ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - دري دېرشم فصل

د مصر څخه موآب ته د اسراییلیانو سفر

۱وروسته له دې چې اسراییلیان د حضرت موسیٰ او حضرت هارون تر مشرۍ لاندې د مصر څخه لاړل، نو د هغوی د سفر مختلفې مرحلې په لاندې ډول وې: ۲د څښتن په امر حضرت موسیٰ د هغه ځای نوم لیکه چې هرځل به هغوی خپلې خېمې په کې ودرولې.

۳‏-۴اسراییلیان د اولې میاشتې په پنځلسمه ورځ د اولنۍ فسحې په سبا د مصر د رعمسیس د ښار څخه لاړل. یوه ورځ مخکې څښتن د مصر خدایانو ته سزا ورکړې وه او په هرې مصري کورنۍ کې یې هر مشر زوی وژلی ؤ. نو په داسې حال کې چې مصریانو مړي ښخول، هغوی اسراییلیان لیدل چې په ویاړ سره د هغوی د هېواد څخه تلل.

۵د اسراییلو قوم د رعمسیس څخه لاړ او په سوکوت کې یې خېمې ودرولې ۶او د هغه ځای څخه لاړل او په ایتام کې یې چې د دښتې په یوه څنډه کې پروت ؤ خېمې ودرولې. ۷له هغه ځای څخه فم الحیروت ته چې د بعل صفون په ختیځ کې ؤ، بېرته راستانه شول او مجدل ته نژدې یې خېمې ودرولې. ۸هغوی د فم الحیروت څخه لاړل، د سرې بحیرې څخه تېر شول، درې ورځې یې د ایتام په دښته کې سفر وکړ او په ماره کې یې خېمې ودرولې. ۹بیا هغوی په ایلیم کې خېمې ودرولې چېرته چې د اوبو دولس چینې او اویا د خرما ونې وې.

۱۰هغوی د ایلیم څخه لاړل او د سرې بحیرې په غاړه یې خېمې ودرولې. ۱۱د سرې بحیرې څخه روان شول او د سین په دښته کې یې خېمې ودرولې. ۱۲بیا د سین له دښتې څخه لاړل او په دفقه کې یې خېمې ودرولې. ۱۳د دفقه څخه لاړل او په الوش کې یې خېمې ودرولې. ۱۴د الوش څخه لاړل او په رفیدیم کې یې خېمې ودرولې، چېرته چې د خلکو دپاره د څښلو اوبه نه وې. ۱۵هغوی د رفیدیم څخه لاړل او په آخر کې د سینا دښتې ته ورسېدل.

۱۶‏-۳۶څنګه چې اسراییلیانو د سینا له دښتې څخه قادش ته چې د صین په دښته کې ؤ سفر کاوه، هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: قبروت هتاوه، حصیروت، رتمه، رمون فارص، لبنه، رسه، قهیلاته، د شافر غر، حراده، مقهیلوت، تاحت، تارح، متقه، حشمونه، مسیروت، بني یعقان، حورالجدجاد، یطبات، عبرونه، عصیون جابر او په آخر کې قادش. ۳۷کله چې هغوی د قادش څخه لاړل، د هور د غره په څنګ کې یې د ادوم په سرحد کې خېمې ودرولې.

۳۸دا هغه ځای دی چېرته چې څښتن په حضرت هارون کاهن باندې امر وکړ چې د غره سرته وخېژي. حضرت هارون هلته د پنځمې میاشتې په اوله ورځ څلوېښت کاله وروسته له دې چې اسراییلیان د مصر څخه تللي وو، مړ شو. ۳۹په هغه وخت کې حضرت هارون د یوسلو درویشتو کالو په عمر ؤ.

۴۰د عراد کنعاني پادشاه چې د کنعان په جنوب کې اوسېده واورېدل چې اسراییلیان راروان دي.

۴۱‏-۴۷اسراییلیان د هور د غره څخه د موآب په لور روان شول. په لاره کې هغوی په دغو ځایونو کې خېمې ودرولې: صلمونه، فونون، اوبوت، عیی عباریم چې د موآب په سیمه کې ؤ، دیبون جاد، علمون دبلاتایم، د نبو غره ته نژدې یو ځای چې د عباریم په غرونو کې ؤ ۴۸او په آخر کې د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په بله غاړه اریحا ته مخامخ. ۴۹د هغوی کمپ د بیت یشیموت څخه تر آبل شطیم پورې غزېدلی ؤ.

د کنعان د فتح کولو دپاره د څښتن امر

۵۰کله چې د اسراییلو قوم د موآب په ډاګونو کې د اردن د سیند په غاړه اریحا ته مخامخ خېمې ودرولې وې، څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل چې ۵۱هغوی ته دا پیغام ورسوي: <کله چې تاسو د اردن د سیند څخه تېر شئ او کنعان ته ورننوزئ، ۵۲باید د هغه ځای ټول اوسېدونکي وشړئ. د هغوی ټول د تیږو او فلزي بتان او ټولې عبادتخانې له منځه یوسئ. ۵۳هغه خاوره ونیسئ او په هغې کې واوسېږئ، ځکه چې هغه مې تاسو ته درکړې ده. ۵۴هغه ځمکه د مختلفو قبیلو او طایفو ترمنځ د پچې په اساس ووېشئ، لویې طایفې ته زیاته ځمکه او کوچنۍ طایفې ته لږه ځمکه ورکړئ. ۵۵که چېرې د هغه ځای ټول اوسېدونکي ونه شړئ، هغوی به ستاسو په سترګو کې د اغزیو او ستاسو په بدنونو کې به د کرکڼو په شان شي. هغوی به تل تاسو ته تکلیف درکوي. ۵۶که چېرې تاسو هغوی ونه شړئ، زه به تاسو تباه کړم لکه څنګه چې مې د هغوی د تباه کولو پلان جوړ کړی دی.>