ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - اته ویشتم فصل

۱په هغو ورځو کې فلسطینیانو خپل ځواکونه راغونډ کړل چې د اسراییلو سره جنګ وکړي. آخیش داود ته وویل: <ته باید پوه شې چې ته او ستا سړي باید زما د لښکرو سره ملګرتیا وکړئ.>

۲داود وویل: <تاسو به په خپله ووینئ چې ستاسو نوکر څه کولی شي.>

آخیش ځواب ورکړ: <ډېر ښه، زه به تا ټول عمر خپل ساتونکی وټاکم.>

شائول د یوې کوډګرې سره مشوره کوي

۳په دې وخت کې سموئیل مړ شوی ؤ او ټولو اسراییلیانو د هغه دپاره ویر کړی ؤ او هغه یې په خپل ښار یعنې رامه کې ښخ کړی ؤ. شائول کوډګران او هغه خلک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کولې د اسراییلو څخه شړلي وو.

۴د فلسطینیانو لښکرې سره راټولې شوې او د شونیم ښار ته نژدې یې خېمې ودرولې. شائول ټول اسراییلیان راغونډ کړل او د جلبوع په غره کې یې خېمې ودرولې. ۵کله چې شائول د فلسطینیانو ځواکونه ولیدل هغه ووېرېد او زړه یې سخت رپېده. ۶نو هغه د څښتن څخه پوښتنه وکړه چې څه وکړي، مګر څښتن هغه ته نه د خوبونو، نه د اوریم په استعمالولو او نه د نبیانو په وسیله ځواب ورکړ. ۷نو شائول خپلو درباریانو ته حکم وکړ: <ماته یوه ښځه راپیدا کړئ چې کوډګره وي او د مړو د ارواحګانو سره مشورې کوي چې زه هغې ته ورشم او ورڅخه پوښتنه وکړم.>

هغوی ځواب ورکړ: <د عین دور په ښار کې یوه کوډګره ښځه شته.>

۸نو شائول خپله څېره بدله کړه، نور کالي یې واغوستل او د خپلو دوه نفرو سره د شپې په تیاره کې هغې ښځې ته ورغی. هغه ورته وویل: <زما دپاره د ارواحګانو سره مشوره وکړه او ماته ووایه چې څه کېدونکي دي. هغه سړی ماته راوغواړه چې زه یې نوم درته وایم.> ۹مګر ښځې هغه ته وویل: <بېشکه ته پوهېږې چې شائول څه کړي دي، هغه کوډګران او هغه څوک چې د مړو د ارواحګانو سره خبرې کوي د هېواد څخه شړلي دي. ولې دې راته دام ایښی دی چې ومې وژنې؟>

۱۰شائول هغې ته د ژوندي څښتن په نوم باندې قسم وخوړ او ویې ویل: <په دې کار به ته سزا ونه مومې.>

۱۱نو ښځې پوښتنه وکړه: <څوک درته راوغواړم؟>

هغه وویل: <سموئیل راته راوغواړه.>

۱۲کله چې هغې ښځې سموئیل ولید، په لوړ اواز یې چیغې ووهلې. هغې شائول ته وویل: <زه دې ولې وغولولم؟ ته شائول یې!>

۱۳پادشاه هغې ته وویل: <مه وېرېږه! څه شی وینې؟>

ښځې په ځواب کې وویل: <زه یوه ارواح وینم چې د ځمکې څخه بیرون راوزي.>

۱۴هغه پوښتنه وکړه: <هغه د څه شي په شان ښکاري؟>

هغې وویل: <یو زوړ سړی چې چپنه یې اغوستې ده راپورته کیږي.> نو شائول پوه شو چې سموئیل دی، هغه د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت.

۱۵سموئیل شائول ته وویل: <زه دې ولې په تکلیف کړم چې بېرته راشم؟>

شائول وویل: <زه په لوی مصیبت باندې اخته یم. فلسطینیان زما سره جګړه کوي، خدای زما څخه خپل مخ اړولی دی او ماته نور نه د نبیانو او نه د خوبونو په وسیله ځواب راکوي. نو تاسو مې د دې دپاره راوغوښتلئ چې راته ووایئ چې څه وکړم.>

۱۶سموئیل وویل: <اوس چې څښتن ستا څخه مخ اړولی دی او ستا دښمن شوی دی ولې زما سره مشوره کوې؟ ۱۷څښتن هغه څه کړي دي چې زما په وسیله یې تاته ویلي وو. هغه ستا څخه پادشاهي اخیستې او داود ته یې ورکړې ده. ۱۸تا د څښتن د حکم څخه سرغړونه وکړه او د هغه قهر او غضب دې عمالیقیانو ته ونه ښود. نو ځکه څښتن دا ورځ په تا باندې راوستې ده. ۱۹پرته له دې به څښتن اسراییل او تا دواړه فلسطینیانو ته په لاس ورکړي او سبا به ته او ستا زامن زما سره یئ. څښتن به د اسراییلو لښکر هم فلسطینیانو ته تسلیم کړي.>

۲۰شائول سمدلاسه پرېوت او په ځمکه باندې اوږد وغزېده. د سموئیل له خبرو څخه ډېر ووېرېده. هغه خپل قوت له لاسه ورکړی ؤ ځکه چې هغه ټوله ورځ او ټوله شپه هیڅ شی نه ؤ خوړلی. ۲۱کله چې هغه ښځه شائول ته ورغله او ویې لیدل چې هغه ډېر وېرېده، هغې ورته وویل: <ګورئ، باداره! ما خپل ځان په خطر کې واچاوه او تاسو چې څه ماته ویلي وو هغه کار مې وکړ. ۲۲اوس مهرباني وکړئ څه چې زه وایم هماغسې وکړئ. اجازه راکړئ چې ستاسو دپاره یو څه خواړه تیار کړم. تاسو باید څه وخورئ ترڅو د سفر دپاره پوره قوت پیدا کړئ.>

۲۳شائول انکار وکړ او ویې ویل: <نه یې خورم.> مګر د هغه نفرو او هغې ښځې هغه وهڅاوه او هغه د دوی خبره ومنله. هغه د ځمکې څخه راپورته شو او په کټ باندې کښېناست. ۲۴هغې ښځې په کور کې یو چاغ سخوندر درلود، هغه یې په بیړه سره حلال کړ. وروسته هغې یو څه اوړه راواخیستل، ویې اغږل او فطیره ډوډۍ یې پخه کړه. ۲۵بیا یې هغه خواړه د شائول او د هغه د نفرو په مخ کې کېښودل او هغوی وخوړل. په هماغه شپه هغوی پاڅېدل او روان شول.