ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو کم اويايم زبور

د مرستې دپاره فریاد

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال د داود زبور)

۱وژغوره ما وژغوره ای خدایه

اوبه نژدې دي چې نفس مې وباسي

۲ژورو خټو کې ډوبېږمه زه

داسې ځای نشته چې زه ودرېږمه

ژورو اوبو کې ننوتی یمه

دې ته نژدې یم چې کړي ډوب مې څپې

۳ستومانه شوی یمه زه چې نارې ووهم کومک دپاره

زما ستونی دی وچ شوی

ستا په انتظار مې سترګې ستړې شوې

۴چې بې سببه رانه کرکه کوي

هغوی دي زیات زما د سر له ویښتو

دښمنان زما په هکله درواغ وایي

دوی دي قوي او غواړي ما ووژني

مجبوروي مې دوی ته ورکړمه زه

هغه شیان چې ما پټ کړي نه دي

۵ای خدایه ته ما پېژنې چې زه څومره کم عقل یمه

ګناهونه زما نه دي پټ له تا نه

۶ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه

شرمنده نه دې شي زما په سبب

څوک چې په تا باندې توکل کوي

ای د اسراییلو خدایه

رسوا دې نه شي هغوی زما په خاطر

څوک چې تاته کړي رجوع

۷ستا په خاطر مې سپکاوی وزغامه

او په شرمونو پټ شوم

۸خپلو خپلوانو ته پردی ښکارم

خپل خاندان ته بېګانه ښکارم

۹هغه غیرت چې زه یې لرم ستا د کور په خاطر

زما بدن باندې یې اور بل کړی

کومو خلکو چې وکړ ستا سپکاوي

هغوی زما سپکاوی هم وکړلو

۱۰کله چې زه شوم په ژړا

ځان مې خاکسار کړ په روژه نیولو

نو خلکو زه سپک کړمه

۱۱کله چې ما د ویر جامې واغوستې

هغوی په ما پورې خندا وکړله

۱۲بازار کې ما پسې خبرې کوي

او شرابیان زما په هکله جوړوي سندرې

۱۳خو زه به تاته کړم دعا څښتنه

خدایه قبوله مې دعا کړه

چې کله خوښه وي ستا

په خاطر د خپلې زیاتې او تلپاتې مینې

کړه زما دعا قبوله

ځکه په وعده د نجات باندې وفا کوې

۱۴ما پرېنږدې چې شم ډوب خټو کې

خوندي مې وساته له هغو چې نفرت کړي له ما

ژورو اوبو څخه ما وساته ته

۱۵پرېنږدې چې سېلاب راباندی راشي

پرې مې نه ږدې چې شم ډوب اوبو کې

یا مې کړي تېر قبر ژوندی ځان ته

۱۶ای څښتنه ته قبوله مې دعا کړه

ځکه تلپاتې مینه ستا غوره ده

د خپلې زیاتې همدردۍ نه دې خپل مخ ماته راواړوه!

۱۷د خپل بنده نه دې مخ مه پټوه

د ډېر تکلیف سره زه مخ یمه قبوله مې دعا کړه زر

۱۸ماته ته راشه او نجات راکړه

خلاص مې کړه خپلو دښمنانو ځینې

۱۹ته ښه پوهېږې زما څومره سپکاوی شوی دی

څومره رسوا او بې حرمته شومه

ټول دښمنان زما ته وینې خپله

۲۰په سپکاوي دی زما زړګی مات شوی

او مایوس شوی یمه

ما امید د خواخوږۍ لرلو

خو هلته هېڅوک نه ؤ

وم منتظر چې تسلي راکړي څوک

خو څوک مې نه کړ پیدا

۲۱چې کله وږی وم دوی زهر راکړل

کله چې تږی وم سرکه یې راکړه

۲۲دسترخوانونه د دوی خپل دې دوی ته دام وګرځي

ودې ګرځي د دوی مذهبي مېلې تیلک دوی ته

۲۳هغوی ړانده کړه چې څه ونه ویني

کړه ملاګانې یې کمزورې د تل دپاره

۲۴ته خپل قهر په هغوی باندې نازل کړه

او د خپل غضب په اور یې وسوځوه

۲۵وران او ویجاړ دې شي د دوی د اوسېدو ځایونه

د دوی خېمو کې دې هېڅوک نه اوسي

۲۶ځکه هغه دوی ځوروي چې تا ورکړې سزا

د هغو خلکو د کړاو په هکله کړي خبرې

چې ژوبل کړي دي تا

۲۷د دوی د ټولو ګناهونه ثبت کړه

او هغوی ونه بخښې

۲۸د دوی نومونه دې شي ورک د ژوندانه له کتاب

حساب دې نه شي په نېکانو کې دوی

۲۹خو زه مظلوم یم او په غم کې ګېر یم

ای خدایه ما کړه پورته نجات راکړه

۳۰په سندرې به د خدای د نوم صفت کومه

په شکرونو به یې لویي اعلانومه

۳۱دا به خوشحاله کړي څښتن

ډېر د هغې نه چې ورته وړاندې شي څاروی

ډېر د هغې نه چې د پوره غاښو

خوسکی شي قرباني ورته

۳۲کله چې ویني مظلومان دغه کار

نو خوشحالیږي به دوی

کوم خلک چې کړي خدای ته رجوع

شي به یې زړونه ژوندي

۳۳ځکه څښتن د محتاجانو قبلوي دعا

خپل خلک به هېر نه کړي زندان کې هغه

۳۴ثنا او صفت وکړئ د خدای ای اسمانونو او ځمکې

او هم بحرونو او هغې کې ګرځېدونکو ځناورو

۳۵ځکه خدای به وژغوري صهیون

بېرته آباد به کړي د یهودا ښارونه

د هغه قوم به هلته اوسي او دوی به خپله کړي هغه ځمکه

۳۶اولاده به د هغوی یې وارثان شي

اوسي به هلته څوک چې مینه کړي د هغه سره