ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف درېم کِتاب

لاویان - یوویشتم فصل

د کاهنانو مقدس توب

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د کاهنانو یعنې د هارون د زامنو سره خبرې وکړه او ورته ووایه: هیڅ یو کاهن باید د خپلوانو د مړي د جنازې په مراسمو کې په ګډون کولو سره خپل ځان ناپاک نه کړي، ۲پرته له یو نژدې خپلوان څخه لکه د هغه مور یا پلار، د هغه زوی یا لور، د هغه سکه ورور، ۳یا یوه پېغله خور چې واده شوې نه وي او مېړه نه لري چې هغه وساتي. ۴هغه به خپل ځان د هغه چا په مرګ باندې نه ناپاکه کوي کوم چې د واده په وسیله د هغه خپلوان شوی وي.

۵هیڅ کاهن به په دې خاطر چې هغه داسې ښکاره شي چې د چا په مرګ باندې غمجن دی، نه به د خپل سر کومه برخه خرایي، نه به خپله ږیره لنډوي او نه به خپل بدن غوڅوي. ۶هغه باید مقدس وي او زما نوم سپک نه کړي، ځکه چې هغه ماته په اور باندې د خواړو نذرانې تیاروي او باید مقدس وي. ۷یو کاهن باید د یوې داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه یا پېغله نه وي او یا د خپل مېړه له خوا ورته طلاق ورکړای شوی وي، ځکه چې هغه خپل خدای ته مقدس دی. ۸خلک باید کاهن مقدس وګڼي، ځکه چې هغه ماته د خواړو نذرانې وړاندې کوي. زه څښتن یم، زه مقدس یم او خپل خلک مقدس کوم. ۹که چېرې د یو کاهن لور فاحشه شي، نو هغه خپل پلار رسوا کوي او باید وسوزول شي چې مړه شي.

۱۰مشر کاهن چې په سر باندې یې د مسح کولو تېل اچول شوي دي او د دې دپاره وقف شوی دی چې د کاهنتوب لباس واغوندي، نو باید خپل ویښتان ګډوډ پرېنږدي او خپل کالي ونه شلوي چې داسې ښکاره شي چې هغه د چا په مرګ باندې غمجن دی. ۱۱‏-۱۲هغه ماته وقف شوی دی. خپل ځان باید ناپاک نه کړي او نه دې زما د مقدسې خېمې څخه په وتلو او هغه کور ته په ننوتلو سره چې مړی په کې وي دا خېمه ناپاکه کړي که څه هم هغه د ده د خپل پلار مړی وي یا د مور. ۱۳هغه باید د داسې ښځې سره واده وکړي چې پېغله وي. ۱۴هغه باید د یوې کونډې یا طلاق شوې یا د داسې ښځې سره واده ونه کړي چې هغه فاحشه وه، مګر یوازې د خپلې قبیلې څخه د یوې پېغلې سره دې واده وکړي. ۱۵که نه، نو د هغه اولادونه چې باید مقدس وي، هغوی به ناپاک وي. زه څښتن یم او ما هغه د مشر کاهن په توګه انتخاب کړی دی.>

۱۶څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۷<هارون ته ووایه چې ستا د اولادې څخه هیڅ یو سړی چې جسماني عیبونه ولري نه شي کولی چې ماته د خواړو نذرانه وړاندې کړي. دا خبره به تل ترتله عملي کیږي. ۱۸هیڅ یو سړی چې جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې هغه نذرانه وړاندې کړي لکه څوک چې ړوند وي، ګوډ وي، بدشکله یا بې ډوله وي، ۱۹د چا لاس یا پښه چې معیوبه وي، ۲۰څوک په ملا باندې کړوپ وي یا ټیټ قدی وي، څوک چې د سترګې یا د پوستکي په ناروغۍ اخته وي او څوک چې خصي وي. ۲۱د هارون کاهن د اولادې څخه هیڅ یو سړی چې کوم جسماني عیبونه په کې وي نه شي کولی چې ماته د خواړو یوه داسې نذرانه وړاندې کړي چې په اور باندې تیاریږي. ۲۲داسې سړی کولی شي چې هغه خواړه وخوري چې ماته وړاندې شوي وي یعنې د خواړو مقدسه نذرانه او د خواړو ډېره مقدسه نذرانه. ۲۳مګر په دې خاطر چې په هغه کې جسماني عیب دی، هغه دې مقدسې پردې او د قربانۍ ځای ته نژدې رانه شي او زما مقدس ځای او هرڅه چې په کې دي هغه دې نه ناپاکه کوي، ځکه چې زه څښتن یم او کاهنان مقدس کوم.>

۲۴نو حضرت موسیٰ دا هرڅه حضرت هارون او د هغه زامنو او ټولو اسراییلیانو ته وویل.