ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - شپږدېرشم فصل

د واده شویو ښځو میراث

۱یوه ورځ د جلعاد د طایفې د کورنیو مشران حضرت موسیٰ او د اسراییلو نورو مشرانو ته ورغلل. (جلعاد د ماخیر زوی، ماخیر د منسي زوی او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ.) ۲هغوی وویل: <باداره، څښتن تاته حکم کړی دی چې د اسراییلو خلکو ته د پچې په اساس ځمکه ووېشې. همدارنګه هغه حکم کړی دی چې زمونږ د خپلوان صلفحاد ځمکه د هغه لورګانو ته ورکړې. ۳مګر دا خبره یاد ساته، که چېرې هغوی د بلې قبیلې د سړیو سره ودونه وکړي، د هغوی جایداد به د هماغې قبیلې شي او زمونږ دپاره ټاکل شوې برخه به کمه شي. ۴د بېرته ورکولو په کال کې کله چې ټول خرڅ شوی جایداد خپل اصلي خاوند ته بېرته ورکړل شي، د صلفحاد د لورګانو ځمکه به د هغې قبیلې په دایمي جایداد باندې ورزیاته شي په کومې کې چې هغوی واده شوې دي او دا به زمونږ د قبیلې په تاوان تمام شي.>

۵نو حضرت موسیٰ د څښتن له خوا د اسراییلو قوم ته دغه حکم ورکړ. هغه وفرمایل: <د منسي قبیله چې څه وایي هغه صحیح دي ۶او څښتن فرمایي چې د صلفحاد لورګانې ازادې دي چې د هرچا سره چې وغواړي واده کولی شي خو یوازې په خپله قبیله کې. ۷په دې ډول به د هر اسراییلي جایداد د هغه د خپلې قبیلې پورې تړلی پاتې شي. ۸هره ښځه چې د اسراییلو په یوه قبیله کې ځمکه په میراث اخلي باید د هماغې قبیلې د سړي سره واده وکړي. په دې ډول به ټولو اسراییلیانو ته د خپلو نیکونو جایداد په میراث کې ورسیږي ۹او د یوې قبیلې ځمکه دې بلې قبیلې ته نه ورکول کیږي. هره قبیله دې خپل ملکیت وساتي.>

۱۰‏-۱۱د صلفحاد لورګانو محلې، ترصې، حجلې، ملکې او نوعې د څښتن اطاعت وکړ او د خپلو ترونو د زامنو سره یې ودونه وکړل ۱۲او د منسي په قبیلې کې پاتې شوې. نو د هغوی جایداد د هغوی د پلار په قبیله کې پاتې شو.

۱۳دا هغه اصول او مقررات دي چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ اسراییلیانو ته ورکړل.