ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - پنځلسم فصل

اسا او په یهودا کې د بتانو ماتول

۱د عودید په زوی عزریا باندې د خدای روح نازل شو ۲او هغه لاړ چې د اسا پاچا سره لیدنه کتنه وکړي. عزریا هغه ته وویل: «ای اسا او د یهودا او د بنیامین ټولو خلکو، ماته غوږ ونیسئ! تر هغه وخته پورې چې تاسو د څښتن سره یئ، هغه ستاسو سره مل دی، که چېرې تاسو د هغه په لټه کې شئ، هغه به پیدا کړئ. خو که چېرې د هغه څخه مخ واړوئ هغه به هم ستاسو څخه مخ واړوي. ۳اسراییلو ډېره موده پرته له رښتیني خدای او شریعت څخه ژوند تېراوه. کاهنان نه وو چې هغوی ته څه ورزده کړي. ۴خو د مصیبت په وخت کې به د اسراییلو څښتن خدای ته راګرځېدل. هغوی د خدای په لټه کې شول او هغه یې پیدا کړ. ۵په هغه وخت کې هېچا نه شو کولای چې په امن سره تګ راتګ وکړي، ځکه چې په هر هېواد کې ناارامي او ګډوډي وه. ۶یو قوم به په بل قوم باندې او یو ښار به په بل ښار باندې ظلم او تېری کاوه، ځکه چې خدای هغوی په هر ډول مصیبت او کړاو اخته کړل. ۷خو تاسو تکړه او زړور اوسئ او بې حوصلې کېږئ مه. بیا چې تاسو کوم کار کوئ، تاسو ته به د هغې اجر درکول کیږي.»

۸کله چې اسا د عودید د زوی عزریا پېشګویي واورېدله، نو هغه زړور شو. هغه ټول هغه بتان لېرې کړل چې د یهودا او د بنیامین په خاوره کې وو او همدارنګه هغه بتان چې په هغو ښارونو کې وو چې هغه د افرایم په غرنۍ سیمه کې نیولي وو. هغه د څښتن د قربانۍ ځای هم بېرته جوړ کړ چې د هغه د کور د برنډې په مخکې ؤ. ۹اسا د یهودا او د بنیامین ټول خلک او همدارنګه د افرایم، منسي او د شمعون د سیمو خلک چې د هغوی سره په یهودا کې اوسېدل، راوغوښتل. د دې خلکو زیات شمېر د اسا پلویان شوي وو، ځکه چې هغوی لیدلي وو چې د هغه څښتن خدای د هغه سره مل دی. ۱۰د اسا د پاچاهۍ د پنځلسم کال په درېمه میاشت، هغوی په اورشلیم کې راغونډ شول. ۱۱په هماغه ورځ هغوی د هغه غنیمت څخه چې د ځان سره یې راوړی ؤ، څښتن ته اووه سوه غوایان او اووه زره پسونه قرباني کړل. ۱۲هغوی لوظ وکړ او دا خبره یې ومنله چې د زړه له کومي او په ټول ځان به د خپلو نیکونو د څښتن خدای عبادت کوي. ۱۳هرچا، ځوان او زوړ، نارینه او ښځې چې د هغه عبادت به یې نه کاوه، هغه به وژل کېده. ۱۴هغوی په لوړ اواز سره سرني وغږول او د څښتن په نوم یې قسم وخوړ چې په خپل لوظ به ودریږي. ۱۵د یهودا ټول خلک خوشحاله وو، ځکه چې هغوی د زړه له کومي دا لوظ کړی ؤ. هغوی په شوق سره د څښتن عبادت کاوه او څښتن هغوی قبول کړل او هغوی ته یې د هرې خوا نه سوله ور په برخه کړه.

۱۶اسا پاچا حتی خپله نیا معکه د ملکې د مور په توګه د خپل مقام څخه لېرې کړه، ځکه چې هغې د اشیره کرغېړن بت جوړ کړی ؤ. اسا هغه بت رانسکور کړ، هغه یې ټوټې ټوټې کړ او ټوټې یې د قدرون په دره کې وسوځولې. ۱۷که څه هم اسا د اسراییلو د عبادت سیمه ییز ځایونه له منځه یو نه وړل، خو هغه ټول عمر څښتن ته وفادار پاتې شو. ۱۸هغه د خدای په کور کې سره زر او سپین زر او نور ټول شیان کېښودل چې هغه او د هغه پلار خدای ته وقف کړي وو.

۱۹د اسا د پاچاهۍ تر پنځه دېرشم کاله پورې هلته نوره هېڅ جګړه ونه شوه.