېژانده چې هغه عیسی دی. ۵عیسی هغوی ته نارې کړې: «ای ملګرو، کوم څه مو نیولي دي؟» هغوی ځواب ورکړ: «نه.» ۶عیسی هغوی ته وویل: «خپل جال مو د کشتۍ ښي خواته ورواچوئ نو یو څه ماهیان به ونیسئ.» نو هغوی جال ورواچاوه او دومره ډېر ماهیان یې ونیول چې دوی نه شو کولای چې جال بېرته کشتۍ ته راکاږي. ۷بیا هغه شاګرد چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ پطروس ته وویل: «هغه سړی چې د بحیرې په غاړه ولاړ دی، هغه زمونږ استاذ دی!» کله چې شمعون پطروس دا خبره واورېدله چې هغه عیسی دی، نو خپل لنګ یې وتړلو، ځکه چې هغه خپل لنګ ویستلی ؤ او اوبو ته یې ورټوپ کړ. ۸نور شاګردان په کشتۍ کې د بحیرې غاړې ته راغلل او د ماهیانو ډک جال یې راکش کړ، ځکه چې هغوی د وچې نه شاوخوا سل متره لېرې وو. ۹کله چې هغوی وچې ته راووتل، نو هلته یې د سکرو اور ولیده چې ماهي ورباندې پروت ؤ او لږه ډوډۍ هم وه. ۱۰عیسی هغوی ته وویل: «د خپلو ماهیانو نه چې همدا اوس مو ونیول لږ څه راوړئ.» ۱۱شمعون پطروس بېرته کشتۍ ته وخوت او جال یې وچې ته راوویست چې په کې یوسلو دري پنځوس غټ ماهیان وو، خو د دومره زیاتو ماهیانو سره بیاهم جال ونه شلېده. ۱۲عیسی هغوی ته وویل: «راشئ د سهار ډوډۍ وخورئ.» په شاګردانو کې هېچا هم دا جرات ونه کړ چې د هغه نه پوښتنه وکړي: «ته څوک یې؟» ځکه چې هغوی پوهېدل چې دا د هغوی استاذ دی. ۱۳نو عیسی راوړاندې شو، ډوډۍ یې راواخیستله او هغوی ته یې ورکړه او ماهیان یې هم ورکړل.

۱۴دا درېم ځل ؤ چې عیسی د مړو نه د راژوندي کېدلو نه وروسته شاګردانو ته ښکاره شو.

عیسی او پطروس

۱۵د ډوډۍ خوړلو نه وروسته عیسی د شمعون پطروس نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ته د دې نورو نه زما سره زیاته مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی وویل: «زما په وریو باندې پام کوه.» ۱۶عیسی په دوهم ځل هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا زما سره مینه کوې؟» پطروس ځواب ورکړ: «هو، استاذه، ته پوهېږې چې زه ستا سره مینه کوم.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه.» ۱۷په درېم ځل عیسی د هغه نه پوښتنه وکړه: «ای د یوحنا زویه شمعونه، ایا ته زما سره مینه کوې؟» پطروس غمجن شو ځکه چې هغه ترې په درېم ځل دا پوښتنه وکړه: «ایا ته زما سره مینه کوې؟» نو پطروس هغه ته وویل: «استاذه، ته د هرڅه نه خبر یې، ته پوهېږې چې په ما باندې ګران یې.» عیسی هغه ته وویل: «زما په پسونو باندې پام کوه. ۱۸په یقین سره زه تاته دا وایم کله چې ته ځوان وې، نو خپله ملا به دې خپله تړله او هر چېرته چې دې غوښتل نو هلته به تللې، خو کله چې زوړ شې، نو لاسونه به دې بل چاته غځولي وي چې ملا دې وتړي او هغه ځای ته به دې بوځي چې ته ورته تلل نه غواړې.» ۱۹عیسی دا خبره د دې دپاره وکړه چې دا ښکاره کړي چې پطروس به په څه ډول مړ کیږي، ترڅو خدای ته جلال ورکړي. بیا عیسی هغه ته وویل: «ما پسې راځه.»

عیسی او د هغه ګران شاګرد

۲۰پطروس مخ راواړاوه او ویې لیدل چې هغه شاګرد ورپسې شاته راروان دی چې په عیسی باندې ډېر ګران ؤ، یعنې هغه شاګرد چې د ماښام ډوډۍ په وخت کې د عیسی په څنګ کې ناست ؤ او پوښتنه یې ترې کړې وه: «استاذه، هغه څوک دی چې تا به خپلو دښمنانو ته تسلیموي؟» ۲۱کله چې پطروس هغه شاګرد ولیده، نو د عیسی نه یې پوښتنه وکړه: «په هغه باندې به څه کیږي؟» ۲۲عیسی ځواب ورکړ: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي، نو په دې کې ستا څه کار دی؟ ته ما پسې راځه.» ۲۳نو د عیسی د پیروانو په منځ کې دا خبره خپره شوه چې هغه شاګرد به نه مړ کیږي، خو عیسی داسې ونه ویل چې هغه به نه مړ کیږي، هغه یوازې دا ویلي وو: «که زه وغواړم چې هغه دې زما تر راتګ پورې ژوندی پاتې شي، نو په دې کې ستا څه کار دی؟» ۲۴دا هماغه شاګرد دی چې دا شیان یې لیکلي دي او د هغو په هکله شاهدي ورکوي او مونږ پوهېږو چې د هغه شاهدي رښتیا ده.

پای

۲۵عیسی ډېر نور کارونه هم کړي دي. که هغه ټول په کتابونو کې لیکل شوي وای، نو زه ګومان کوم چې په ټوله نړۍ کې به د دې لیکل شویو کتابونو دپاره هېڅ ځای نه وای.