ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ دېرشم زبور

د ځورېدلي رنځور دعا

(د داود زبور په کوم کې چې هغه د خدای څخه غواړي چې په یاد یې وساتي)

۱کله چې ته په قهرېږې ای څښتنه نو ما مه رټه

په خپل غضب سره دې ماته سزا مه راکوه

۲په خپلو غشو دې زخمي کړمه زه

او په خپل لاس باندې دې ووهلم

۳زما بدن کې روغ ځای نشته ستا د قهر له لاسه

حتی هډوکي مې خوږیږي د ګناه له لاسه

۴زه د خپلو ګناهونو په دریاب کې یم ډوب شوی

هغه دي دومره درانه چې وړلی یې نه شم

۵په سبب زما د خپلې بې عقلۍ

پرهارونه مې خوسا شول بوی ترې خېژي

۶زه کړوپ شوی یمه زه یم ځپل شوی

ټوله ورځ زه ویر کومه

۷زه له تبې نه خوټېږم

زما بدن کې روغ ځای نشته

۸زه له کاره یم لوېدلی او بېخي یمه مات شوی

زما زړه دی ناقراره او له درده زګېروي کړمه

۹ای څښتنه، ته پوهېږې چې زه څه ارمان لرمه

ټول زګېروي ته زما اورې

۱۰زړه مې درزیږي او قوت رانه لاړ

زما د سترګو دید کمزوری شولو

۱۱نه رانژدې کیږي په سبب د ناروغۍ راته

ټول زما ملګري او دوستان زما

حتی تر دې چې خپل خپلوان هم رانه لېرې ګرځي

۱۲هغوی چې غواړي چې ما مړ کړي راته ږدي دامونه

هغوی چې غواړي راته ورسوي زیان

د بربادۍ کوي ګواښونه راته

ټوله ورځ دوی دسیسې جوړوي او دروغ وایي

۱۳خو زه د هغه کوڼ په شان یم چې څه نه اورمه

او د هغه ګونګ په شان یم چې هېڅ نه کوي خبرې

۱۴زه یم د هغه چا په څېر چې خپله دفاع کې

نه شي دلیل ویلی ځکه چې نه اوري

۱۵خو تا باندې باور لرم څښتنه

او ای زما څښتنه خدایه، راکوې به ته ځواب

۱۶سوال مې وکړ: «مه پرېږده دښمن زما

چې وکړي خوشحالي زما په غم باندې

مه پرېږده هغوی چې لاپې ووهي

زما په ناکامۍ او بدبختۍ باندې»

۱۷یمه نژدې چې زه راپرېوځمه

مدام دي مل راسره زما دردونه

۱۸زه اقرار کوم د خپلو ګناهونو

یمه پرېشانه زه د خپلو ګناهونو له امله

۱۹دښمنان زما قوي او صحتمند دي

هغوی ډېر دي چې کوي کرکه له ما نه بې سببه

۲۰هغه خلک چې بدي کړي د نېکۍ په بدله کې

هغوی دي زما په ضد

ځکه زه کړمه کوښښ چې نېک کار وکړم

۲۱ته ما مه پرېږده څښتنه

لېرې کېږه مه له ما نه زما خدایه!

۲۲زر راشه کومک وکړه زما سره

ای څښتنه ته زما یې خلاصوونکی!