ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - څوارلسم فصل

ابشالوم اورشلیم ته راستنیږي

۱یوآب د زرویه زوی پوه شو چې داود پادشاه ابشالوم ډېر یادوي. ۲نو یوآب تقوع ته یو نفر ولېږه او له هغه ځای څخه یې یوه هوښیاره ښځه راوستله. هغې ته یې وویل: <داسې فرض کړه چې ته د ویر کولو په حال کې یې. د ویر کالي واغونده او د ښه بوی لرونکي تېل مه وهه. خپل ځان د هغې ښځې په شان جوړ کړه چې زیات وخت یې ویر کړی وي. ۳بیا پادشاه ته ورشه او هغه څه چې زه یې درته وایم هغه ته ووایه.> نو بیا یوآب هغې ته وویل چې څه ووایي.

۴کله چې هغه ښځه پادشاه ته ورغله، هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوتله او ویې ویل: <ای اعلیحضرته! زما سره مرسته وکړه.>

۵پادشاه د هغې څخه پوښتنه وکړه: <ته څه غواړې؟>

هغې ځواب ورکړ: <زه کونډه یمه. زما میړه مړ شوی دی. ۶اعلیحضرته! زما دوه زامن وو. یوه ورځ هغوی په پټي کې یو د بله سره جنګ وکړ او هلته هیڅوک نه ؤ چې دوی سره بېل کړي. یوه هغه بل وواژه. ۷اوس زما ټول خپلوان زما په ضد راپورته شوي دي او زما څخه دا غوښتنه کوي چې خپل زوې هغوی ته وسپارم، ترڅو هغه د خپل ورور د قتل په خاطر ووژني. که چېرې هغوی دا کار وکړي نو زما اخرنۍ هیله به هم له منځه یوسي او زما میړه ته به د ځمکې په مخ نه نوم پاتې شي او نه اولاد.>

۸پادشاه هغې ښځې ته وویل: <ته خپل کور ته ستنه شه او زه به ستا په خاطر حکم ورکړم.>

۹هغې وویل: <اعلیحضرته! تاسو چې هرڅه کوئ د هغې ملامتیا دې په ما او زما په کورنۍ باندې وي، تاسو او شاهي کورنۍ دې بې ګناه وي.>

۱۰پادشاه ځواب ورکړ: <که چېرې چا درته څه وویل، هغه ماته راوله، بیا به هیڅکله تا نه ځوروي.>

۱۱هغې وویل: <اعلیحضرته! مهرباني وکړئ د خپل څښتن خدای په نوم قسم وخورئ ترڅو زما خپلوان چې زما د زوی د مرګ د بدل اخیستلو مسئول دی زما د بل زوی په وژلو سره یو لوی جرم ونه کړي.>

داود ځواب ورکړ: <زه د ژوندي څښتن په نوم قسم خورم چې ستا د زوی د سر یو ویښته به هم کم نه شي.>

۱۲هغې ښځې وویل: <اعلیحضرته! اجازه راکړئ چې یوه بله خبره هم درته وکړم.>

هغه ځواب ورکړ: <ووایه!>

۱۳هغې ښځې وویل: <ولې مو د خدای د قوم سره داسې غلطي کړې ده؟ تاسو خپل زوی نه پرېږدئ چې د جلاوطنۍ څخه راستون شي نو تاسو خپل ځان په هغې خبرې باندې چې همدا اوس مو وکړه ملامتوئ. ۱۴مونږ ټول مړه کېږو او د اوبو په شان یو چې په ځمکه باندې توئیږي او بېرته نه شي راټولېدلی. خدای ژوند نه اخلي بلکه داسې لاره لټوي چې یو شړلی سړی د هغه څخه لېرې پاتې نه شي.

۱۵نو اوس، اعلیحضرته! د دې خبرې دلیل چې زه راغلې یم چې تاسو سره خبرې وکړم، دا دی چې خلک ماته ګواښ کوي. نو ما د ځان سره وویل چې زه به تاسو سره خبرې وکړم او دا هیله مې درلودله چې تاسو به هغه څه وکړئ چې زه یې غواړم. ۱۶ما فکر کاوه چې تاسو به زما خبرو ته غوږ ونیسئ او ما به د هغه سړي د لاسه وژغورئ چې هڅه کوي ما او زما زوی دواړه د هغه وطن څخه بې برخې کړي چې خدای مونږ ته راکړی دی.

۱۷اعلیحضرته! نو ما باور درلود چې ستاسو وعده به ماته ارامي راولي، ځکه چې تاسو د ښو او بدو په پېژندلو کې د خدای د فرښتې په شان یاست. ستاسو څښتن خدای دې له تاسو سره وي.>

۱۸پادشاه ځواب ورکړ: <زه ستا څخه یو سوال کوم او ته باید راته پوره رښتیا ووایې.>

هغې ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! د هر شي پوښتنه چې کوئ.> ۱۹پادشاه د هغې څخه پوښتنه وکړه: <آیا په دې ټولو کارونو کې له تا سره د یوآب لاس نه دی؟>

هغې ځواب ورکړ: <اعلیحضرته! زه ستاسو په ژوند باندې قسم خورم چې هیڅوک نه شي کولی له تاسو څخه حقیقت پټ کړي. په رښتیا سره دا ستاسو قوماندان یوآب ؤ، هغه ټول څه چې ما تاسو ته وویل، هغه ماته را زده کړل. ۲۰خو هغه دا کار د دې دپاره وکړ چې دا اوسنی حالت بدل کړي. اعلیحضرته! تاسو د خدای د فرښتې په شان حکمت لرئ، هر هغه څه چې په هېواد کې پېښیږي تاسو ورباندې پوهېږئ.>

۲۱وروسته پادشاه یوآب ته وویل: <ډېر ښه، ما پرېکړه کړې ده څه چې ته غواړې زه به یې وکړم. لاړ شه او هغه ځوان ابشالوم دلته راوله.>

۲۲یوآب هغه ته د درناوي کولو په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <اعلیحضرته! خدای دې تاته برکت درکړي! اوس زه پوه شوم چې تاسو زما څخه خوشاله یئ، ځکه چې زما غوښتنه مو ومنله.> ۲۳بیا یوآب جشور ته لاړ او ابشالوم یې بېرته اورشلیم ته راوست. ۲۴خو بیاهم پادشاه حکم وکړ چې ابشالوم دې خپل کور ته لاړ شي. پادشاه وویل: <زه نه غواړم چې د هغه مخ ووینم.> نو ابشالوم په خپل کور کې اوسېده او د پادشاه سره به نه مخامخ کېده.

ابشالوم د داود سره پخلا کیږي

۲۵په ټولو اسراییلو کې د ابشالوم په شان ښکلی او د صفت وړ سړی نه پیدا کېده. په هغه کې د سر څخه نیولې تر پښو پورې هیڅ کوم عیب نه ؤ. ۲۶د هغه ویښتان ډېر ګڼ وو او په کال کې به یې یو ځل کمول. هرکله چې به هغه ډېر اوږده او درانده شول نو د هغه وزن به د شاهي اندازې د وزن له مخې له دوه کیلوګرامو څخه زیاتېده. ۲۷ابشالوم درې زامن او د تامار په نامه یوه لور درلودله چې ډېره ښایسته نجلۍ وه.

۲۸ابشالوم دوه کاله په اورشلیم کې اوسېده او د پادشاه مخ یې ونه لید. ۲۹نو ابشالوم یوآب د دې دپاره راوغوښت چې پادشاه ته یې ورولېږي، مګر هغه ونه غوښتل چې ده ته ورشي. نو هغه یې د دوهم ځل دپاره راوغوښت مګر هغه د راتګ څخه انکار وکړ. ۳۰نو ابشالوم خپلو خدمتګارانو ته وویل: <ګورئ، د یوآب پټی زما د پټي په څنګ کې دی او هلته د هغه اوربشې دي، لاړ شئ او اور ورته واچوئ.> نو هغوی پټي ته اور واچاوه.

۳۱یوآب د ابشالوم کور ته ورغی او ورڅخه یې پوښتنه وکړه: <ستا خدمتګارانو ولې زما پټي ته اور اچولی دی؟>

۳۲ابشالوم یوآب ته وویل: <ګوره، ما تاته خبر درولېږه چې دلته راشه. ما غوښتل چې پادشاه ته ورشې او زما دپاره ورڅخه دا پوښتنه وکړې چې ولې د جشور څخه دلته راغلم؟ ښه به دا وه چې هلته پاتې شوی وای.> ابشالوم زیاته کړه: <زه ستا څخه غواړم چې ماته داسې لاره جوړه کړې چې پادشاه وګورم. که چېرې زه ګناهکار یم نو پرېږده چې ومې وژني.>

۳۳نو یوآب پادشاه ته ورغی او دا یې ورته وویل. بیا پادشاه ابشالوم راوغوښت او هغه راغی او د پادشاه په مخ کې د درناوي په خاطر ځمکې ته ټیټ شو او پادشاه ابشالوم ښکل کړ.