ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه دېرشم زبور

په ګناه اقرار کول او بخښنه

(د داود زبور)

۱بختور دی هغه څوک چې سرکښي یې بخښل شوې

هغه څوک چې په ګناهونو یې اچول شوې پرده

۲بختور دی هغه څوک چې یې څښتن نه ګڼي مجرم

او هغه څوک چې د ټګۍ نه پاک وي

۳کله چې نه مې کاوه اقرار په ګناهونو خپلو

نو ټوله ورځ به له زګېروو نه زه ستومانه ومه

۴راکوله به سزا راته شپه او ورځ تا ای څښتنه

ما قوت خپل بېخي ورکړ له لاسه

لکه څنګه چې د اوړي ګرمي وچ کړي لنده بل

۵نو ما تاته اقرار وکړلو د خپلو ګناهونو

پټ مې نه کړل ما له تا نه خپل جرمونه

دا مې وویل د خپل ځان سره په زړه کې:

«زه به په خپلو سرکښیو باندې وکړمه اقرار څښتن ته»

او تا زما ټول ګناهونه معاف کړل

۶نو چې موقع نه وي د لاس ځینې وتلې

باید ټول وفادار خلک دعا وغواړي له تا نه

چې کله زیات شي تکلیفونه د سېلاب په شان

تکلیف به دوی ته ور ونه رسیږي

۷ته پناه یې زما ما به ساتې د تکلیفونو نه

زما د بچ کېدو نغمې چاپېره به ویلی شي

۸څښتن وایي: «هغه لار به درته ښایم

چې باید ته پرې لاړ شې

تاته به وکړم لارښوونه زه

او په تا به ساتم نظر

۹بې عقل کېږئ مه لکه د اس او د قچر په شان

چې کنترول یې په قیضه او واګي کیږي

او که نه نو رابه نه شي ستاسو خواته»

۱۰ډېر وي غمونه بدکارانو لره

خو چې څوک کړي په څښتن باندې توکل

ساتل کیږي به هغه د ده په تلپاتې مینه

۱۱ای نېکانو، هغه څه چې څښتن کړي

په هغو خوشحاله اوسئ او ښادي کړئ

صادقانو، د خوښۍ ووهئ چیغې!