ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

امثال - څوارلسم فصل

په حکمت ژوند کول

۱هوښیاره ښځه خپل کور ودانوي

خو جاهله ښځه خپل کور په خپل لاس ورانوي.

۲څوک چې له څښتن څخه وېریږي هغه په سمه لار ځي

خو څوک چې په غلطو لارو روان وي څښتن سپکوي.

۳د جاهل له کبرجنې ژبې نه د سزا شنه لښته جوړیږي

خو د هوښیارانو د خولې خبرې له هغوی ساتنه کوي.

۴چېرته چې څاروي نه وي هلته اخور خالي وي

خو د غویي په زور ډېر حاصل لاسته راځي.

۵رښتینی شاهد هېڅکله دروغ نه وایي

خو دروغجن شاهد تل دروغ بادوي.

۶ملنډې وهونکی حکمت لټوي خو هېڅ نه مومي

خو د عقل خاوند علم په اسانۍ لاسته راوړي.

۷له کم عقل نه لېرې لاړ شه

ځکه چې له خولې نه به یې علم حاصل نه کړې.

۸ځیرک انسان په خپل حکمت خپله لار پېژني

خو د کم عقلانو جهالت د ګمراهۍ سبب ګرځي.

۹جاهل د ګناه د تاوان په نذرانه پورې خاندي

خو صادقان د څښتن رضا او خوشحالي غواړي.

۱۰یوازې د انسان زړه په خپل خفګان ښه پوهیږي

او هېڅوک د هغه په خوشحالۍ کې برخه نه شي اخیستلی.

۱۱د بدکارانو کور به وران شي

خو د صادقانو خېمه به ودانه شي.

۱۲د یو انسان په نظر یوه لار سمه ښکاري

خو په اخر کې هغه په مرګ پای ته رسیږي.

۱۳حتی په خندا کې زړه هم خفه کیږي

او د خوشحالۍ په اخر کې خفګان پاتې کیږي.

۱۴له سمې لارې نه مخ اړوونکی به د خپل کار حاصل وګوري

خو نېک انسان به د خپل عمل په مېوه نور هم موړ شي.

۱۵ساده سړی په هرڅه باندې باور کوي

خو ځیرک انسان د هر قدم په اخیستلو کې فکر کوي.

۱۶د حکمت خاوند په احتیاط له بدو نه خپل ځان ساتي

خو کم عقل انسان په ځان ډاډمن او د هېڅ شی پروا نه لري.

۱۷غوسه ناک خلک د جهالت کارونه کوي

او له مکرجن انسان نه خلک کرکه کوي.

۱۸جهالت د ساده خلکو په نصیب وي

خو د ځیرکه خلکو په سر به د علم تاج وي.

۱۹بدکاران به د ښو خلکو په مخکې سر ټیټې شي

او شر اچوونکي به د نېکانو په دروازو کې په ګونډو شي.

۲۰د مسکین انسان نه خپل ګاونډي هم کرکه کوي

خو شتمن انسان ډېر دوستان لري.

۲۱څوک چې خپل ګاونډي سپک ګڼي نو ګناه کوي

او بختور دی هغه څوک چې په عاجزانو رحم کوي.

۲۲څوک چې بدې ارادې لري بې لارې کیږي

خو څوک چې نېکې ارادې لري نو مینه او وفا یې په برخه کیږي.

۲۳ټول سخت کارونه د آبادۍ سبب ګرځي

خو تشې خبرې حتمي نېستي راولي.

۲۴د هوښیارانو دولت د هغوی د سر تاج دی

خو د کم عقلانو ناپوهي د هغوی جهالت دی.

۲۵رښتینی شاهد د خلکو ژوند ژغوري

خو د دروغجن له خولې نه د ټګۍ خبرې راوځي.

۲۶له څښتن څخه وېره د انسان دپاره د امن ټینګه کلا ده

او د هغه د اولادونو دپاره کلکه پناه ګاه ده.

۲۷له څښتن څخه وېره د ژوند سرچینه ده

چې انسان د مرګ له دامونو څخه ژغوري.

۲۸د پاچا شان او شوکت په ډېرو خلکو جوړ وي

خو بې ولسه مشر له تباهۍ سره مخامخ کیږي.

۲۹څوک چې زر نه په قهریږي د ډېرې پوهې خاوند وي

خو غوسه ناک سړی خپل جهالت ښکاره کوي.

۳۰ارام فکر بدن ته روغتیا ورکوي

خو کینه هډوکي وراسته کوي.

۳۱څوک چې په غریبانو ظلم کوي نو د هغوی د خالق سپکاوی کوي

خو څوک چې په مظلومانو رحم کوي نو د خالق درناوی کوي.

۳۲بدکاره انسان په خپلو عملونو ځان تباه کوي

خو نېک انسان د مرګ په خوله کې هم پناه اخلي.

نېکي او نرمه ژبه

۳۳حکمت د عقلمن انسان په زړه کې تلپاتې وي

او د کم عقلانو په منځ کې هم خپل ځان څرګندوي.

۳۴په صداقت سره یو قوم سرلوړی کیږي

خو ګناه د هغوی د رسوایۍ سبب ګرځي.

۳۵پاچا د هوښیار خدمتګار څخه خوشحالیږي

خو څوک چې د شرم کارونه کوي د هغه د قهر سبب کیږي.