ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

مرقس - څوارلسم فصل

د عیسی په خلاف دسیسه

(متي ۲۶‏: ۱‏ - ۵ او لوقا ۲۲‏: ۱‏ - ۲ او یوحنا ۱۱‏: ۴۵‏ - ۵۳)

۱د فسحې او د فطیرې ډوډۍ اختر ته دوه ورځې پاتې وې. مشران کاهنان او د شریعت عالمان په دې لټه کې وو چې څنګه عیسی په پټه راونیسي او ویې وژني. ۲هغوی وویل: «خو دا کار باید د اختر په ورځو کې ونه شي، هسې نه چې خلک شور او غوغا جوړه کړي.»

یوه ښخه د عیسی په سر باندې عطر اچوي

(متي ۲۶‏: ۶‏ - ۱۳ او یوحنا ۱۲‏: ۱‏ - ۸)

۳عیسی په بیت عنیا کې د شمعون په کور کې چې مخکې یې د جذام ناروغي لرله، دسترخوان ته ناست ؤ. یوه ښځه راغله او د مرمرو بوتل ورسره ؤ چې د سنبل د قیمتي عطرو څخه ډک ؤ. هغې د بوتل سر مات کړ او د عیسی په سر باندې یې واچول. ۴په هغه ځای کې د حاضرو خلکو څخه ځینې یې په قهر شول او یو بل ته یې سره وویل: «دا عطر ولې داسې بېځایه ضایع شول؟ ۵کېدای شول چې دا عطر د سپینو زرو د درې سوه سکو څخه په زیاته بیه خرڅ شوي وای او پیسې یې غریبانو ته ورکړل شوې وای.» نو هغوی هغه ښځه ورټله. ۶خو عیسی وویل: «د هغې سره کار مه لرئ! هغه ولې تنګوئ؟ هغې زما سره ښه کار کړی دی. ۷غریبان به تل ستاسو سره وي او هر وخت چې وغواړئ د هغوی سره مرسته کولای شئ، خو زه به تل ستاسو سره نه یم. ۸دې ښځې چې څه کولای شول ویې کړل. هغې زما په بدن باندې عطر واچول چې د ښخولو څخه مې مخکې تیار کړي. ۹په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د نړۍ په هرځای کې چې زېری ورکول کیږي، نو دې ښځې چې څه کړي دي خلک به هغه یادوي.»

د عیسی سره د خیانت کولو دسیسه

(متي ۲۶‏: ۱۴‏ - ۱۶ او لوقا ۲۲‏: ۳‏ - ۶)

۱۰بیا یهودا اسخریوتي چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، مشرانو کاهنانو ته ورغی چې عیسی هغوی ته په لاس ورکړي. ۱۱کله چې هغوی دا واورېدل، نو خوشحاله شول او د هغه سره یې د پیسو وعده وکړه. نو یهودا د یوې موقعې په لټه کې ؤ ترڅو عیسی هغوی ته په لاس ورکړي.

د فسحې د اختر ډوډۍ

(متي ۲۶‏: ۱۷‏ - ۲۵ او لوقا ۲۲‏: ۷‏ - ۱۴‏، ۲۱‏ - ۲۳ او یوحنا ۱۳‏: ۲۱‏ - ۳۰)

۱۲د فطیرې ډوډۍ د اختر په لومړۍ ورځ یعنې په هغه ورځ چې هغوی د فسحې وری قرباني کاوه، د عیسی شاګردانو هغه ته وویل: «ته چېرته غواړې چې د فسحې ډوډۍ درته تیاره کړو؟» ۱۳نو عیسی خپل دوه شاګردان ولېږل او ورته ویې ویل: «ښار ته لاړ شئ، یو سړی به ووینئ چې د اوبو منګی وړي. په هغه پسې لاړ شئ ۱۴او کوم کور ته چې هغه ورننوت، تاسو هم ورشئ او د کور خاوند ته ووایئ: ‹استاذ وایي د مېلمنو هغه کوټه چېرته ده چې زه او زما شاګردان به په کې د فسحې ډوډۍ وخورو؟› ۱۵هغه به تاسو ته پاس په بالاخانه کې یوه لویه فرش شوې کوټه دروښایي. هلته زمونږ دپاره ډوډۍ تیاره کړئ.» ۱۶بیا شاګردان روان شول او ښار ته لاړل نو هغوی ټول شیان هماغه شان ولیدل لکه څنګه چې عیسی ورته ویلي وو، نو هغوی د فسحې ډوډۍ تیاره کړه. ۱۷کله چې ماښام شو، نو عیسی د دولسو شاګردانو سره راغی. ۱۸کله چې هغوی دسترخوان ته کښېناستل او ډوډۍ یې خوړله، عیسی وویل: «په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې په تاسو کې به یو تن چې زما سره ډوډۍ خوري، زما سره خیانت وکړي.» ۱۹په دې خبره شاګردان ډېر غمجن شول او هر یو د عیسی څخه پوښتنه وکړه: «ایا هغه زه یم؟» ۲۰عیسی هغوی ته ځواب ورکړ: «هغه ستاسو دولسو تنو څخه دی چې زما سره په یوه کاسه کې لاس ښکته کوي. ۲۱لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي، د انسان زوی باید مړ شي، خو افسوس د هغه چا په حال چې د انسان د زوی سره خیانت کوي! د هغه سړي دپاره به ښه وه چې هېڅ پیدا شوی نه وای.»

د څښتن غوره ماښامی

(متي ۲۶‏: ۲۶‏ - ۳۰ او لوقا ۲۲‏: ۱۴‏ - ۲۰ او لومړی قرنتیان ۱۱‏: ۲۳‏ - ۲۵)

۲۲د ډوډۍ خوړلو په وخت کې عیسی یوه ډوډۍ راواخیستله، شکر یې پرې وویست، هغه یې ماته کړه، شاګردانو ته یې ورکړه او ویې ویل: «دا واخلئ، دا زما بدن دی.» ۲۳بیا هغه پیاله راواخیستله او د خدای شکر یې وویست او هغوی ته یې ورکړه او د هغې نه ټولو وڅښل. ۲۴عیسی وویل: «دا زما وینه ده چې د خدای او انسان ترمنځ لوظ ټینګوي چې د ډېرو خلکو دپاره توییږي. ۲۵په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بیا به تر هغې ورځې پورې دا د انګورو شربت ونه څښم ترڅو د خدای په پاچاهۍ کې یې بیا ونه څښم.» ۲۶بیا د یوې روحاني سندرې د ویلو څخه وروسته د زیتون غره ته لاړل.

د پطروس د انکار په هکله پېشګویي

(متي ۲۶‏: ۳۱‏ - ۳۵ او لوقا ۲۲‏: ۳۱‏ - ۳۴ او یوحنا ۱۳‏: ۳۶‏ - ۳۸)

۲۷عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ټول به وتښتئ او ما به پرېږدئ، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

زه به شپون ووهم او پسونه به خواره واره شي.

۲۸خو کله چې بیا راژوندی شم، نو ستاسو نه مخکې به جلیل ته لاړ شم.» ۲۹پطروس عیسی ته وویل: «حتی که ټول تا پرېږدي، خو زه به دې هېڅکله هم پرېنږدم.» ۳۰عیسی پطروس ته وویل: «په یقین سره زه تاته دا وایم چې همدا نن شپه به مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، ته به درې ځلې ووایې چې ما نه پېژنې.» ۳۱خو پطروس په ټینګه وویل: «که زه تا سره مړ هم شم، خو هېڅکله به ونه وایم چې تا نه پېژنم.» او نورو ټولو شاګردانو هم همداسې وویل.

عیسی په جتسیماني کې دعا کوي

(متي ۲۶‏: ۳۶‏ - ۴۶ او لوقا ۲۲‏: ۳۹‏ - ۴۶)

۳۲هغوی د جتسیماني په نوم یو ځای ته ورسېدل، نو عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو دلته کښېنئ او زه دعا کوم.» ۳۳بیا هغه پطروس، یعقوب او یوحنا د ځان سره بوتلل. عیسی ډېر غمجن شو او زړه یې تنګ شو، ۳۴او هغوی ته یې وویل: «زما زړه له غمه چوي او مرګ ته نژدې یم. دلته پاتې شئ او بېداره اوسئ.» ۳۵عیسی لږ لېرې لاړ او په ځمکه پرېوت او دعا یې وکړه چې که چېرې کېدای شي، نو دا د کړاو ساعت دې زما څخه تېر شي. ۳۶هغه وویل: «ابا، یعنې ای پلاره! ستا دپاره هرڅه ممکن دي. دا پیاله زما څخه لېرې کړه، خو زما رضا نه بلکې لکه څنګه چې ستا رضا وي.» ۳۷بیا عیسی بېرته شاګردانو ته راغی او ویې لیدل چې هغوی ویده دي. نو پطروس ته یې وویل: «ای شمعونه، ویده یې؟ ایا یو ساعت هم ویښ نه شوې پاتې کېدلی؟ ۳۸بېداره اوسئ او دعا وکړئ چې د وسوسو سره مخامخ نه شئ، زړه غواړي خو بدن کمزوری دی.» ۳۹عیسی یوځل بیا لاړ او هماغه دعا یې وکړه. ۴۰کله چې هغه بېرته راغی، نو هغوی یې بیا په خوب ویده ولیدل، ځکه چې د هغوی سترګې له خوبه ډکې وې او په دې نه پوهېدل چې هغه ته څه ووایي. ۴۱کله چې هغه د درېم ځل دپاره راغی، نو هغوی ته یې وویل: «تاسو لا ویده یئ او ارام کوئ؟ بس دی. هغه ساعت رارسېدلی دی چې د انسان زوی به ګناهکارانو ته په لاس ورکول کیږي. ۴۲پاڅېږئ، راځئ چې ځو، هغه څوک چې غواړي زما سره خیانت وکړي، رارسېدلی دی.»

د عیسی سره خیانت او د هغه نیول

(متي ۲۶‏: ۴۷‏ - ۵۶ او لوقا ۲۲‏: ۴۷‏ - ۵۳ او یوحنا ۱۸‏: ۳‏ - ۱۲)

۴۳عیسی لا خبرې کولې چې سمدلاسه یهودا چې د هغو دولسو شاګردانو څخه ؤ، د یوې ډلې خلکو سره چې تورې او کوتکونه ورسره وو، راورسېد. هغه د مشرانو کاهنانو، د شریعت د عالمانو او قومي مشرانو له خوا رالېږل شوی ؤ. ۴۴هغه خاین هغوی ته یوه نښه ورکړې وه او ورته ویلي یې وو: «څوک چې زه ښکل کړم، نو دا هماغه سړی دی. هغه ونیسئ او تر پوره څارنې لاندې یې بوځئ.» ۴۵کله چې یهودا راورسېد، نو سمدلاسه عیسی ته ورغی او ورته ویې ویل: «استاذه!» او هغه یې ښکل کړ. ۴۶نو هغوی عیسی ته لاس ورواچاوه او هغه یې ونیوه. ۴۷بیا د هغو کسانو څخه چې هلته ولاړ وو یو یې توره راوویستله او د لوی کاهن په نوکر یې ګوزار وکړ او د هغه غوږ یې پرې کړ. ۴۸بیا عیسی هغوی ته وویل: «ایا زه کوم داړه مار یم چې د تورو او کوتکونو سره زما د نیولو دپاره راغلي یئ؟ ۴۹زه هره ورځ ستاسو سره د خدای په کور کې وم او تعلیم به مې ورکاوه او تاسو زه ونه نیولم، خو د خدای کلام چې څه وایي هغه باید پوره شي.» ۵۰بیا ټولو شاګردانو هغه پرېښود او وتښتېدل. ۵۱په دې وخت کې یو ځوان چې د کتان یوه ټوټه یې د ځان څخه تاوه کړې وه، د عیسی پسې روان شو. هغوی هغه هم ونیوه، ۵۲خو هغه خپل کالي پرېښودل او لوڅ وتښتېده.

د یهودیانو د شورا له خوا د عیسی محاکمه

(متي ۲۶‏: ۵۷‏ - ۶۸ او لوقا ۲۲‏: ۵۴‏ - ۵۵، ۶۳‏ - ۷۱ او یوحنا ۱۸‏: ۱۳‏ - ۱۴، ۱۹‏ - ۲۴)

۵۳هغوی عیسی لوی کاهن ته بوتو او هلته مشران کاهنان، قومي مشران او د شریعت عالمان سره راټول شوي وو. ۵۴پطروس د لوی کاهن تر حوېلۍ پورې په هغه پسې شاته شاته روان ؤ او دننه ورغی او هلته د ساتونکو سره کښېناست او اور ته یې ځان تودولو. ۵۵مشرانو کاهنانو او ټولې شورا هڅه کوله چې د عیسی په خلاف کوم ثبوت پیدا کړي ترڅو هغه ووژل شي، خو هغوی کوم ثبوت پیدا نه کړ. ۵۶ډېرو خلکو د هغه په خلاف په دروغو شاهدي ورکړه، خو د هغوی شهادت د یو بل سره یوشان نه ؤ. ۵۷بیا ځینې خلک پاڅېدل او د هغه په خلاف یې داسې د دروغو شاهدي ورکړه: ۵۸«مونږ د هغه د خولې نه واورېدل چې ویې ویل: زه به دا د خدای کور چې د انسانانو په لاس جوړ شوی دی ورانوم او په درې ورځو کې به بل داسې کور جوړ کړم چې هغه به د انسانانو په لاسونو نه وي جوړ شوی.» ۵۹خو بیاهم د دې خلکو شاهدي سره یوشان نه وه. ۶۰بیا لوی کاهن د هغوی ټولو په مخکې ودرېده او د عیسی څخه یې پوښتنه وکړه: «ایا ته دې تورونو ته چې هغوی یې درباندې لګوي، ځواب نه ورکوې؟» ۶۱خو عیسی غلی پاتې شو او هېڅ ځواب یې ورنه کړ. یوځل بیا لوی کاهن ترې پوښتنه وکړه: «ایا ته مسیح، د مبارک خدای زوی یې؟» ۶۲عیسی وویل: «هو، زه یم او تاسو به د انسان زوی ووینئ چې د مطلق قادر خدای ښي لاس ته ناست وي او د اسمان په ورېځو کې به راروان وي.» ۶۳لوی کاهن خپل کالي وشکول او ویې ویل: «مونږ نورو شاهدانو ته څه اړتیا لرو؟ ۶۴تاسو دا کفر ویل واورېدل. ستاسو پرېکړه څه ده؟» نو هغوی ټولو هغه محکوم کړ او ویې ویل چې هغه د مرګ لایق دی. ۶۵ځینو خلکو ورباندې لاړې ورتو کړې او سترګې یې ورته وتړلې او په سوکانو یې واهه او ورته ویل یې: «اوس له غیبو ووایه چې ته چا ووهلې.» بیا ساتونکو هغه ونیوه او ویې واهه.

پطروس له عیسی څخه انکار کوي

(متي ۲۶‏: ۶۹‏ - ۷۵ او لوقا ۲۲‏: ۵۶‏ - ۶۲ او یوحنا ۱۸‏: ۱۵‏ - ۱۸، ۲۵‏ - ۲۷)

۶۶په دې وخت کې پطروس لاندې په حوېلۍ کې ؤ چې د لوی کاهن یوه وینځه راغله ۶۷او ویې لیدل چې پطروس اور ته خپل ځان تودوي، نو هغې ورته په ځیر سره وکتل او ویې ویل: «ته هم د عیسی ناصري سره وې.» ۶۸خو هغه منکر شو او ویې ویل: «زه هغه نه پېژنم او نه پوهېږم چې ته څه وایې.» بیا هغه دباندې دالان ته ووت او په هماغه وخت کې چرګ اذان وکړ. ۶۹هغې وینځې پطروس هلته ولید او په هغه ځای کې ولاړو خلکو ته یې بیا وویل: «دا هم د هغوی د ډلې څخه دی.» ۷۰خو پطروس بیا منکر شو. لږه شېبه وروسته حاضرو خلکو یوځل بیا پطروس ته وویل: «بې له شکه چې ته د هغوی د ډلې څخه یې، ځکه چې ته هم جلیلي یې.» ۷۱خو پطروس قسم وخوړ: «که زه دروغ وایم، نو په ما دې د خدای لعنت وي، تاسو چې د کوم سړي په هکله خبرې کوئ زه هغه نه پېژنم.» ۷۲او سمدلاسه د دوهم ځل دپاره چرګ اذان وکړ. او پطروس ته ور په یاد شول چې عیسی ورته ویلي وو: «مخکې له دې چې چرګ دوه ځلې اذان وکړي، نو ته به درې ځلې ووایې چې زه هغه نه پېژنم.» د هغه زړه مات شو او په ژړا شو.