ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ اتيايم زبور

د مرستې دپاره دعا

(د داود دعا)

۱ای څښتنه سوال مې واوره او قبول یې کړه

ځکه چې زه یمه کمزوری حاجتمند یمه زه

۲له مرګ مې وساته ته ځکه چې یمه وفادار تاته

ای زما خدایه، ته مې وژغوره

ځکه چې زه ستا خدمتګار یم او په تا باندې باور لرمه

۳ای څښتنه، په ما رحم وکړه

ځکه تاته کړم فریاد ټوله ورځ

۴خپل خادم دې کړه خوشحاله

ځکه ستا درګاه ته زه دعا کومه

۵ای څښتنه نېک یې ته بخښونکی یې

د هغه چا سره کوې مینه تلپاتې

چې کړي سوال درڅخه

۶ای څښتنه واوره ته دعا زما

زما د مرستې زارۍ واوره

۷زه فریاد کومه تاته سخته ورځ کې

ځکه چې ته مې دعاګانو ته ځواب ورکوې

۸ای څښتنه بل څوک نشته ستا په مثل معبودانو د دنیا کې

تا چې کړي کوم کارونه بل څوک نه یې شي کولای

۹چې پیدا کړي دي تا ټول قومونه

تاته به راشي او سجده به وکړي

او هم به ستا نوم ته جلال ورکړي

۱۰دا چې ته لوی او کوې ته عجیبه کارونه

نو همدا ته یوازېنی خدای یې

۱۱ای څښتنه وښایه ماته دې ته خپله لاره

چې زه د ستا رښتینولۍ کې قدم پورته کړمه

او داسې زړه راکړه چې وېره وکړمه ستا له نومه

۱۲ای څښتنه، ای زما خدایه

د زړه له کومي به کړم ستا صفت

د تل دپاره به ستا نوم ته زه جلال ورکوم

۱۳ځکه چې ستا مینه ده عظیمه ماته

د قبر تل نه دې ژغورلی یم زه

۱۴ای خدایه، په ما حمله کوي مغروره خلک

یوه ظالمه ډله هڅه کړي چې ومې وژني

هماغه ډله ده چې نه لري د ستا پروا

۱۵خو ای څښتنه، ته رحیم او مهربانه خدای یې

نه په قهرېږې زر ته ډېره مینه او وفا کوې

۱۶ای څښتنه نظر وکړه زما په لوري په ما رحم وکړه

خپل ځواک دې راکړه او ما وژغوره

داسې خدمت دې زه کومه چې مې مور کړی دی

۱۷راته دې نښه د نېکۍ وښایه ای څښتنه

ما سره مرسته وکړه ماته تسلي راکړه

وبه شرمیږي دښمنان زما چې وویني دا