ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - یوولسم فصل

شائول د یابیش ښار ازادوي

۱په دې وخت کې د عمون پادشاه ناحاش روان شو او د یابیش ښار یې چې په جلعاد کې ؤ محاصره کړ. د یابیش خلکو ناحاش ته وویل: <زمونږ سره یو تړون وکړه، مونږ به تا د خپل مشر په توګه ومنو.>

۲ناحاش په ځواب کې وویل: <زه به تاسو سره په یو شرط د سولې تړون وکړم، چې ستاسو د هر یو ښۍ سترګه وباسم ترڅو د ټولو اسراییلو دپاره د رسوایۍ سبب شي.>

۳د یابیش سپین ږیرو وویل: <مونږ ته اووه ورځې وخت راکړه چې مونږ ټولو اسراییلو ته استازي ولېږو. که چېرې هیچا مونږ ونه ژغورلو نو بیا به مونږ تاسو ته تسلیم شو.>

۴کله چې استازي جبعې ته ورسېدل چېرته چې شائول اوسېده، خلکو ته یې خبر ورکړ او هغوی په لوړ اواز سره وژړل. ۵په دغه وخت کې شائول د خپلو غوایانو شاته د پټي څخه راغی، هغه پوښتنه وکړه: <څه پېښ شوي دي؟ دا خلک ولې ژاړي؟> نو هغوی د یابیش د استازو خبره ورته بیان کړه. ۶کله چې شائول د هغوی خبرې واورېدلې، د خدای روح ناڅاپه په هغه باندې نازل شو او هغه ډېر زیات په قهر شو. ۷هغه یوه جوړه غوایان ووژل، هغه یې ټوټې، ټوټې کړل او د استازو په وسیله یې ټولو اسراییلو ته واستول او اخطار یې ورکړ: <هر هغه څوک چې د شائول او سموئیل پسې جګړې ته لاړ نه شي، نو د هغوی د غوایانو سره به همداسې عمل وشي.>

په دې وخت کې په قوم باندې د څښتن وېره پرېوته او هغوی ټول سره یوځای راغلل. ۸کله چې شائول هغوی په بازق کې سره راغونډ کړل، د اسراییلو د خلکو شمېر درې لکه او د یهودیانو شمېر دېرش زره تنه وو. ۹دوی هغو استازو ته چې د یابیش څخه راغلي وو وویل: <خپلو خلکو ته ووایئ چې تاسو به سبا له غرمې څخه مخکې وژغورل شئ.> کله چې د یابیش خلکو پیغام تر لاسه کړ هغوی ډېر خوشاله شول. ۱۰نو عمونیانو ته یې وویل: <سبا به مونږ تاسو ته تسلیم شو، څه چې ستاسو خوښه وي زمونږ سره یې وکړئ.>

۱۱په هماغه شپه شائول خپل خلک په درې ډلو باندې ووېشل، د سباوون په وخت کې یې د عمونیانو په کمپ باندې حمله وکړه او د ورځې تر غرمې پورې یې هغوی ووژل. هغه عمونیان چې ژوندي پاتې شوي وو داسې خواره واره شول، چې د هغوی دوه نفره هم سره یوځای پاتې نه شول.

۱۲وروسته بیا د اسراییلو خلکو سموئیل ته وویل: <هغه خلک څوک وو چې ویل یې چې شائول باید زمونږ پادشاه نه شي؟ هغوی مونږ ته راوسپارئ چې ویې وژنو!>

۱۳مګر شائول وویل: <نن به هیڅوک نه وژل کیږي، ځکه چې دا هغه ورځ ده چې څښتن اسراییل ژغورلي دي.> ۱۴نو سموئیل خلکو ته وویل: <راشئ چې ټول جلجال ته لاړ شو او یو ځل بیا شائول د خپل پادشاه په توګه اعلان کړو.> ۱۵بیا ټول قوم جلجال ته لاړ او د څښتن په حضور کې یې شائول د خپل پادشاه په توګه اعلان کړ. په هغه ځای کې دوی څښتن ته د سولې نذرانې قرباني کړې او شائول او د اسراییلو ټولو خلکو یو لوی جشن ونیوه.