ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - یوولسم فصل

اسراییلیان شکایت کوي

۱د اسراییلو قوم د خپلو تکلیفونو په هکله شکایت کول پیل کړل. کله چې څښتن د هغوی شکایت واورېد، هغه په قهر شو او په قوم باندې یې اور نازل کړ. د هغوی په منځ کې اور بلېده او د کمپ یوه څنډه یې له منځه یوړله. ۲کله چې قوم حضرت موسیٰ ته د مرستې دپاره زاري وکړه، هغه څښتن ته دعا وکړه او اور مړ شو. ۳نو هغه ځای د تبعیره په نوم یاد شو، ځکه چې هلته د هغوی په منځ کې د څښتن له خوا اور بل شوی ؤ.

حضرت موسیٰ اویا تنه مشران ټاکي

۴ځینې بېګانه خلک وو چې د اسراییلیانو سره راغلي وو. د هغوی غوښې ته ډېر سخت زړه کېده او حتیٰ په خپله اسراییلیانو هم په شکایت کولو پیل وکړ او ویې ویل: <کاشکې مونږ ته د خوراک دپاره لږه غوښه وای! ۵څومره ماهیان چې مونږ غوښتل په مصر کې مو وړیا خوړلی شول او هلته بادرنګ، هندوانې، ګندنه، پیاز او هوږه هم وه. ۶مګر دلته زمونږ اشتها له منځه لاړه، بغیر له دې من څخه مونږ بل هیڅ شی ونه لید.>

۷من د دڼیا د تخم په شان ؤ، خو رنګ یې سپین بخن ؤ. ۸‏-۹هغه د شپې له خوا د پرخې سره یوځای په کمپ باندې اورېده. په سهار کې به خلک ګرځېدل او هغه به یې راټولاوه، په مېچن کې به یې میده کاوه او یا به یې په اونګ کې ټکاوه او بیا به یې په لوښو کې ایشاوه او ډوډۍ به یې ورڅخه تیارولې. خوند یې د هغې ډوډۍ په شان ؤ چې د زیتونو په تېلو کې پخیږي.

۱۰حضرت موسیٰ د هرې کورنۍ د خلکو ژړا چې هر یو د خپلې خېمې د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ او ژړل یې، واورېدله. څښتن ډېر زیات په قهر شو او په دې باندې حضرت موسیٰ خفه شو. ۱۱هغه څښتن ته وفرمایل: <خپل خدمتګار دې ولې د داسې تکلیف سره مخامخ کړی دی؟ ما څه کړي دي چې له ما څخه ناراضه شوی یې او د ټول قوم پېټی دې زما په اوږو باندې ایښی دی؟ ۱۲هغوی ما نه دي پیدا کړي او نه مې هغوی زېږولي دي! ولې زما څخه غواړې چې د یوې دایي په شان کار وکړم او هغوی لکه د ماشومانو په شان په ټوله لار کې په غېږ کې واخلم او هغه وطن ته یې بوځم چې د هغوی د نیکونو سره دې وعده کړې وه؟ ۱۳هغوی ماته ژاړي چې مونږ ته غوښه راکړه چې ویې خورو. د دې ټول قوم دپاره غوښه له کوم ځای څخه راپیدا کړم؟ ۱۴دا کار زما دپاره ډېر سخت دی. زه یوازې څنګه کولی شم چې د دغو ټولو خلکو مسئولیت په غاړه واخلم؟ ۱۵که چېرې ته زما سره دا ډول رویه کوې، نو په ما باندې رحم وکړه او همدا اوس مې مړ کړه او دا بدبخته ژوند مې پای ته ورسوه!>

۱۶څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <اویا تنه عزتمن خلک چې د قوم د مشرانو په توګه پېژندل شوي وي راغونډ کړه. هغوی ماته مقدسې خېمې ته راوله او ورته ووایه چې ستا په څنګ کې ودریږي. ۱۷زه به درکوز شم او هلته به ستا سره خبرې وکړم او د هغه روح څخه به چې تاته مې درکړی دی لږ واخلم او هغوی ته به یې ورکړم. بیا هغوی کولی شي چې ستا سره د دغو خلکو دپاره د مسئولیت په درلودلو کې مرسته وکړي او ته به مجبور نه یې چې یوازې ته دا مسئولیت په غاړه واخلې. ۱۸اوس قوم ته ووایه: د سبا دپاره خپل ځانونه پاک کړئ، تاسو به غوښه وخورئ. څښتن اورېدلي دي چې تاسو فریاد کوئ او وایئ چې کاشکې زمونږ سره لږه غوښه وای او مونږ په مصر کې ډېر ښه وو. اوس به څښتن تاسو ته غوښه درکړي او تاسو به یې وخورئ. ۱۹تاسو به هغه یوازې یوه، دوه، پنځه، لس یا حتیٰ شل ورځې نه، ۲۰بلکه پوره یوه میاشت به یې وخورئ ترڅو ستاسو د سپېږمو څخه راووزي او زړه مو ورڅخه تور شي. داسې به وشي، ځکه چې تاسو د څښتن څخه چې ستاسو په منځ کې حاضر دی منکر شوي یئ او دا شکایت مو کړی دی چې باید هیڅکله له مصر څخه وتلي نه وای.>

۲۱حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <دلته زما سره لږ تر لږه شپږ لکه نفره دي. نو څنګه فرمایلی شې چې د هغوی دپاره به دا غوښه پوره یوه میاشت کفایت وکړي؟ ۲۲حتیٰ که چېرې ټولې رمې او پادې هم حلالې شي یا د دریاب ټول ماهیان هم ونیول شي، د هغوی دپاره به کفایت ونه کړي.>

۲۳څښتن په ځواب کې وفرمایل: <زه هرڅه کولی شم! ته به ژر ووینې چې زما خبرې به رښتیا شي.>

۲۴نو حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راووت او څه چې څښتن فرمایلي وو هغه یې قوم ته بیان کړل. هغه اویا تنه مشران راغونډ کړل او د خېمې شاوخوا یې ودرول. ۲۵بیا څښتن په ورېځ کې راکوز شو او د حضرت موسیٰ سره یې خبرې وکړې. څښتن د هغه روح څخه چې حضرت موسیٰ ته یې ورکړی ؤ، لږ واخیست او اویا مشرانو ته یې ورکړ. کله چې د څښتن روح په هغوی باندې نازل شو نو هغوی د نبیانو په شان په نبوت پیل وکړ، مګر دا کار یې یوازې د یو ځل دپاره وکړ.

۲۶الداد او میداد دوه مشران وو چې په کمپ کې پاتې وو او خېمې ته تللي نه وو. مګر کله چې په هغوی باندې هم روح نازل شو، نو په کمپ کې یې نبوت پیل کړ. ۲۷یو ځوان حضرت موسیٰ ته ورمنډه کړه او د الداد او میداد په هکله یې ورته خبر ورکړ.

۲۸د نون زوی یوشع چې د خپلې ځوانۍ له وخت څخه د حضرت موسیٰ مرستیال ؤ، وویل: <ای موسیٰ زما باداره، هغوی منع کړه!>

۲۹مګر حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل: <آیا ستا سره دا اندېښنه ده چې هغوی به په ما باندې څه وکړي؟ کاشکې څښتن خپل روح په خپل ټول قوم باندې نازل کړي نو هرڅوک به نبي شي.> ۳۰بیا حضرت موسیٰ او د اسراییلو اویا مشران بېرته کمپ ته لاړل.

څښتن مړزان رانازلوي

۳۱له هغې وروسته څښتن یو قوي باد رانازل کړ چې مړزان یې د دریاب څخه راوړل. هغه د ځمکې څخه د یو متر څخه په کمه فاصله کې پورته الوتل ترڅو د اسراییلیانو په کمپ او د هغه په شاوخوا باندې د څو څو کیلومترو په فاصله له هرې خوا څخه راښکته شول. ۳۲نو خلکو ټوله ورځ او ټوله شپه او ټوله راتلونکې ورځ مړزان ونیول. هیچا د زرو کیلوګرامو څخه کم نه وو راټول کړي. هغه یې د وچېدلو دپاره د کمپ شاوخوا ته وغوړول. ۳۳مګر د غوښې د خوراک د شروع سره سم څښتن په قوم باندې په قهر شو او په کمپ باندې یې سخته وبا نازله کړه. ۳۴هغه ځای د قبروت هتاوه (د حریصانو د قبرونو) په نوم یاد شو، ځکه چې په هغه ځای کې هغه خلک ښخ شول چې غوښې ته به یې سخت زړه کېده.

۳۵له هغه ځای څخه قوم حضیروت ته سفر وکړ او هلته یې خېمې ودرولې.