ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم پادشاهان - پنځلسم فصل

د یهودا پاچا عزیا

(دویم تواریخ ۲۶: ۱ - ۲۳)

۱په اسراییلو کې د یروبعام د پاچاهۍ په اووه ویشتم کال د امصیا زوی عزیا د یهودا پاچا شو. ۲هغه د شپاړس کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې دوه پنځوس کاله پاچاهي وکړه. د هغه د مور نوم یکلیا ؤ چې د اورشلیم څخه وه.

۳عزیا د خپل پلار په شان د څښتن اطاعت کاوه او ښه کارونه یې کول. ۴که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول او خلکو لا هم هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

۵څښتن عزیا د جذام په مرض اخته کړ او د عمر تر پایه پورې په هغه رنځ رنځور پاتې شو. هغه په خپل کور کې یواځې اوسېده. د هغه زوی یوتام د ماڼۍ او هېواد واک درلود.

۶د عزیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۷عزیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی یوتام د هغه په ځای پاچا شو.

د اسراییلو پاچا زکریا

۸په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په اته دېرشم کال د یروبعام زوی زکریا د اسراییلو پاچا شو. هغه په سامره کې شپږ میاشتې پاچاهي وکړه. ۹زکریا د خپلو نیکونو په شان د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. هغه د نباط د زوی د یروبعام بده لاره غوره کړه، څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ. ۱۰د یابیش زوی شلوم د زکریا په ضد دسیسه جوړه کړه او د خلکو په مخکې یې وواژه. بیا شلوم د هغه په ځای پاچا شو. ۱۱د زکریا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۲په دې توګه څښتن د ییهو سره خپله هغه وعده سرته ورسوله چې ویلي یې وو: <د اسراییلو راتلونکي څلور پاچاهان به ستا د کورنۍ څخه وي.> او همداسې وشول.

د اسراییلو پاچا شلوم

۱۳په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال شلوم د اسراییلو پاچا شو. هغه یوه میاشت په سامره کې پاچاهي وکړه. ۱۴وروسته د جادي زوی مناحیم د ترزې څخه سامرې ته راغی، شلوم یې هلته وواژه او په خپله د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.

۱۵شلوم چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې هرڅه کړي دي، د هغې دسیسې په شمول چې د زکریا په ضد یې کړې وه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۱۶مناحیم د ترزه څخه د تګ په حال کې، د تفسح ښار، د هغه اوسېدونکي او ګردچاپېره سیمې په بشپړه توګه له منځه یوړې، ځکه چې دا ښار ده ته نه ؤ تسلیم شوی. هغه حتی د ټولو امیدوارو ښځو ګېډې هم څیرې کړې.

د اسراییلو پاچا مناحیم

۱۷په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په نهه دېرشم کال مناحیم د جادي زوی د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې لس کاله پاچاهي وکړه. ۱۸هغه د خپل ژوند تر پایه پورې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.

۱۹د مناحیم د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. مناحیم، تغلت فلاسر ته څلور دېرش ټنه سپین زر ورکړل، ترڅو تغلت فلاسر د هغه سره د پاچاهۍ د واک په ساتلو کې مرسته وکړي. ۲۰نو مناحیم په اسراییلو کې په هر شتمن نفر باندې حکم وکړ چې هغه ته نیم نیم کیلوګرامه سپین زر ورکړي او دا ټول هغه د آشور پاچا ته ورکړل. نو د آشور پاچا برید ودراوه او د اسراییلو څخه لاړ.

۲۱د مناحیم د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۲مناحیم مړ او ښخ شو. بیا د هغه زوی فقحیا د هغه په ځای پاچا شو.

د اسراییلو پاچا فقحیا

۲۳په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په پنځوسم کال فقحیا د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې دوه کاله پاچاهي وکړه. ۲۴هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ، غوره کړه.

۲۵د رملیا زوی فقح د فقحیا د لښکر قوماندان ؤ، مګر هغه د پاچا د وژلو دپاره پلانونه جوړ کړل. نو هغه د پنځوسو تنو جلعادیانو سره په سامره کې د ماڼۍ تر ټولو قوي برخې ته ورننوتل او فقحیا پاچا یې په قتل ورساوه. د پاچا سره یې دوه نور سړي چې ارجوب او اریه نومېدل هم په قتل ورسول. بیا فقح د هغه په ځای پاچا شو.

۲۶د فقحیا د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

د اسراییلو پاچا فقح

۲۷په یهودا کې د عزیا د پاچاهۍ په دوه پنځوسم کال د رملیا زوی فقح د اسراییلو پاچا شو او په سامره کې یې شل کاله پاچاهي وکړه. ۲۸هغه د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه، د نباط د زوی یروبعام بده لاره یې غوره کړه څوک چې د اسراییلو د ګناه سبب ګرځېدلی ؤ.

۲۹د فقح د پاچاهۍ په دوران کې د آشور پاچا تغلت فلاسر په اسراییلو باندې برید وکړ. هغه د عیون، آبل بیت معکې، یانواح، قادش او حاصور ښارونه او همدارنګه د جلعاد، جلیل او د نفتالي ټولې سیمې هم ونیولې. بیا هغه اسراییلیان د اسیرانو په توګه آشور ته یوړل.

۳۰په یهودا کې د یوتام د پاچاهۍ په شلم کال د ایله زوی هوشع د فقح په ضد دسیسه جوړه کړه او هغه یې په قتل ورساوه. بیا هوشع د هغه په ځای د اسراییلو پاچا شو.

۳۱د فقح د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي.

د یهودا پاچا یوتام

(دویم تواریخ ۲۷: ۱ - ۹)

۳۲په اسراییلو کې د فقح د پاچاهۍ په دویم کال د عزیا زوی یوتام د یهودا پاچا شو. ۳۳یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه.

۳۴یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو. ۳۵دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه. که څه هم سیمه یز د عبادت ځایونه ړنګ نه شول، لا هم خلکو هلته قربانۍ کولې او خوشبویي یې سوځولې.

۳۶د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳۷د هغه د پاچاهۍ په دوران کې د لومړي ځل دپاره څښتن د سوریایي پاچا رزین او د اسراییلو پاچا فقح ولېږل چې په یهودا باندې برید وکړي. ۳۸یوتام مړ شو او د هغه د نیکه داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای پاچا شو.