ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

دوم قرنتیان - اتم فصل

سخاوت کول

۱اوس ای خویندو او ورونو! مونږ غواړو چې تاسو د خدای د هغه فضل نه خبر شئ چې د مقدونیې په کلیساګانو باندې شوی دی. ۲که څه هم هغوی د ډېرو ستونزو له امله چې ورسره مخ شوي دي، ازمایل شوي دي او ډېر غریبان وو، خو بیاهم هغوی په ډېرې خوشحالۍ سره ډېر زیات سخاوت وکړ. ۳ځکه چې زه شاهدي ورکوم هغوی چې څومره کولای شول او حتی د خپل توان نه یې هم زیات په خپله خوښه ورکړل. ۴هغوی مونږ ته سختې زارۍ وکړلې چې غواړي د اورشلیم د ایماندارانو سره په مرسته کولو کې شریک شي. ۵دا زمونږ د توقع او هیلې نه زیات وو، ځکه چې هغوی لومړی خپل ځانونه څښتن ته او بیا یې د خدای د ارادې له مخې مونږ ته وسپارل. ۶نو ځکه مونږ د تیتوس نه وغوښتل لکه څنګه چې هغه دا کار پیل کړی ؤ، نو په همدې ډول دې په تاسو کې دا د خیر کار پوره کړي. ۷خو لکه څنګه چې تاسو په هرڅه کې یعنې په ایمان، په خبرو، په پوهه، په ټولو شیانو کي په لېوالتیا او زمونږ سره د مینې په لرلو کې مخکې یئ، نو مونږ غواړو چې تاسو د فضل او خیر په دې کار کې هم مخکې اوسئ.

۸زه دا تاسو ته د یو حکم په توګه نه وایم، بلکې غواړم چې ستاسو د مینې رښتینولي د نورو د لېوالتیا سره د پرتله کولو دپاره وازمایم. ۹تاسو زمونږ د څښتن عیسی مسیح د فضل نه خبر یئ. که څه هم هغه شتمن ؤ، خو ستاسو په خاطر هغه غریب شو، ترڅو تاسو د هغه د غریبۍ په وسیله شتمن شئ.

۱۰نو زه په دې هکله تاسو ته نصیحت کوم، ځکه چې دا ستاسو په ګټه دی: تېر کال چې تاسو کوم کار پیل کړی، هغه اوس تر سره کړئ. یوازې دا نه چې تاسو په ورکړه کې لومړی وئ، بلکې تاسو هم لېوالتیا لرله چې هغه سرته ورسوئ. ۱۱نو کوم کار چې مو پیل کړی دی هغه سرته ورسوئ او د خپلې لېوالتیا له مخې څه چې اوس لرئ د هغو په وسیله دا کار وکړئ. ۱۲ځکه که چېرې څوک لېوالتیا لري چې کوم څه ورکړي، نو د هغه هدیه به د خدای له خوا قبوله شي. البته څوک چې دومره څه ولري چې ورکولای یې شي، که هغه کم وي یا زیات، خو څه چې لري د هغې یوه برخه دې ورکړي.

۱۳‏-۱۴زه نه غواړم چې په تاسو باندې په بار اچولو سره نور خلک ارام شي، بلکې غواړم څه چې اوس تاسو سره پرېمانه دي، هغو خلکو ته یې ورکړئ چې محتاج دي. ترڅو کله چې تاسو محتاج شئ، نو هغوی سره چې کوم څه پرېمانه دي تاسو ته یې درکړي. په دې ډول به برابري رامنځته شي. ۱۵لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

چا چې زیات راټول کړي دي، نو د هغه سره ډېر زیات نه وو او چا چې لږ راټول کړي وو، نو د هغه سره لږ نه وو.

د پولوس له خوا تیتوس او د هغه ملګري ته سپارښتنه

۱۶د خدای شکر دی چې هغه د تیتوس په زړه کې هماغه شوق او علاقه پیدا کړې ده چې مونږ یې ستاسو دپاره لرو. ۱۷هغه نه یوازې دا چې زمونږ غوښتنه یې ومنله چې یوځل بیا تاسو سره وویني، بلکې په خپله یې لېوالتیا لرله چې لاړ شي او تاسو سره وویني. ۱۸د هغه سره مونږ هغه ورور درلېږو چې په ټولو کلیساګانو کې د زیري په رسولو کې مشهور دی. ۱۹برسېره پردې، هغه د کلیساګانو له خوا ټاکل شوی دی چې زمونږ سره د مالي مرستو د رسولو په کار کې زمونږ سره په سفر کې ملګرتیا وکړي، د دې دپاره چې خپله څښتن ته جلال ورکړو او د مرستې دپاره خپله لېوالتیا ښکاره کړو. ۲۰مونږ د دې سخاوتمندانه مرستې د راټولولو او وېشلو څارنه کوو، ترڅو څوک په مونږ باندې نیوکه ونه کړي. ۲۱زمونږ مقصد دا دی چې هغه څه وکړو چې یوازې د څښتن په نظر کې نه بلکې د خلکو په نظر کې هم سم وي.

۲۲مونږ د هغوی سره خپل بل ورور چې څو څو ځلې مو ازمایلی دی او په ډېرو شیانو کې مونږ ته د هغه لېوالتیا او جدي توب معلوم شوی دی، درلېږو. اوس هغه د هغه زیات باور له امله چې په تاسو یې لري، د بل هر وخت نه زیات غواړي چې مرسته وکړي. ۲۳خو د تیتوس په هکله باید ووایم چې ستاسو سره د مرستې په خاطر زما ملګری او همکار دی. همدارنګه د نورو ایماندارانو په هکله چې راځي باید ووایم چې هغوی د کلیساګانو استازي دي او مسیح ته جلال ورکوي. ۲۴نو خپله مینه هغوی ته ثابته کړئ او وښایئ چې ټولې کلیساګانې یې وویني چې مونږ په تاسو باندې بېځایه ویاړ نه کوو.