ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - څوارلسم فصل

د یهودا پاچا اسا

۱ابیا مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه زوی اسا د هغه په ځای پاچا شو. د هغه په وخت کې په یهودا کې لس کاله سوله وه.

۲اسا هغه کارونه کول چې د څښتن خدای په نظر کې ښه او سم وو. ۳هغه د پردیو خدایانو د قربانۍ او بتانو ته د عبادت ځایونه وران کړل. هغه د تیږو ستنې ټوټې ټوټې کړې او د اشیره بتان یې راوغورځول. ۴هغه د یهودا په خلکو باندې امر وکړ چې د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای عبادت وکړي او د هغه قوانینو او حکمونو ته غاړه کېږدي. ۵هغه د یهودا په ټولو ښارګوټو کې د عبادت سیمه ییز ځایونه او د خوشبویۍ قربانګاوې ورانې کړې. له دې امله د هغه د پاچاهۍ په وخت کې امن او ارامي وه.

۶د اسا د پاچاهۍ په وخت کې د یهودا په سیمه کې ارامي وه. په هغه وخت کې هغه په یهودیه کې قوي ښارونه جوړ کړل او څو کاله هلته جنګ نه ؤ، ځکه چې څښتن هغوی ته ارامي ورکړې وه. ۷هغه د یهودا خلکو ته وویل: «راځئ چې د دې ښارونو دپاره دېوالونه او د څارنې برجونه جوړ کړو او داسې دروازې ورته جوړې کړو چې په اړمونو بندیږي. دا هېواد تر اوسه پورې زمونږ دی، ځکه چې مونږ خپل څښتن خدای ته رجوع کړې ده. هغه د ټولو دښمنانو څخه په ارامۍ کې ساتلي یو.» خلکو ښارونه آباد کړل او نېکمرغه شول.

۸اسا یو لوی لښکر درلود: د هغوی څخه درې سوه زره تنه د یهودا د قبیلې څخه وو او لوی سپرونه او نېزې ورسره وې. دوه لکه او اتیا زره تنه د بنیامین د قبیلې څخه وو او کوچني سپرونه او لیندې ورسره وې. هغوی ټول زړور جنګیالي وو.

د ایتوپیا د لښکرو ماتې

۹زارح ایتوپیایي د یو میلیون کسیزه لښکر او درې سوه جنګي ګاډیو سره په یهودا باندې حمله وکړه او تر مریشه پورې یې پرمختګ وکړ. ۱۰اسا حرکت وکړ چې د هغه سره وجنګیږي او دواړې خواوې مریشه ته نژدې د صفاته په دره کې، ځای په ځای شوې. ۱۱اسا خپل څښتن خدای ته زاري وکړه او ویې ویل: «ای څښتنه، یوازې ته د یو کمزوري لښکر سره مرسته کولای شې چې یو قوي لښکر ته ماتې ورکړي. ای زمونږ څښتن خدایه، مونږ ستا په مرستې باندې تکیه کوو. مونږ ستا په نوم د دې قوي لښکر سره د جنګ دپاره راغلي یو او مونږ پوهېږو چې ته به ماتې نه خورې. ته زمونږ څښتن خدای یې.»

۱۲نو څښتن د ایتوپیایانو لښکرو ته د اسا او یهودا د لښکرو په لاس ماتې ورکړه او هغوی وتښتېدل. ۱۳بیا اسا او د هغه عسکرو هغوی تر جرار پورې تعقیب کړل. دومره ډېر ایتوپیایان ووژل شول چې د هغوی لښکر ونه شو کولای چې بېرته سره یو ځای شي او وجنګیږي. څښتن او د هغه لښکر هغوی تباه کړل او هغوی په زیاته اندازه غنیمت ونیو. ۱۴هغوی وکولای شول چې د جرار د شاوخوا سیمو ښارونه له منځه یوسي، ځکه چې څښتن په دغو خلکو باندې وېره راوستې وه. له دې امله چې دې ښارونو ډېر غنیمت درلود، نو د اسا لښکرو دا ټول لوټ کړل. ۱۵هغوی په هغو کمپونو باندې هم حمله وکړه چې شپانه په کې اوسېدل او ډېر پسونه، وزې او اوښان یې ونیول. بیا هغوی بېرته اورشلیم ته راستانه شول.