ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - څلوردېرشم فصل

د اسراییلو سرحدونه

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل ۲چې د اسراییلو قوم ته داسې حکم وکړي: <کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوزئ، یعنې هغې خاورې ته چې تاسو ته یې درکوم، نو ستاسو سیمه به دغه سرحدونه ولري: ۳جنوبي سرحد به د صین دښته او د ادوم شمال لوېدیځ سرحد وي. دا سرحد به د ارام د دریاب په جنوبي آخري سر کې شروع شي. ۴له هغه ځای څخه به هغه د لوېدیځ خواته ورسیږي، مګر د جنوب خواته به وروګرځي چې د عقربیم غاښی، د صین کلی او د قادش برنیع ښار په کې شامل شي. له هغه ځای څخه به دا سرحد حصرادار او عصمون ته ورسیږي، ۵چېرته چې به هغه د هغه خوړ په لوري وروګرځي کوم چې د مصر په سرحد کې دی او د مدیترانې په بحیره کې به ختم شي.

۶د مدیترانې بحیره به لوېدیځ سرحد وي. ۷شمالي سرحد به د مدیترانې په بحیره کې شروع شي بیا به د ختیځ په لور د هور غره ته ورسیږي. ۸له هغې وروسته به هغه د حمات د غاښي په لار صدد ته ورسیږي. ۹د صدد څخه به سرحد په ختیځ کې زفرون ته ورسیږي او په حصرعینان کې به ختم شي. ۱۰ختیځ سرحد به په شمال کې په حصرعینان کې شروع شي بیا به جنوب خواته شفام ۱۱او ربله ته ورسیږي چې د عین په ختیځې خوا کې دی. له هغه ځای څخه به هغه د جنوب په لور د جلیل د جهیل ختیځو غونډیو ته ورسیږي، ۱۲بیا به د اردن د سیند په لار د ارام د دریاب د شمالي برخې آخري سرته ورسیږي. کومه ځمکه چې د هغو څلورو سرحدونو په منځ کې وي هغه به ستاسو شي.>

۱۳نو حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته داسې حکم وکړ: <دا هغه ځمکه ده چې تاسو به یې د پچې اچولو له مخې ترلاسه کړئ، یعنې هغه ځمکه چې څښتن د نهه نیمو قبیلو دپاره ټاکلې ده. ۱۴د روبین، جاد او د منسي نیمې قبیلې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده چې د هغوی د کورنیو له مخې وېشل شوې ده. ۱۵دا اریحا ته مخامخ د اردن د سیند په ختیځ کې ده.>

هغه مشران چې ځمکه به ووېشي

۱۶څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۷<العازار کاهن او د نون زوی یوشع به خلکو ته ځمکه ووېشي. ۱۸د هرې قبیلې څخه یو یو مشر وټاکه چې د هغوی سره د ځمکې په وېشلو کې مرسته وکړي. ۱۹‏-۲۸دا د هغوی د نومونو لست دی:

  • د یهودا د قبیلې څخه – د یفنه زوی کالیب
  • د شمعون د قبیلې څخه – د عمیهود زوی شموئیل
  • د بنیامین د قبیلې څخه – د کسلون زوی الیداد
  • د دان د قبیلې څخه – د یجلي زوی بقي
  • د منسي د قبیلې څخه – د ایفود زوی حنیئیل
  • د افرایم د قبیلې څخه – د شفطان زوی قموئیل
  • د زبولون د قبیلې څخه – د فرناک زوی الیصافان
  • د یساکار د قبیلې څخه – د عزان زوی فلتیئیل
  • د اشیر د قبیلې څخه – د شلومي زوی اخیهود
  • او د نفتالي د قبیلې څخه – د عمیهود زوی فدهئیل.>

۲۹دا هغه نفر دي چې څښتن ورباندې امر وکړ چې د اسراییلیانو دپاره د ځمکې په وېشلو کې د العازار او یوشع سره مرسته وکړي.