يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - شلم باب

د ضوفر وېنا

۱بيا ضوفر نعماتى ورته ووئيل، ۲”زما زړۀ وائى چې جواب درکړم، ځکه چې ستا خبرو زۀ خفه کړے يم. ۳تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بې‌عزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم. ۴تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو، ۵د بدعمله کس کاميابى لنډه وى، او د خُدائ پاک نه منکرو خلقو خوشحالى د لږ وخت دپاره وى. ۶کۀ هغوئ د آسمانونو پورې هم اوچت شوى وى، او د هغوئ سرونه وريځو ته رسېدلى وى، ۷هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟ ۸هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى. ۹کومو خلقو چې هغوئ ليدلى وى نو هغه به يې نور ونۀ ګورى، او چې چرته اوسېدل نو د هغه ځائ خلق به يې ياد نۀ کړى. ۱۰د هغوئ د اولاد نه به هغه مال دولت واپس لاړ شى، چې کوم يې د غريبانانو نه اخستے وى. ۱۱هغوئ به په ځوانۍ کښې مړۀ شى او په خاورو کښې به ښخ شى. ۱۲په بدعملۍ کښې خوند وى، او د دې خوند تر ډېر وخته پورې وى. ۱۳او د خوږ څيز په شان يې په خولۀ کښې د ډېر وخت پورې ساتى، ۱۴خو ناګهانه د هغوئ خوراک په خېټه کښې تريخ شى، او د دې نه دننه زهر جوړ شى. ۱۵هغوئ مال دولت تېر کړى خو بيا يې اولټۍ کړى، خُدائ پاک د هغوئ دولت د هغوئ د خېټې نه واپس راوغورزوى. ۱۶هغوئ به د مارانو زهر وخورى، او زهرژن مار به هغوئ ووژنى. ۱۷هغوئ به سيندونه ونۀ ګورى، هغه نِهرونه چې شات او پئ په کښې بهيږى. ۱۸د هغوئ ناجائزه ګټه به د هغوئ نه واپس وځى، او په مال دولت باندې به خوشحالى ونۀ کړى، ۱۹ځکه چې هغوئ غريبانان وهلى دى او نهر يې پرېښى دى، او د هغوئ کورونه يې قبضه کړى دى کوم چې هغوئ نۀ دى جوړ کړى. ۲۰د هغوئ د حرص ختمېدل نشته، چې په څۀ خوشحاليږى نو د هغې نه به ورسره هيڅ پاتې نۀ شى. ۲۱هغوئ چې څۀ خورى نو د هغې نه هيڅ نۀ پاتې کيږى، نو په دې وجه د هغوئ مالدارى ختميږى. ۲۲کله چې هغوئ ښۀ کامياب وى، نو د غم چپې به په هغوئ باندې راشى. ۲۳چې کله هغوئ خپلې خېټې ډکې کړى نو خُدائ پاک دې په هغوئ باندې سخت قهر راولى، او دا قهر دې په هغوئ لکه د ږلۍ راوريږى. ۲۴هغوئ به د اوسپنې د وسلې نه تښتى، خو د زېړو په غشى به هغوئ ولګى. ۲۵هغه غشے د هغوئ د ملا نه وويستلے شى، او دا غشے په وينه سور وى، يره به په هغوئ باندې راشى. ۲۶د هغوئ خزانه به په تکه توره تيارۀ کښې پټه شى، يو داسې اور به هغوئ تباه کړى چې هيچا بل کړے نۀ وى، او د هغوئ په کور کښې پاتې هر څۀ به تباه شى. ۲۷آسمانونه به د هغوئ ګناه ښکاره کړى، او زمکه به د هغوئ خِلاف ګواهى ورکوى. ۲۸يو سېلاب به د هغۀ کور يوسى، د خُدائ پاک قهر به په هغوئ سېلاب راولى. ۲۹دا د خُدائ پاک د طرف نه د بدعمله کسانو اَنجام دے، دا د هغوئ هغه ميراث دے چې د خُدائ پاک د طرف نه يې فېصله شوې ده.“