ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - پنځلسم فصل

په جنسي لحاظ د بدن ناپاکي

۱څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو سره خبرې وکړئ او ورته ووایئ: کله چې د یو سړي د تناسلي آلې څخه زوه راووزي، هغه زوه ناپاکه ده. ۳که دا زوه د هغه د تناسلي آلې څخه رابهیږي یا دا بهېدل د التهاب په سبب بند شوي وي، هغه به ناپاک کړي. ۴که داسې سړی چې زوه ورڅخه راوزي، که هغه په هرې بسترې باندې څملي او یا په هر شي باندې کښېني هغه شی به ناپاک شي. ۵هرڅوک چې د هغه د بسترې سره ولګیږي، ۶یا په هغه شي باندې کښېني چې هغه سړی ورباندې ناست ؤ، نو هغه نفر باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۷هرڅوک چې د هغه سړي سره ولګیږي باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۸که چېرې هغه نفر چې زوه ورڅخه راوزي په داسې یو نفر باندې چې هغه پاک وي لیاړې واچوي، هغه سړی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۹که دا سړی په کوم زین باندې کښېني، هغه به ناپاک شي ۱۰او هرڅوک چې د هغه شي سره ولګیږي چې دا سړی ورباندې ناست ؤ، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې داسې شیان راپورته کړي هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۱۱که چېرې یو سړی چې زوه ورڅخه راووزي او خپل لاسونه یې نه وي مینځلي، په کوم بل نفر باندې ولګیږي، هغه څوک چې دی ورسره لګېدلی دی باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۲که هغه سړی چې زوه ورڅخه راوزي د خټو هر لوښي ته لاس وروړي، هغه باید مات شي او که د لرګي کوم لوښي ته لاس وروړي، هغه باید ومینځل شي.

۱۳له هغې وروسته چې د زوې د راوتلو څخه د دغه سړي علاج وشي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا دې د چینې په تازه اوبو کې خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي نو هغه به پاک شي. ۱۴هغه باید په اتمه ورځ دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او د څښتن حضور ته دې د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راشي او هغه دې کاهن ته ورکړي. ۱۵کاهن دې هغه قرباني کړي، یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره. په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه سړي دپاره د هغه د زوې د راوتلو له کبله کفاره ادا کړي.

۱۶کله چې له یو سړي څخه مني راووزي، هغه باید خپل ټول ځان ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۷هر هغه شی چې د ټوکر یا څرمنې څخه جوړ شوی وي او مني ورباندې لوېدلي وي باید ومینځل شي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۱۸سړی او ښځه دواړه باید د یوځای کېدلو څخه وروسته غسل وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.

۱۹کله چې یوه ښځه میاشتینۍ ناروغي ولري، هغه اووه ورځې ناپاکه پاتې کیږي. هرڅوک چې دې ښځې ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. ۲۰که هغه د خپلې میاشتینۍ ناروغۍ په وخت کې په هر شي باندې کښېني یا ورباندې څملي هغه شی به ناپاک شي. ۲۱‏-۲۳هرڅوک چې د هغې د بسترې یا هر هغه شي سره چې هغه ورباندې ناسته وي ولګیږي، باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک پاتې شي. ۲۴که چېرې یو سړی د هغې ښځې سره په هغه وخت کې یوځای شي کله چې د هغې میاشتینۍ ناروغي پیل کیږي، هغه سړی به اووه ورځې ناپاک وي. په هرې بسترې باندې چې هغه څملي هغه بستره به ناپاکه شي.

۲۵که چېرې د یوې ښځې څخه د میاشتینۍ ناروغۍ څخه پرته د ډېرو ورځو دپاره وینه بهیږي یا برسېره پر عادي میاشتینۍ ناروغۍ دا وینه بهیږي، ترڅو پورې چې دا وینه بهیږي هغه ښځه د میاشتینۍ ناروغۍ په شان ناپاکه پاتې کیږي. ۲۶په دې موده کې که چېرې هغه په هره بستره باندې څملي او یا په هر شي باندې چې کښېني هغه به ناپاک شي. ۲۷هرڅوک چې دغو شیانو ته لاس وروړي هغه به ناپاک شي. هغه باید خپل کالي ومینځي او غسل دې وکړي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي. ۲۸وروسته له دې چې د هغې وینه ودریږي، باید اووه ورځې صبر وکړي نو بیا به هغه پاکه شي. ۲۹په اتمه ورځ باید هغه ښځه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې واخلي او هغه دې د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې کاهن ته راوړي. ۳۰کاهن دې یوه د ګناه د نذرانې دپاره او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره قرباني کړي. په دې ډول به هغه د څښتن په حضور کې د هغې ښځې دپاره د هغې د وینې د بهېدلو د ناپاکۍ په خاطر کفاره ادا کړي.

۳۱کله چې ستاسو څخه کوم یو ناپاک وي، باید د اسراییلو د قوم څخه لېرې واوسیږي. که نه، نو زما مقدسه خېمه به چې د کمپ په منځ کې ده ناپاکه شي او ټول قوم به مړ شي.>

۳۲‏-۳۳دا مقررات د هغه سړي په باره کې دي چې د هغه څخه زوه یا مني راوزي او د هغې ښځې په باره کې چې د میاشتینۍ ناروغۍ په دوران کې وي او یا د هغه سړي په باره کې چې د یوې ناپاکې ښځې سره یوځای شي.