ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اووۀ شپېتم زبور

د شکرګزارۍ سندره

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د موسیقۍ د تار لرونکو آلو سره زبور د سندرې په شکل)

۱ای خدایه، رحم وکړه په مونږ او برکت راکړه

په ورین تندي وګوره مونږ ته

۲ترڅو چې ټوله دنیا وپېژني ستا لاره

ترڅو چې ټول قومونه وپېژني ستا نجات بخښونکی ځواک

۳پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه

پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت

۴پرېږده خوشحال شي ټول قومونه

او سندرې د خوښۍ ووایي

ځکه چې ته د ولسونو قضاوت کړې په انصاف سره

او په دنیا کې لارښوونه د قومونو کوې

۵پرېږده چې خلک دې صفت وکړي خدایه

پرېږده چې ټول خلک دې کاندي صفت

۶بیا ورکوي ځمکه به خپل حاصل

خدای، زمونږه خدای به کړي نازل خپل برکت په مونږ

۷خدای دې راکړي برکت مونږ ته

پرېږده چې ټول خلک په هرځای کې ترې وېره وکړي