ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او اتۀ دېرشم زبور

د شکرګزارۍ دعا

(د داود زبور)

۱د زړه د اخلاصه دې وباسم شکر ای څښتنه

نورو خدایانو مخکې زه وایم ستا د ثنا سندره

۲کوم سجده ستا د سپېڅلي کور په لور

او ثنا او صفت دې د نامه کومه

ستا د تلپاتې مینې او وفادارۍ په خاطر

ځکه خپل نوم او خپل کلام دې کړ اوچت

ټولو شیانو باندې

۳چې کله سوال درته ما کړی قبول کړی دی تا

په خپل قدرت دې قوي کړی یم زه

۴د نړۍ ټول پاچاهان به ستا ستاینه کوي ای څښتنه

په دې خاطر چې ستا کلام دی اورېدلی هغوی

۵وایي سندرې به هغوی هغو کارو په هکله

کوم چې کړي دي تا

ځکه چې لوی دی ستا جلال

۶سره له دې چې ډېر عظیم یې ته

خو پام کوې په عاجزانو باندې

خو کبرجن خلک ته پېژنې له لېرې څخه

۷کله چې زه لاس او ګرېوان یم تکلیفونو سره

ته مې خوندي ساتې

ته ودرېږې زما د قهرجنو دښمنانو مخې ته

او بچ کوې مې ته په خپل قوي لاسونو باندې

۸ته به سرته رسوې خپل مقصد زما دپاره

ده ابدي ستا مینه ای څښتنه

تا پیدا کړي یو او مونږ مه پرېږده ته