ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - یوویشتم فصل

د لاویانو دپاره ښارګوټي

۱‏-۲د لاویانو د کورنیو مشران العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته شیلوه ته چې په کنعان کې وه ورغلل او هغوی ته یې وویل: <څښتن د موسیٰ په وسیله په تاسو باندې امر کړی دی چې مونږ ته د اوسېدلو دپاره ښارګوټي او زمونږ د څارویو دپاره څړځایونه راکړئ.> ۳نو څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم لاویانو ته د خپلو سیمو څخه ځینې ښارګوټي او څړځایونه ورکړل.

۴اولنۍ پچه د قهاتیانو د طایفو په نوم ووتله. هغو لاویانو ته چې د هارون کاهن له اولادې څخه وو هغوی ته د یهودا، شمعون او بنیامین د سیمو څخه دیارلس ښارګوټي ورکړل شول. ۵د افرایم، دان او لوېدیځې منسي د سیمو څخه لس ښارګوټي د قهات پاتې اولادې ته ورکړل شول.

۶د یساکار، اشیر، نفتالي او په باشان کې د ختیځې منسي د سیمو څخه د جرشون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

۷د مراري د اولادې طایفو د روبین، جاد او زبولون د سیمو څخه دولس ښارګوټي ترلاسه کړل.

۸نو لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم د پچې په اساس لاویانو ته دا ښارګوټي د څړځایونو سره ورکړل.

۹‏-۱۰دا د یهودا او شمعون د سیمو د هغو ښارګوټو نومونه دي کوم چې د هارون اولادې ته ورکړل شول (د هارون هغه اولاده چې د لاویانو د قهاتیانو د طایفو څخه وه). اولنۍ پچه د هغوی په نوم ووتله. ۱۱هغوی ته یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې قریت اربع (حبرون) د شاوخوا څړځایونو سره ورکړه (اربع د عناق پلار ؤ). ۱۲خو هغوی د ښار شاوخوا پټي او کلي پخوا د یفنه زوی کالیب ته د هغه د ملکیت په توګه ورکړي وو.

۱۳نو هغوی د هارون کاهن اولادې ته دا لاندې ښارګوټي ورکړل: حبرون (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، لبنه، ۱۴یتیر، اشتموع، ۱۵حولون، دبیر، ۱۶عین، یوطه او بیت شمس د هغو د څړځایونو سره – د یهودا او شمعون د قبیلو څخه نهه ښارګوټي. ۱۷د بنیامین د سیمې څخه یې هغوی ته جبعون، جبع، ۱۸عناتوت او علمون د هغو د څړځایونو سره ورکړل. دا څلور ښارګوټي وو. ۱۹د کاهنانو یعنې د هارون د اولادې دپاره د څړځایونو سره ټول دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.

۲۰د لاویانو د قهاتیانو پاتې طایفو ته د افرایم د سیمې څخه یو څو ښارګوټي ورکړل شول. ۲۱هغوی ته د افرایم په غرنۍ سیمه کې دا څلور ښارګوټي ورکړل شول: شکیم (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر، ۲۲قبصایم او بیت حورون د هغو د څړځایونو سره. ۲۳همدارنګه هغوی د دان د سیمې څخه دا څلور ښارګوټي ترلاسه کړل: التقي، جبتون، ۲۴ایالون او جت رمون د هغو د څړځایونو سره. ۲۵هغوی د لوېدیځې نیمې منسي د سیمې څخه دوه ښارګوټي ترلاسه کړل: تعنک او جت رمون د هغو د څړځایونو سره. ۲۶دا ټول لس ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره د قهاتیانو پاتې طایفو ته ورکړل شول.

۲۷د لاویانو د جرشونیانو طایفو ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د ختیځې نیمې منسي د سیمې څخه جولان چې په باشان کې ؤ (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ) او بعشتره د هغو د څړځایونو سره – دوه ښارګوټي. ۲۸د یساکار له سیمې څخه قشیون، دابره، ۲۹یرموت او عین جنیم د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي. ۳۰د اشیر له سیمې څخه مشال، عبدون، ۳۱حلقات او رحوب د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي. ۳۲د نفتالي له سیمې څخه قادش په جلیل کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، حموت دور او قرتان د هغو د څړځایونو سره – درې ښارګوټي. ۳۳د جرشونیانو د طایفو ټول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره دیارلسو ته رسېدل.

۳۴د مراریانو طایفو (پاتې لاویانو) ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د زبولون د سیمې څخه یقنعام، قرته، ۳۵دمنه او نحلال د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي. ۳۶د روبین له سیمې څخه باصر، یاهص، ۳۷قدیموت او میفاعت د هغو د څړځایونو سره – څلور ښارګوټي. ۳۸د جاد له سیمې څخه راموت په جلعاد کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، محنایم، ۳۹حشبون او یعزیر د هغو د څړځایونو سره – ټول څلور ښارګوټي. ۴۰د ټولو ښارګوټو شمېر چې د مراریانو طایفو یعنې پاتې لاویانو ته ورکړل شول دولسو ته رسېده.

۴۱‏-۴۲له هغې ځمکې څخه چې د اسراییلو خلکو ترلاسه کړې وه ټول اته څلوېښت ښارګوټي د هغو د شاوخوا څړځایونو سره لاویانو ته ورکړل شول.

په وعده شوې ځمکه کې د اسراییلو ځای په ځای کېدل

۴۳نو څښتن اسراییلو ته هغه ټوله ځمکه ورکړه چې د هغوی د نیکونو سره یې کلکه وعده کړې وه. هغوی د دې ځمکې ملکیت ترلاسه کړ او هلته ځای په ځای شول. ۴۴لکه څنګه چې څښتن د هغوی د نیکونو سره وعده کړې وه، هغه د هغوی په ټوله خاوره کې ارامي راوستله. د هغوی یو دښمن هم نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې ودریږي، ځکه چې څښتن اسراییلیانو ته په خپلو ټولو دښمنانو باندې بری ورکړی ؤ. ۴۵څښتن چې کومې وعدې د اسراییلو د قوم سره کړې وې، هغه ټولې یې سرته ورسولې.