ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - شپاړسم فصل

۱انسان په خپل زړه کې ډېرې نقشې جوړوي

خو وروستۍ خبره د څښتن په لاس کې ده.

۲د انسان په نظر خپلې ټولې لارې پاکې ښکاري

خو څښتن د زړونو په رازونو قضاوت کوي.

۳خپل ټول کارونه څښتن ته وسپاره

نو ستا نقشې به بریالې شي.

۴څښتن هرڅه د خپل مقصد دپاره پیدا کړي دي

او حتی بدکاران یې د تباهۍ د ورځې دپاره پیدا کړي دي.

۵څښتن له ټولو کبرجنو خلکو نه کرکه کوي

او باور ولره چې بې سزا به پاتې نه شي.

۶د مینې او وفادارۍ له امله ګناه بخښل کیږي

د څښتن له وېرې انسان له بدۍ او بلاګانو ساتل کیږي.

۷کله چې څښتن د انسان له کړو نه راضي وي

نو دښمنان یې هم له هغه سره په امن کې وي.

۸په صداقت سره لږه ګټه ښه وي

له هغې ډېرې ګټې نه چې په بې انصافۍ سره وي.

۹انسان په زړه کې ځان ته د تګ لارې جوړوي

خو څښتن د هغه د قدمونو لارښوونه کوي.

۱۰د پاچا خبرې د وحې په څېر دي

او په قضاوت کې هېڅ بې انصافي نه کوي.

۱۱سمه تله او تول د څښتن د قضاوت نښه ده

او د وزن کولو دپاره یې ټول کاڼي جوړ کړي دي.

۱۲پاچاهان د بدو کارونو نه کرکه کوي

ځکه د پاچاهۍ تخت یې د عدالت په بنیاد ولاړ دی.

۱۳پاچاهان په رښتینو خبرو خوشحالیږي

او له هغه چا سره مینه کوي چې رښتیا وایي.

۱۴د پاچا غوسه د مرګ پیغام دی

خو د حکمت خاوند د هغه قهر سړوي.

۱۵د پاچا په ورین تندي کې د ژوندون زېری وي

او رحم یې د پسرلي د ورېځې په څېر باران وروي.

د ګټورو او بدو خبرو په هکله

۱۶د حکمت حاصلول له سرو زرو نه څو چنده بهتر دي

او عقل لاسته راوړل له سپینو زرو نه غوره دي.

۱۷د صادقانو سمه لار انسان د بدۍ او بلا نه ساتي

څوک چې خپلې لارې ته پام کوي نو خپل ځان ساتي.

۱۸مغرور تباه کیږي

کبرجن راغورځیږي.

۱۹ښه ده چې انسان عاجز وي او د غریبانو سره اړیکې ولري

له دې نه چې د مغرورانو سره په غنیمت کې شریک شي.

۲۰بریالی دی هغه څوک چې کلام اوري

او بختور دی هغه چې په څښتن باور کوي.

۲۱د حکمت خاوند له خپل عقل څخه پېژندل کیږي

او خوږه ژبه په زده کړه کې ډېره قناعت بخښونکې وي.

۲۲څوک چې هوښیاري لري هغه یې د ژوند سرچینه ده

خو جهالت د جاهلانو دپاره د سزا لښته ده.

۲۳د حکمت د خاوند زړه د هغه ژبه هوښیاروي

چې هرې خبرې ته یې په قناعت ورکولو کې ګټه رسوي.

۲۴مهربانې خبرې د شاتو د مچیو د ډک چک په شان دي

چې د روح دپاره خواږه او د بدن دپاره شفا ده.

۲۵د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاري

خو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.

۲۶د یو مزدور لوږه هغه سخت کار ته مجبوروي

او وږې ګېډه سړی نور ډېر کار ته هڅوي.

۲۷بېکاره انسان بدې نقشې جوړوي

او خبرې یې د اور په شان سوځول کوي.

۲۸بې لارې سړی شخړو ته لمن وهي

او غیبت کوونکی نژدې دوستان جدا کوي.

۲۹ظالم خپل ملګری بې لارې کوي

او بدې لارې ته یې هڅوي.

۳۰څوک چې سترګې او وروځې وهي بدې نقشې جوړوي

او د شونډو په چیچلو نورو ته تاوان رسوي.

په صداقت سره د مشرۍ تاج ګټل

۳۱سپین ویښته د عزت تاج دی

چې د صداقت له لارې تر لاسه کیږي.

۳۲څوک چې زر نه په قهریږي له یو قوي جنګیالي نه ښه دی

د خپلې غوسې سړوونکی د یو ښار له فتح کوونکي نه بهتر دی.

۳۳انسان خو پچه میدان ته اچوي

خو وروستۍ پرېکړه د څښتن په لاس کې ده.