ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اوولسم زبور

د بې ګناه سړي دعا

(د داود دعا)

۱واوره زارۍ زما څښتنه، د انصاف دپاره

هم د مرستې په خاطر زما فریاد واوره

واوره دعا ته زما د بې ریا زړه

۲زما په حق کې ته انصاف وکړه

ځکه پوهېږې حقیقت باندې ته

۳تا امتحان کړ زما زړه

ته په شپه کې راغلې ماته

زه دې ښه وازمایلم

هېڅ بدي دې پیدا نه کړله په ما کې

۴لکه د نورو په شان نه کوم خبرې بدې

ما دی کړی اطاعت د ستا د امر

ما د ظلم لاره نه ده خپله کړې

۵یمه تللی همېشه د ستا په لاره

ښویېدلي مې هېڅ نه دي قدمونه

۶خدایه فریاد کومه ځکه راکوې ته ځواب

ونیسه غوږ ماته واوره زما بیان

۷عجیبه او تلپاتې مینه دې ښکاره کړه ماته

ژغوري ستا ځواکمن لاس هغوی

چې پناه غواړي په تا کې له دښمنه

۸ومې ساته لکه کسي د چشمانو

پټ مې کړه د سیوري د وزرو نه دې

۹ومې ساته له بد کارو چې حمله کوي په ما

له قاتلو دښمنانو چې چاپېره دي له ما

۱۰رحم نشته په هغوی کې

کړي خبرې کبرجنې

۱۱په ما پسې دي هغوی

چاپېر شوي دي له ما نه

په هرځای کې چې زه ګرځم

دوی فرصت ته انتظار کړي

چې ما وولي په ځمکه

۱۲دوی په شان دي د هغو وږیو زمریانو

چې کړي ښکار خوراک دپاره

یا په مثل د زمریانو د بچیانو

چې په پټ ځای کې وي ناست حملې دپاره

۱۳ای څښتنه، شه راپورته مقابل کې

ته زما د دښمنانو او دوی مات کړه

له بدکارو مې کړه خلاص په توره خپله

۱۴چې هرڅه لري هغوی په دې دنیا کې

ما کړه خلاص له داسې خلکو

سزا ورکړه د کړاو چې تا ساتلی دوی دپاره

هم ورکړه پرېمانه کړاوونه یې بچیانو ته

دغه شانتې ورکړه کړاوونه د بچیانو اولادو ته یې

۱۵خو زه به وکړم ستا دیدار

ځکه بد مې کړي نه دي

او چې کله رابېدار شم

موجودیت د ستا قانع به زما زړه کړي