ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - اته دېرشم فصل

یهودا او تامار

۱داسې وشول چې په هغه وخت کې یهودا خپل ورونه پرېښودل او د حیره په نوم یو سړي سره چې د عدولام د ښار څخه ؤ پاتې شو. ۲هلته یهودا د شوعه په نوم د یو کنعاني د لور سره مخامخ شو. یهودا د هغې سره واده وکړ او ورسره یوځای شو. ۳هغه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې عیر نوم کېښود. ۴هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه. په هغه باندې یې اونان نوم کېښود. ۵هغې بل زوی وزېږاوه او په هغه باندې یې شیله نوم کېښود. یهودا په کزیب کې ؤ چې هلک پیدا شو.

۶یهودا خپل مشر زوی ته ښځه وکړه او د هغې نوم تامار ؤ. ۷د عیر رویه د څښتن په نظر کې خرابه وه. نو څښتن هغه مړ کړ. ۸هغه وخت یهودا د عیر ورور اونان ته وویل: <لاړ شه او د خپل ورور د کونډې سره یوځای شه او د مېړه د ورور په توګه دې خپل مسئولیت ترسره کړه، ترڅو ستا ورور هم اولادونه ولري.> ۹مګر اونان په دې پوهېده چې دا به د ده اولادونه نه وي. نو کله به چې هغه د خپلې کونډې ورېندارې سره څملاست، خپل ځان به یې په ځمکه باندې انزال کاوه او نه یې غوښتل چې د خپل ورور دپاره اولاد راوړي. ۱۰څه چې هغه کول هغه د څښتن په نظر کې بد ښکاره کېدل. نو څښتن هغه هم وواژه. ۱۱نو یهودا خپلې نږور تامار ته وویل: <د خپل پلار په کور کې د کونډې په توګه اوسېږه تر هغې پورې چې زما زوی شیله لوی شي.> ځکه هغه وېرېده چې شیله به هم د خپلو ورونو په شان مړ شي. نو تامار لاړه چې د خپل پلار په کور کې واوسیږي.

۱۲څه موده وروسته د یهودا ښځه یعنې د شوعه لور مړه شوه. کله چې د غم وخت تېر شو، نو یهودا د خپل دوست حیره عدولامي سره د تمنه ښار ته چې هلته د هغه پسونه سکولودل کېدل لاړ. ۱۳کله چې تامار خبره شوه چې د هغې خسر د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تمنې ته روان دی، ۱۴نو هغې خپل د کونډتوب کالي وویستل، خپل مخ یې په څادر کې پټ کړ او د عینایم په دروازه کې چې د تمنې په لاره کې وه کښېناستله. هغې دا کار په دې خاطر وکړ چې د یهودا کشر زوی غټ شوی ؤ، مګر یهودا دا پلان نه درلود چې تامار ورته په نکاح کړي.

۱۵کله چې یهودا هغه ولیدله، په هغې یې د فاحشې ګمان وکړ، ځکه چې مخ یې پټ ؤ. ۱۶هغه پوه نه شو چې هغه د ده نږور ده. هغه د لارې په غاړه باندې هغې ته ورغی او ویې ویل: <راشه، چې درسره څملم.>

هغې پوښتنه وکړه: <ماته به څه راکړې چې درسره څملم؟>

۱۷هغه وویل: <زه به د خپلې رمې څخه تاته یو سېرلی درولېږم.>

هغې پوښتنه وکړه: <تر هغې پورې چې ته هغه رالېږې، ماته به څه شی د ضمانت په توګه پرېږدې؟>

۱۸هغه وویل: <څه شی درته د ضمانت په توګه درکړم؟>

هغې ځواب ورکړ: <مهر، د هغه مزی او دا امسا چې ستا په لاس کې ده.> نو هغه دا هرڅه هغې ته ورکړل او ورسره څملاست او تامار د هغه څخه امیدواره شوه. ۱۹تامار کور ته لاړه. خپل څادر یې لېرې کړ او خپل د کونډتوب کالي یې واغوستل.

۲۰نو یهودا د خپل عدولامي دوست په لاس سېرلی ورولېږه ترڅو د هغې ښځې څخه د ضمانت شیان بېرته واخلي. مګر هغه یې پیدا نه کړه. ۲۱ده د عنایم له خلکو څخه پوښتنه وکړه: <هغه فاحشه چې دلته په لاره کې ناسته وه چېرته ده؟>

هغوی وویل: <دلته هیڅ وخت فاحشه ښځه نه وه.>

۲۲هغه بېرته یهودا ته ورغی او ویې ویل: <ما هغه پیدا نه کړه. برسېره پردې د هغه ځای خلکو وویل: دلته هیڅ فاحشه ښځه نه وه.>

۲۳نو یهودا وویل: <پرېږده چې هغه شیان خپل ځانته وساتي. مونږ نه غواړو چې د خلکو د خندا شو. دا دی ما هغې ته دغه سېرلی ورولېږه مګر تا هغه پیدا نه کړه.>

۲۴درې میاشتې پس یهودا ته خبر ورسېد: <ستا نږور تامار د یوې فاحشې په شان عمل کړی دی او هغه اوس امیدواره ده.>

یهودا وویل: <هغه بیرون راوباسئ او ویې سوزوئ چې مړه شي.>

۲۵چې څنګه یې هغه بیرون راوویستله، خپل خسر ته یې پیغام ورولېږه ویې ویل: <زه د هغه سړي څخه امیدواره شوې یم کوم چې د دې شیانو خاوند دی.> هغې زیاته کړه: <وګوره. دا مهر، د هغه مزی او دا امسا وپېژنه چې د چا دي.>

۲۶یهودا هغه وپېژندل او ویې ویل: <هغه په حقه ده. زه د هغې سره په خپل لوظ کې ناکام شوم. ما باید هغه خپل زوی شیله ته واده کړې وای.> یهودا بیا د هغې سره یوځای نه شو.

۲۷کله چې د تامار د اولاد د زېږولو وخت راورسېد، نو د هغې په ګېډه کې غبرګوني وو. ۲۸د زېږولو په وخت کې د هغو څخه یو خپل لاس راوویست نو دایي یو سور مزی واخیست او د هغه په مړوند باندې یې وتاړه او ویې ویل: <دا اول راووت.> ۲۹خو کله چې هغه خپل لاس بېرته کش کړ د هغه ورور راووت او هغې وویل: <ته څرنګه راووتلې!> او په هغه باندې یې فارص نوم کېښود. ۳۰پس له هغې د هغه ورور چې په مړوند باندې یې سور مزی ؤ راووت او هغه یې د زارح په نوم یاد کړ.