ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - اته ویشتم فصل

۱حضرت اسحاق یعقوب راوغوښت، هغه ته یې برکت ورکړ او حکم یې ورته وکړ: <د کنعانۍ ښځې سره واده ونه کړې. ۲همدا اوس بین النهرین ته د خپل نیکه بتوئیل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابان د لورګانو څخه خپل ځان ته ښځه وکړه. ۳مطلق قادر خدای دې تاته برکت درکړي او تاته دې ډېر اولادونه درکړي ترڅو ستا څخه ډېر قومونه پیدا شي. ۴هغه دې تا او ستا اولادې ته د حضرت ابراهیم په شان برکت درکړي او د هغې ځمکې خاوند شې چې خدای پاک حضرت ابراهیم ته ورکړې ده او ته په کې اوس د یو پردي په شان اوسېږې.> ۵نو حضرت اسحاق یعقوب ولېږه او هغه بین النهرین ته د بتوئیل ارامي زوی د حضرت یعقوب او عیسو د مور ربکا ورور لابان ته ورغی.

عیسو بله ښځه کوي

۶عیسو پوه شو چې حضرت اسحاق یعقوب ته برکت ورکړ او هغه یې بین النهرین ته ولېږه چې په هغه ځای کې ځان ته ښځه وکړي. هغه په دې هم پوه شو چې کله حضرت اسحاق هغه ته برکت ورکاوه، هغه ته یې حکم وکړ چې د کنعانۍ ښځې سره به واده نه کوي. ۷هغه خبر شو چې حضرت یعقوب د خپل مور او پلار اطاعت وکړ او بین النهرین ته لاړ. ۸عیسو په دې پوهېده چې د هغه پلار حضرت اسحاق کنعانۍ ښځې نه خوښوي. ۹نو هغه د حضرت ابراهیم زوی حضرت اسماعیل ته لاړ او سره له دې چې نورې ښځې یې هم درلودلې د حضرت اسماعیل د لور محلت سره یې چې د نبایوت خور وه واده وکړ.

په بیت ئیل کې د حضرت یعقوب خوب لیدل

۱۰حضرت یعقوب د بئرشبع څخه حران ته روان شو. ۱۱څه وخت چې نوموړی یو ځای ته ورسېده لمر پرېوتی ؤ. هغه د شپې هلته پاتې شو او یوه تیږه یې راواخیستله، د خپل سر لاندې یې کېښودله او په هغه ځای کې ویده شو. ۱۲هغه په خوب کې یوه زینه ولیده چې په ځمکه باندې ولاړه وه او سر یې اسمان ته رسېده او د خدای پاک فرښتې په هغې باندې ښکته او پورته تللې. ۱۳څښتن د حضرت یعقوب په څنګ کې ولاړ ؤ او ویې فرمایل: <زه څښتن یم، ستا د نیکه ابراهیم خدای او د اسحاق خدای یم. دغه ځمکه چې ته ورباندې پروت یې، تا او ستا اولادې ته به یې ورکړم. ۱۴ستا اولاده به د خاورو د ذرو په شان زیاته کړم او تاسو به د خپل هېواد لمرپرېواته، لمرخاته، شمال او جنوب خواته خپاره شئ او د دنیا ټول قومونه به ستا او ستا د اولادې په وسیله برکت مومي. ۱۵زه به ستا سره مل یم او هرچېرته چې ځې زه به تا ساتم او بېرته به دې دې وطن ته راولم. تر هغې پورې به زه تا پرېنږدم ترڅو مې هغه ټول کارونه نه وي کړي چې تا سره مې وعده کړې وه.>

۱۶کله چې حضرت یعقوب له خوبه راویښ شو ویې فرمایل: <څښتن په دې ځای کې دی خو زه په دې پوه نه وم.> ۱۷هغه ووېرېده او ویې فرمایل: <دا څومره وېروونکی ځای دی. په رښتیا سره دا د خدای پاک کور دی او دا د اسمان دروازه ده.>

۱۸سهار وختي حضرت یعقوب هغه تیږه چې هغه د خپل سر لاندې ایښې وه راواخیستله او د یادګار په توګه یې ودروله او د هغې په سر یې د زیتون تېل واچول. ۱۹هغه دا ځای د بیت ئیل په نوم یاد کړ. مګر پخوا د هغه ښار نوم لوز ؤ. ۲۰بیا حضرت یعقوب نذر کېښود ویې فرمایل: <که چېرې خدای پاک زما سره مل وي او په دې سفر کې چې زه روان یم ما وساتي او ډوډۍ او کالي راته راکړي ۲۱ترڅو په خیر سره بېرته د خپل پلار کور ته ورستون شم، نو بیا به ته زما خدای یې. ۲۲او دغه تیږه چې ما د یادګار په توګه ودرولې ده هغه به د خدای پاک کور شي او هرڅه چې ماته یې راکوې د هغو لسمه برخه به تاته درکوم.>