ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - څلورویشتم فصل

د لوظ تائیدول

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ته، هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو اویا مشران ماته غره ته راوخېژئ او له لېرې فاصلې څخه راته سجده وکړئ. ۲یوازې ته ماته نژدې راشه او نور دې راته نژدې نه راځي. د اسراییلو د قوم د نورو خلکو څخه دې هیڅوک هم غره ته نه راخېژي.>

۳کله چې حضرت موسیٰ راغی او خلکو ته یې د څښتن ټولې خبرې او قوانین اعلان کړل، هغوی په یو اواز په ځواب کې وویل: <مونږ به د څښتن په هره خبره باندې عمل کوو.> ۴حضرت موسیٰ د څښتن ټول امرونه ولیکل. هغه سهار وختي پاڅېد او د غره په لمنه کې یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او هلته یې دولس تیږې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو نماینده ګي یې کوله ودرولې. ۵بیا حضرت موسیٰ اسراییلي ځینې ځوانان ولېږل او هغوی سوزېدونکې نذرانې او ځینې غوایان د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړل. ۶حضرت موسیٰ نیمه وینه راواخیستله او په لګنونو کې یې واچوله او نیمه یې په قربانګاه باندې وشیندله. ۷بیا هغه د لوظ کتاب راواخیست او خلکو ته یې په لوړ اواز سره ولوست. هغوی وویل: <مونږ به د څښتن اطاعت کوو او د هغه په ټولو امرونو باندې به عمل کوو.>

۸بیا حضرت موسیٰ هغه وینه چې په لګنونو کې وه راواخیستله او په خلکو باندې یې وشیندله. هغه وفرمایل: <دا د هغه لوظ وینه ده چې څښتن د دغو ټولو حکمونو په مطابق له تاسو سره کړی دی.>

۹حضرت موسیٰ د حضرت هارون، ناداب، ابیهو او د اسراییلو د اویا مشرانو سره غره ته وخوت ۱۰او د اسراییلو خدای یې ولید. د هغه د پښو لاندې د شین یاقوت د فرش په شان یو څه ښکاره کېدل چې د اسمان په شان شنه وو. ۱۱که څه هم د اسراییلو دغو مشرانو خدای پاک ولید، خو هغه ورته زیان ونه رساوه. بیا هغوی وخوړل او ویې څښل.

حضرت موسیٰ د سینا په غره کې

۱۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <ماته د غره سرته راوخېژه او دلته پاتې شه. زه به تاته د تیږو لوحې چې په هغو باندې مې د خلکو د لارښودنې دپاره حکمونه لیکلي دي درکړم.> ۱۳حضرت موسیٰ او د هغه مرستیال یعنې یوشع تیار شول او حضرت موسیٰ مقدس غره ته ورپورته شو. ۱۴حضرت موسیٰ مشرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته انتظار وباسئ، ترڅو مونږ بېرته راشو. حضرت هارون او حور ستاسو سره دي او هرڅوک چې کومه مسئله لري هغوی ته دې ورشي.>

۱۵کله چې حضرت موسیٰ غره ته پورته شو، ورېځو غر پټ کړ ۱۶او د څښتن جلال د سینا په غره باندې خپور شو. غر شپږ ورځې په ورېځو کې پټ ؤ او په اوومه ورځ څښتن له ورېځو څخه حضرت موسیٰ ته غږ وکړ. ۱۷د څښتن جلال اسراییلیانو ته داسې ښکارېده لکه د غره په سر باندې چې اور بل وي. ۱۸کله چې حضرت موسیٰ غره ته ورپورته شو، هغه په ورېځو کې ورننوت او څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې په غره کې پاتې شو.