ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - دیارلسم فصل

د یهودا پاچا ابیا

(لومړی پاچاهان ۱۵: ۱ - ۸)

۱د یروبعام د پاچاهۍ په اتلسم کال، ابیا د یهودا پاچا شو ۲او هغه درې کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. د هغه مور میکایا نومېدله چې د اوري ییل لور وه. اوري ییل د جبعې د ښار څخه ؤ.

د ابیا او یروبعام ترمنځ جګړه پیل شوه، ۳د ابیا په لښکرو کې څلور سوه زره غوره شوي زړور جنګیالي وو او یروبعام همداسې د اته سوه زره زړورو جنګیالیو په درلودلو سره د هغه مقابله وکړه.

۴ابیا د صمارایم د غره سرته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ، پورته شو او ویې ویل: «یروبعامه او ټولو اسراییلیانو واورئ! ۵ایا تاسو نه پوهېږئ چې د اسراییلو څښتن خدای د داود او د هغه د اولادې سره د تل دپاره په اسراییلو باندې د پاچاهۍ کولو نه ماتېدونکی لوظ کړی دی؟ ۶خو ای د نباط زویه یروبعامه، ته د داود د زوی سلیمان درباري وې او تا د خپل بادار په وړاندې بغاوت وکړ. ۷وروسته یوه ډله بدمعاشان ستا شاوخوا راغونډ شول او د سلیمان زوی رحبعام تاسو مجبور کړ چې خبره مو ومني. هغه یو نوی ځوان او ډېر بې تجربه ؤ، نو ځکه یې ونه شو کولای چې ستاسو سره مقاومت وکړي.

۸اوس تاسو فکر کوئ چې د هغې پاچاهۍ په ضد جنګېدلی شئ چې څښتن د داود اولادې ته ورکړې ده. تاسو یو لوی لښکر لرئ او هم هغه د سرو زرو سخوندران چې یروبعام جوړ کړل چې ستاسو خدایان شي. ۹تاسو لاویان او د څښتن کاهنان یعنې د هارون اولاده وشړله. د هغوی په ځای تاسو د نورو قومونو په شان کاهنان وټاکل. هرڅوک چې د یو غویي یا د اووه پسونو سره راشي، کولای شي چې خپل ځان ستاسو د تش په نامه خدایانو د یو کاهن په توګه سپېڅلی کړي.

۱۰خو څښتن زمونږ خدای دی. مونږ د هغه څخه مخ نه دی اړولی! کاهنان چې د هارون اولاده ده د څښتن خدمت کوي او لاویان د هغوی سره مرسته کوي. ۱۱هغوی هر سهار او ماښام څښتن ته سوځېدونکې نذرانې وړاندې کوي او خوشبویي ورته سوځوي. هغوی سپېڅلې ډوډۍ په یو داسې مېز باندې ږدي چې پاک شوی وي او هر ماښام د سرو زرو په څراغدان باندې څراغونه بلوي. مونږ د خپل څښتن خدای د امرونو پیروي کوو، خو تاسو ورڅخه مخ اړولی دی! ۱۲په خپله خدای زمونږ مشر او لارښود دی او د هغه کاهنان د سرنیو سره دلته دي، هغوی تیار دي چې سرني وغږوي، ترڅو مونږ ستاسو په خلاف جګړې ته راوغواړي. ای د اسراییلو خلکو! د څښتن یعنې د خپلو نیکونو د خدای په خلاف مه جنګېږئ! تاسو دا جګړه نه شئ ګټلی!»

۱۳خو په داسې حال کې چې ابیا خبرې کولې، یروبعام خپل ځینې عسکر پټ ولېږل چې د شا له خوا د یهودا په لښکرو باندې برید وکړي او پاتې کسان د مخې له خوا ورباندې راغلل. ۱۴د یهودا لښکرو ولیدل چې د مخې او د شا له خوا په هغوی باندې برید روان دی. نو هغوی څښتن ته د مرستې په خاطر زارۍ وکړلې او کاهنانو سرني وغږول. ۱۵د یهودا لښکرو په لوړ اواز چیغه ووهله او کله چې هغوی چیغه ووهله، نو بیا ابیا او د هغه لښکرو برید وکړ او خدای یروبعام او د اسراییلو لښکرو ته ماتې ورکړه. ۱۶اسراییلیان وتښتېدل او خدای هغوی د یهودا د لښکرو په لاس تسلیم کړل. ۱۷ابیا او د هغه لښکر هغوی ته درانه زیانونه ورواړول او د اسراییلو پنځه سوه زره تر ټولو غوره شوي عسکر ووژل شول. ۱۸په هغه وخت کې اسراییلیانو ماتې وخوړله او د یهودا لښکرې بریالۍ شوې، ځکه چې هغوی د خپلو نیکونو په څښتن خدای باندې توکل وکړ.

۱۹ابیا د یروبعام لښکرې تعقیب کړې او د اسراییلو ښارګوټي یې د یروبعام څخه ونیول، یعنې بیت ییل، یشانه او عفرون د هغو د شاوخوا کلیو سره. ۲۰د ابیا د پاتې پاچاهۍ په دوران کې یروبعام هېڅکله خپل قوت بېرته تر لاسه نه کړ. څښتن یروبعام وواهه او هغه مړ شو، ۲۱خو ابیا نور هم قوي شو. هغه څوارلس ښځې، دوه ویشت زامن او شپاړس لوڼې درلودلې. ۲۲د ابیا د پاچاهۍ نورې پېښې چې په هغو کې د هغه خبرې او کارونه شامل دي د عیدو نبي په تاریخ کې لیکل شوي دي.