ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - نهه ویشتم فصل

حضرت یعقوب د لابان کور ته رسیږي

۱نو حضرت یعقوب خپل سفر ته دوام ورکړ او د مشرق د خلکو خاورې ته راغی. ۲هغه په صحرا کې یو کوهی ولید چې د پسونو درې رمې یې په څنګ کې پنډې وې. له دې کوهي څخه به رمو اوبه څښلې او د کوهي خولې ته یوه لویه تیږه ایښې وه. ۳څه وخت چې به ټولې رمې هلته راغونډې شوې نو شپانو به دغه تیږه د کوهي د خولې څخه لېرې کوله او رمو ته به یې اوبه ورکولې. بیا به یې تیږه بېرته د کوهي خولې ته ایښودله.

۴حضرت یعقوب د شپانو څخه پوښتنه وکړه: <ای زما ورونو، تاسو د کوم ځای یئ؟>

هغوی ځواب ورکړ: <مونږ د حران یو.>

۵هغه پوښتنه وکړه: <تاسو د ناحور لمسی لابان پېژنئ؟>

هغوی ځواب ورکړ: <هو، مونږ هغه پېژنو.>

۶هغه پوښتنه وکړه: <هغه ښه دی؟>

هغوی ځواب ورکړ: <هغه ښه دی. وګوره، دا د هغه لور راحیل ده چې د خپلې رمې سره راروانه ده.>

۷حضرت یعقوب وفرمایل: <تر اوسه پورې لا لمر جګ ولاړ دی او د رمو د راغونډېدلو وخت نه دی. پسونو ته اوبه ورکړئ او هغه بېرته څړځای ته بوځئ.>

۸هغوی وویل: <دا کار مونږ نه شو کولی. څه وخت چې ټولې رمې راغونډې شي او د کوهي د خولې څخه تیږه لېرې کړای شي، بیا به پسونو ته اوبه ورکړو.>

۹حضرت یعقوب لا د هغوی سره خبرې کولې چې راحیل د رمې سره راغله ځکه چې هغه شپونکۍ وه. ۱۰کله چې حضرت یعقوب راحیل ولیدله چې د هغه د ماما لابان رمه ورسره وه، هغه کوهي ته ورغی او تیږه یې د کوهي د خولې څخه لېرې کړه او د لابان پسونو ته یې اوبه ورکړې. ۱۱بیا حضرت یعقوب راحیل ښکل کړه او په لوړ اواز سره یې وژړل. ۱۲حضرت یعقوب راحیل ته وفرمایل: <زه ستا د پلار د خپلوانو څخه یم او د ربکا زوی یم.>

هغه په منډه لاړه او خپل پلار یې خبر کړ. ۱۳څنګه چې لابان د خپل خوریي حضرت یعقوب خبر واورېد نو په منډه د هغه لیدلو ته ورغی. هغه یې په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او خپل کور ته یې راوست. بیا هرڅه چې پېښ شوي وو حضرت یعقوب لابان ته بیان کړل. ۱۴لابان هغه ته وویل: <په رښتیا سره ته زما خپله وینه او خپل هډوکی یې.> حضرت یعقوب پوره یوه میاشت د هغه سره پاتې شو.

حضرت یعقوب د لیه او راحیل سره واده کوي

۱۵لابان حضرت یعقوب ته وویل: <آیا په دې خاطر چې ته زما خپل یې نو ماته به وړیا خدمت کوې؟ ووایه چې ته څومره مزدوري غواړې؟> ۱۶لابان دوه لورګانې درلودلې، د مشرې نوم لیه او د کشرې نوم راحیل ؤ. ۱۷د لیه سترګې ښکلې وې مګر راحیل ښایسته وه او ښکلی اندام یې درلود. ۱۸حضرت یعقوب په راحیل باندې مین شوی ؤ او ویې فرمایل: <که چېرې خپله کشره لور ماته راکړې، نو زه به اووه کاله ستا خدمت وکړم.>

۱۹لابان وویل: <دا به ښه وي چې هغه تاته درکړم، نه کوم بل چاته. زما سره دلته پاتې شه.> ۲۰نو حضرت یعقوب د راحیل دپاره اووه کاله خدمت وکړ، مګر دا کلونه هغه ته لکه د ډېرو لږو ورځو په شان ښکاره شول ځکه چې هغه د راحیل سره ډېره مینه درلودله.

۲۱نو حضرت یعقوب لابان ته وفرمایل: <هغه موده پوره شوې ده، اجازه راکړه چې ستا د لور سره واده وکړم.> ۲۲نو لابان د هغه ځای ټول خلک راغونډ کړل او مېلمستیا یې ورکړه. ۲۳خو کله چې شپه شوه، هغه د راحیل په ځای لیه حضرت یعقوب ته وروستله او حضرت یعقوب د هغې سره یوځای شو. ۲۴لابان خپله وینځه زلفه خپلې لور لیه ته د نوکرې په توګه ورکړه. ۲۵کله چې سهار شو حضرت یعقوب ته معلومه شوه چې هغه لیه وه. هغه لابان ته ورغی او ویې فرمایل: <زما سره دې ولې داسې وکړل؟ ما د دې دپاره کار کاوه چې راحیل ماته راکړې، زه دې ولې وغولولم؟>

۲۶لابان ځواب ورکړ: <دلته زمونږ په ځای کې داسې رواج نه دی چې کشره لور د مشرې څخه مخکې واده کړي. ۲۷صبر وکړه چې د لیه د واده اوومه ورځ پوره شي بیا به راحیل هم درکړم، خو ته به اووه کاله نور هم زما خدمت کوې.>

۲۸حضرت یعقوب قبوله کړه او د لیه سره یې د واده اوومه ورځ پوره کړه او لابان خپله لور راحیل هغه ته ورکړه. ۲۹لابان خپله وینځه بلهه خپلې لور راحیل ته د نوکرې په توګه ورکړه. ۳۰حضرت یعقوب د راحیل سره هم یوځای شو. په هغه باندې د لیه څخه راحیل ډېره ګرانه وه. هغه لابان ته اووه کاله نور خدمت وکړ.

د حضرت یعقوب اولادونه

۳۱کله چې څښتن ولیدل چې حضرت یعقوب د لیه سره ډېره مینه نه کوي، خدای پاک هغې ته اولادونه ورکړل، مګر راحیل شنډه وه. ۳۲لیه امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه او په هغه باندې یې روبین نوم کېښود، ځکه هغې وویل: <څښتن زما سختي لیدلې ده. اوس به مې مېړه راسره مینه کوي.> ۳۳هغه بیا امیدواره شوه، زوی یې وزېږاوه او ویې ویل: <دا ځکه چې څښتن پوهیږي چې حضرت یعقوب زما سره مینه نه کوي، نو دا یې هم راکړ.> نو په هغه باندې یې شمعون نوم کېښود. ۳۴هغه بیا امیدواره شوه او زوی یې وزېږاوه، ویې ویل: <اوس به د خپل مېړه زړه ته ورنژدې شم، ځکه چې درې زامن مې ورته وزېږول.> نو په دې خاطر یې په هغه باندې لاوي نوم کېښود. ۳۵هغه بیا امیدواره شوه او کله چې د هغې زوی پیدا شو، هغې وویل: <دا ځل به زه د څښتن ستاینه وکړم>، نو هغې په هغه باندې یهودا نوم کېښود. وروسته له هغې څخه لیه د اولاد د زېږولو څخه ولوېدله.