ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

درې نوييم زبور

د څښتن پاچاهي

۱څښتن کوي پاچاهي

هغه اغوستې د جلال چپنه

څښتن اغوستې ده چپنه

او په قوت یې خپله ملا تړلې

په رښتیا نړۍ یې ټینګه ودرولې

هغه هېڅکله خوځېدلې نه شي

۲ای څښتنه تخت دې قایم دی له ډېر پخوا نه

ته موجود وې له ازله

۳راپورته شوي سېلابونه ای څښتنه!

راپورته کړی سېلابونو خپل غږ

اوچت کړی سېلابونو غړمبار دی

۴څښتن قوي دی د دریاب د شورماشور څخه

هغه قوي دی د دریاب له څپو

دی زورور د اسمانونو څښتن

۵ډېر باوري دي حکمونه د ستا

سپېڅلتوب دی تل ترتله ستا د کور ښایست څښتنه