ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - نولسم فصل

یوآب د داود غندنه کوي

۱یوآب ته خبر ورسېد چې داود پادشاه ژاړي او د ابشالوم دپاره ویر کوي. ۲نو د ټول لښکر دپاره د هغې ورځې بری په غم باندې بدل شو. ځکه چې هغوی واورېدل چې داود د خپل زوی دپاره ویر کوي. ۳هغوی د هغو عسکرو په شان چې د جګړې څخه تښتېدلي وي او شرمیږي په خاموشۍ سره بېرته ښار ته ورننوتل. ۴پادشاه خپل مخ پټ کړ او په لوړ اواز سره یې چیغې ووهلې: <ای زما زویه! زما زویه ابشالومه! ابشالومه زما زویه!>

۵یوآب د پادشاه کور ته ورغی او هغه ته یې وویل: <تا نن د خپلو ټولو نفرو چې ستا ژوند، ستا د زامنو ژوند او ستا د لورګانو او ستا د ښځو او وینځو ژوند یې وژغوره، سپکاوی وکړ. ۶ته د هغه چا سره مینه کوې چې ستا څخه کرکه کوي او د هغه چا څخه کرکه کوې چې ستا سره مینه کوي. تا نن دا وښودله چې قوماندانان او د هغوی نفر ستا دپاره هیڅ معنیٰ نه لري. زه پوه شوم چې که ابشالوم نن ژوندی وای او مونږ ټول مړه وای نو ته به خوشاله وای. ۷اوس ووځه او هغه څه چې هغوی کړي دي د هغو په خاطر ورڅخه مننه وکړه! او که داسې ونه کړې، نو زه د څښتن په نوم قسم خورم چې سبا سهار به حتیٰ یو سړی هم پاتې نه شي چې ستا پلوي وکړي. دا به ستا په ټول ژوند کې د هغو ټولو بدبختیو څخه چې په تا باندې راغلي دي ډېره بدتره وي.> ۸نو پادشاه پاڅېد، لاړ او د ښار د دروازې تر څنګ کښېناست. د هغه نفرو واورېدل چې پادشاه هلته دی، نو هغوی ټول د هغه حضور ته راټول شول.

داود اورشلیم ته ستنیږي

په همدې وخت کې ټول اسراییلیان خپلو کورونو ته تښتېدلي وو. ۹د اسراییلو په ټولو قبیلو کې خلکو یو د بل سره بحث کاوه او ویل یې: <داود پادشاه مونږ د خپلو دښمنانو څخه خلاص کړي یو. هغه مونږ د فلسطینیانو څخه ژغورلي یو، مګر اوس هغه د ابشالوم څخه تښتېدلی دی او وطن یې پریښی دی. ۱۰مونږ ابشالوم د خپل پادشاه په توګه ټاکلی ؤ، مګر هغه په جګړه کې وژل شوی دی. نو بیا ولې څوک د دې کوښښ نه کوي چې داود پادشاه بېرته راولي؟>

۱۱هر هغه څه چې د اسراییلو خلکو ویلي وو، هغه د داود پادشاه غوږ ته رسېدلي وو. نو داود پادشاه صادوق او ابیاتار کاهنانو ته پیغام ورولېږه چې د یهودا سپین ږیرو ته ووایي: <ولې د پادشاه په بېرته راوستلو کې د هغه خپلې ماڼۍ ته د ټولو څخه وروسته یئ؟ ۱۲تاسو زما ورونه یئ، زما خپل هډوکي او خپله وینه یئ، نو ولې باید زما په بېرته راوستلو کې د ټولو څخه وروسته اوسئ؟> ۱۳داود هغوی ته دا هم وویل چې عماسا ته ووایي: <ته زما خپل یې، له همدا اوس څخه تا د یوآب په ځای د لښکرو مشر ټاکم. که زه دا کار ونه کړم نو خدای دې ما ووژني!> ۱۴د داود په خبرو د یهودا خلک ډېر ژر بېرته د هغه ملاتړي شول او هغوی پادشاه ته پیغام ورولېږه چې د خپلو ټولو نفرو سره بېرته راستون شي.

۱۵نو پادشاه بېرته په ستنېدو پیل وکړ. څنګه چې هغه د اردن سیند ته ورسېده، نو د یهودا خلک جلجال ته راغلل چې د پادشاه مخې ته ورشي او هغه د سیند څخه راپورې باسي. ۱۶په همدې وخت کې شمعي د بنیامیني جیرا زوی چې د بحوریم څخه ؤ په بیړه سیند ته ورغی چې د داود پادشاه سره لیدنه کتنه وکړي ۱۷او د هغه سره زر تنه بنیامینیان وو. صیبا د شائول د کورنۍ خدمتګار هم د خپلو پنځلس زامنو او شلو نوکرانو سره په بیړه د پادشاه څخه مخکې سیند ته ورسېدل. ۱۸هغوی د سیند په ګودر باندې پورې وتل چې د پادشاه کورنۍ او ډله راپورې باسي او هرڅه چې پادشاه غواړي ویې کړي.

داود شمعي بخښي

کله چې د جیرا زوی شمعي د اردن څخه پورې وت هغه د پادشاه په مخ کې په ځمکه باندې پړمخې پرېوت ۱۹او هغه ته یې وویل: <اعلیحضرت دې ما ګناهکار ونه ګڼي. هغه غلطي هېره کړئ چې ما په هغه ورځ کړې وه چې تاسو د اورشلیم څخه تللئ. تاسو هغه غلطي له خپل ذهن څخه وباسئ. ۲۰باداره! زه پوهېږم چې ما ګناه کړې ده نو ځکه نن ورځ د شمالي قبیلو څخه زه لومړی راغلم چې تاسو اعلیحضرت سره لیدنه کتنه وکړم.>

۲۱ابیشای د زرویه زوی وویل: <شمعي باید ووژل شي ځکه چې هغه چاته یې ښکنځلې کړې دي چې څښتن هغه د پادشاه په توګه غوره کړی دی.>

۲۲مګر داود ابیشای او د هغه ورور یوآب ته وویل: <زه ستاسو په شان نه یم! تاسو نن زما د دښمنانو په شان عمل کوئ. اوس زه یو ځل بیا د اسراییلو پادشاه یم او نن ورځ به د اسراییلو څخه هیڅوک ونه وژل شي.> ۲۳نو پادشاه شمعي ته وویل: <زه قسم خورم چې ته به ونه وژل شې.>

داود د مفیبوشت سره پخلا کیږي

۲۴د شائول لمسی مفیبوشت هم د پادشاه سره د لیدنې کتنې دپاره راغی. له هغې ورځې څخه چې پادشاه تللی ؤ تر دې ورځې پورې چې هغه په خیر سره راستون شو، هغه نه خپلې پښې مینځلې وې، نه یې خپله ږیره جوړه کړې وه او نه یې خپل کالي مینځلي وو. ۲۵کله چې هغه د اورشلیم څخه د پادشاه د لیدنې دپاره راغی، پادشاه د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ای مفیبوشته، ولې زما سره لاړ نه شوې؟>

۲۶هغه ځواب ورکړ: <لکه څنګه چې تاسو اعلیحضرت پوهېږئ زه شل یم. ما وویل: زه به په خپل خره باندې کته واچوم او په هغه باندې به سپور شم ترڅو وکولی شم چې پادشاه سره لاړ شم. مګر زما خدمتګار صیبا زما سره خیانت وکړ. ۲۷هغه تاسو، اعلیحضرت ته زما په باره کې دروغ ویلي دي. مګر تاسو د خدای د فرښتې په شان یئ، نو هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري هماغه وکړئ. ۲۸ځکه زما د نیکه ټول اولادونه د دې وړ وو چې تاسو اعلیحضرت وژلي وای. مګر تاسو ماته د هغو خلکو په منځ کې ځای راکړ چې ستاسو په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري. زه حق نه لرم چې ستاسو اعلیحضرت څخه د نورو نېکیو غوښتنه وکړم.>

۲۹پادشاه هغه ته وویل: <نورې خبرې مه کوه. ما پرېکړه کړې ده چې ته او صیبا په خپل منځ کې ځمکه ووېشئ.>

۳۰مفیبوشت پادشاه ته وویل: <پرېږدئ چې هغه هرڅه واخلي، زما دپاره دا بس دی چې تاسو اعلیحضرت په خیر سره کور ته راغلئ.>

برزلای د داود سره ګوري او بېرته خپل کور ته ستنیږي

۳۱جلعادي برزلای هم د روجلیم څخه راغلی ؤ چې د پادشاه سره د اردن د سیند څخه پورې وزي او له هغه ځای څخه یې په خپله لاره رخصت کړي. ۳۲برزلای ډېر زوړ سړی او د اتیا کالو په عمر ؤ. هغه ډېر شتمن ؤ او هغه وخت چې پادشاه په محنایم کې اوسېده نو د هغه اړتیاوې به یې پوره کولې. ۳۳پادشاه برزلای ته وویل: <زما سره د اردن د سیند څخه پورې وزه او په اورشلیم کې راسره اوسېږه، زه به ستا دپاره هرڅه برابر کړم.>

۳۴مګر برزلای ځواب ورکړ: <زما د ژوند موده ډېره اوږده نه ده، چې زه تاسو اعلیحضرت سره اورشلیم ته لاړ شم. ۳۵زه اوس د اتیا کالو په عمر یم او نور د هیڅ شي څخه خوند نه شم اخیستلی. څه چې خورم او یا یې څښم د هغو په مزه باندې نه پوهېږم او د سندرغاړو اوازونه نه شم اورېدلی، که سړي وي یا ښځې. زه به تاسو اعلیحضرت دپاره یوازې یو بار یم. ۳۶زه د داسې لوی انعام وړ نه یم. خو زه به د اردن د سیند نه اخوا لږ غونډې ستاسو سره لاړ شم. ۳۷بیا ماته اجازه راکړئ چې بېرته خپل کور ته لاړ شم او په خپل ښارګوټي کې د خپل مور او پلار په هدیره کې ښخ شم. دا دی زما زوی کمهام چې ستاسو خدمت به کوي. اعلیحضرته! هغه ځان سره بوځئ او هرڅه چې تاسو ته ښه ښکاري د هغه دپاره یې وکړئ.>

۳۸پادشاه وویل: <کمهام به ځان سره بوځم او هرڅه چې ستا خوښه وي زه به یې د هغه دپاره وکړم. هرڅه چې زما څخه غواړې ستا دپاره به یې وکړم.>

۳۹نو ټول خلک د اردن د سیند څخه پورې وتل او وروسته بیا پادشاه پورې وت. پادشاه برزلای ښکل کړ او د هغه دپاره یې برکت وغوښت او برزلای خپل کور ته ستون شو.

یهودا او اسراییل په پادشاه باندې بحث کوي

۴۰کله چې پادشاه د سیند څخه پورې وت او جلجال ته روان شو، کمهام هم د هغه سره لاړ. د یهودا ټول عسکر او د اسراییلو نیم لښکر پادشاه پورې ویست. ۴۱نو بیا ټول اسراییلیان پادشاه ته ورتلل او هغه ته یې ویل: <اعلیحضرته! ولې زمونږ ورونه، یعنې د یهودا خلکو تاسو په پټه بیولي یئ او تاسو، ستاسو کورنۍ او ستاسو نفر یې بدرګه کړي دي او د اردن د سیند څخه یې پورې ایستلي دي؟>

۴۲د یهودا خلکو په ځواب کې وویل: <مونږ ځکه دا کار وکړ چې پادشاه زمونږ خپلوان دی. تاسو په دې کار باندې ولې په قهر یئ؟ مونږ د پادشاه څخه نه څه خوړلي دي او نه مو د ځان دپاره څه شی اخیستی دی!>

۴۳اسراییلیانو ځواب ورکړ: <مونږ لس قبیلې لرو ځکه په داود پادشاه کې لس چنده زیات حق لرو. نو ولې تاسو زمونږ سره سپکه رویه کوئ؟ تاسو دا مه هېروئ چې مونږ هغه لومړي خلک وو چې د پادشاه د بېرته راوستلو خبره مو کړې وه!>

مګر د یهودا د خلکو ځواب د اسراییلو د خلکو د ځواب په پرتله ډېر سخت ؤ.